جمعه, اپریل 26, 2024
Homeفلسفهکلبیان (د سپي ډوله ژوند فلسفه) | نورالله جلالزی

کلبیان (د سپي ډوله ژوند فلسفه) | نورالله جلالزی

تر اپلاتون او ارستو وروسته د یونان د سیاسي فلسفې تاریخ مخ پر ځوړ روان شو. دغه مهال ځینې داسې فلسفي بهیرونه را پیدا شول چې د یونان ښاري دولتونه یې وننګول. هغه سیاسي او فلسفي افکار چې یوناني ټولنې په هغو ولاړې وې، یو له بله لرې شول او ځای یې فرد محوره افکارو او فلسفو ونیو. هغه مهال ډېر داسې فلسفي مکتبونه را وټوکېدل چې اوس هم کله د سیاست، فلسفې، ټولن‌پوهنې او ان ادب اړوند بحثونه کېږي، ډېری وخت د دغو مکتبونو د تګلارو یادونه پکې کېږي. د دغو مکتبونو له ډلې یو د “کلبیانو” فلسفي مکتب دی.

انځورګر: جان ویلیام واترهاوس
د تابلو د نقاشي نېټه: 1882 زېږدیز
د تابلو د ساتلو ځای: Art Gallery of New South Wales

د دغه مکتب بنسټ‌اېښودونکي (انتستینس ۴۴۴ ـ ۳۶۵ ق. م) او دیوګانس (دویژنس/ دیوجانس ۴۱۳ ـ ۳۲۷ ق. م) دي. انتستینس د یونان د مشهور فیلسوف سقرات زده‌کوونکی و. انتستینس به چې کله د سقرات په بحثونو کې ګډون کاوه، شکېدلي کالي به یې اغوستي وو؛ سقرات به ورته ویل چې د کالیو له سوریو دې غرور مالومېږي. د سقرات په بحثونو کې د بې‌نیازۍ او قناعت خبرو د ده دېر پام اړولی و. وروسته یې دا لاره خپله کړه او د سیناسارګس په نوم یې د زده‌کړو مرکز جوړ کړ.

کلبیان Cynic –  یا کلبیون د کلب جمع ده. کلب په عربي کې سپي ته وايي. دوی ته په دوو دلیلونو کلبیان ویل شوي: یو دلیل یې د دوی د زده‌کړو ځای سیناسارګس (Cynosarges) و چې د سپین سپي په مانا و. دویم دلیل یې د دوی د ژوند لاره وه. دوی به ځانونه د فضیلت ساتونکي بلل او ویل به یې چې د رذایلو پر خلاف لکه سپي جنګېږو.

د دغه مکتب سرلارو ځانګړي صفتونه او خویونو لرل. دوی د ژوند له هر ډول خوندونو او نعمتونو ځان ساته او په خوراک، څښاک او پوښاک کې یې ځانونه له عامو خلکو سره برابرول. لوی خیرن وېښتان او ببرې ږیرې یې وې. کورونه، ځمکې او هر ډول شخصي ملکیتونه یې نه خوښول. د اړتیا وړ شیان یې له خلکو غوښتل. په عبادت‌ځایونو، د لارو په څنګونو او نورو عامه ځایونو کې اوسېدل. دوی به په دې خاطر تېزو بارانونو او سوزوونکي لمر ته د ډېر وخت لپاره لوڅ بدنونه ولاړ وو چې خلکو ته د خپل زغم قدرت وښیي.

کلبیانو د انسان بهتري او فضیلت د نفس غنا ګڼله او د نفس غنا دا چې انسان د دنیا له ټولو کارونو او شیانو مخ وګرځوي او دا نړۍ پرېږدي. د دوی شعار، ارمان او هدف فضیلت او بهتري وه او د ټولو جسمي او روحي اړتیاوو پرېښودل یې ښه‌والی باله. ثروت او شتمني یې بده ګڼله او له لویۍ، شهرت او دنیوي خوندونو تښتېدل. دوی تېرې ژبې لرلې او تېزې خبرې یې کولې. د خلکو منځ ته به یبلې پښې او سرتور سرونه په شکېدلو کالیو کې ورتلل او هلته به چې څه په زړه کې ور ګرځېدل، بې له کومې وېرې به یې ویل.

کلبیان په دې باور وو چې نېکمرغۍ ته رسېدل یوازې او یوازې د تقوا او فضیلت له لارې ممکن دي. دوی دا فضیلت له سیاسي قدرت، ثروت، ټولنیز ژوند او ټولنیزو تړونونو لرېوالی ګاڼه. د دوی په باور ښه ژوند هغه دی چې له طبیعت سره برابر وي او هېڅ اړتیا ونه‌لري. انسان باید بېرته خپل لومړني طبیعي حالت ته وګرځي. دوی په دې باور وو چې په ژوند کې باید هېڅ ډول وېره ونه‌لرو، له مرګه ونه‌ډار شو او د ځان او نورو د غښتلتیا او سلامتۍ په کیسه کې نه‌شو؛ ځکه د انسان فضیلت په ځان‌ځورونه او بې‌نیازۍ کې دی.

دوی له ریاضیاتو، نجومي علومو، موسیقۍ، ادبیاتو او نورو کرکه لرله او ویل یې چې فضیلت د هېڅ ډول عقلي علومو زده‌کړې ته اړ نه دی.

په لنډ ډول ویلای شو چې  کلبیانو د انسان نېکمرغي او فضیلت د انسان په لومړني (طبیعي) حالت کې لیده. له ټولینزو تړونونو، سیاسي قدرت، شتمنۍ او لویۍ څخه یې ځان ساته. د دوی په باور یو انسان هغه وخت تر ټولو نېکمرغه دی چې هېڅ اړتیا ونه‌لري؛ که ور پیدا شوه خوري او څښي یې دې، که نه نو د پیدا کولو هڅه یې دې نه کوي.

د دغه مکتب د سرلاري فیلسوف دیوجانس دا کیسه ډېره مشهوره ده چې وایي یوه ورځ لوی سکندر د دیوجانس لیدو ته ورغی. دیوجانس په خپل ځای کې لمر ته اوږد غځېدلی و، سکندر ورته وویل: زه سکندر لوی پاچا یم. فیلسوف وویل: زه دیوجانس سپی یم. سکندر وویل: هر څه چې غواړې له ما یې وغواړه. دیوجانس ځواب ورکړ: پر ما دې سیوری کړی، له مخې مې لرې شه چې لمر راباندې ولګېږي. سکندر وویل: که چېرې زه سکندر نه وای، غوښتل مې دیوجانس وای.

د دیوجانس او نورو کلبیانو ډېرې په زړه پورې کیسې او نظرونه شته؛ که بخت یاري وکړه په نورو لیکنو کې به پر هره یوه بېلې بېلې خبرې وکړو.

مأخذونه:

۱ـ هدف، خلیل، دوکتور عنایت الله، تاریخ افکار سیاسي: انتشارات محمدي، ۱۳۹۶هـ، کابل

۲ـ عرفان، حکمت، اشنایي با علوم اسلامي، نطریه کلبیون، حوزه وېبپاڼه

۳ـ آریان پور، امیر حسین، تاریخ تمدن ویل دورانت (جلد دوم)، شرکت انتشارات علمی فرهنګی تهران، ۱۳۸۰، ارتنګ وېبپاڼه

۴ـ پدرام، مهدي، کلبیان (فلسفه زندګی سګ ګونه)، دایرة المعارف طهور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب