دا د هرې ژبې و ادب د تخلیقي روایت او ملي احساس یو ډول طبعي ظرفیت وي، چې لیکوال او پنځګر یې د خاصو مواردو او ادبیاتو د تخلیق ترڅنګ عام یا اولسي او ملي ادبیاتو ته هم لاره کوي، مطیع الله تراب د ورستۍ کټګوری د ادبیاتو هغه مخلوق او باظرفیت ملي شاعر او ناظم و، چې د ادبي او منظوم غږ اساس یې د خپلې خاورې خوشبو او د خلکو احساس او شعور وو.
دای که څه هم ما مخامخ نه و لېدلی؛ خو د خپل سرشاره او یاغي مزاج له مخې مې په ټولو هغه ورستیو دورونو،حکومتونو او نظامونو کې لوستلی او اورېدلی و، چې د ورځنیو سیاستونو او خواوو جګړو اخ و ډب پکې ښه ګرم و تود و، دا یې ځانګړنه وه چې په دې هر سیاسي دور او عصري ورځنیو سیاستونو یې ښه په زغرده او ښکاره خبره کولای شوه، غږ او خبره یې بې سانسوره وه، د خپل شعر او خبرې لپاره یې خلک پیدا کړل یا خلکو د همداسې خبرو لپاره دای پیدا کړ؛ چې هر څه و؛ خو د وخت حاکمو او واکمنو ته په رسا او مخامخ خبرو مشهور او د ولس د مینې نښه شو. د تراب جنازه د همداسې یوې ولسي مینې ثبوت و، له خوست د سلګونو موټرونو پر بدرګه او له کابله په هلکوپتر کې تر ننګرهاره او بیا خوږیاڼو ته په اولسي هجوم د ده جنازه وړل دا ثابتوي چې دا جنازه خلکو یوازې د تراب نه، بلکې د خپل غږ جنازه ګڼله؛ بېخي لکه هغه د ورستیو شهیدانو د جنازو ملي جنجونه چې وي، زموږ د ورستیو ملي شهیدانو په جنازو کې خلک د خپلو بې وسیو او دوی ته د شهامت او مېړانې په وجه د سر ټیټۍ او سلام خراج او عقیدتونه وړاندې کوي.
د یو ادیب او شاعر لپاره په ورځني سیاست او موجوده شرایطو خبره کول، ځکه سخت او ستونزمن وي، چې خلک د طرفونو او خواو د اختلاف په وجه دای هم په یوې خوا او طرف کې ولاړ غواړي، چون ادب د یوه ملي او د ټولو خلکو لپاره د یوه او هر اړخیز ډسکورس یا د مکالمې او خبرې د میز زمینه برابروي، ځکه نو ادیب هم د ټولو په طرف د یوه عمومي او ملي طرف او خوا ته ولاړ وي، له شاعر او ادیبه د یو طرف غوښتنه له هغه د لوډسپیکر یا میکرافون د جوړېدو غوښتنه ده، هغه چې خبره کوي د کوم ګوند، سیاست او فکري تمایله سره د مشخص کېدو وراخوا ټولو ګوندونو، سیاستونو او فکري نهادونو ته مخاطب وي او همدا د ټولو لپاره مخاطب کېدل او خبره کول یې د ملي دریځ او طرف په خوا درېدل دي.
دا اصلاً شاعر او ادیب په یوه ګوند، سیاست او فکري محدوده کې بندول دي؛ حال دا چې دوی په خپله د همداسې یوه فکر و سیاست او نظریې بندیان وي او دوی شاعر له ځانه سره يو ځای بندي کول غواړي. تراب چې له دغسې بندیوانۍ خلاص و يا په بله مانا ملي یا اولسي دریځ یې د ټولو خلکو او ټولنې د درد او رنځ غږ او مزاحمت و، نو ځکه یې په غږ کې خلکو هم خپل غږ محسوساوه او دا د ده محبوبه مشغله او لاره وه، ده پر همدې ملي لاره او محبوبې زړه بایللی و. د کومې محدودې فکري ډلې او سیاست ملګری نه و؛ بلکې د خلکو او ملت ملګری و او د ملت په خوا او طرف ولاړ و.
د شعر، ادب او سیاست په اړیکه او تړاو بحث به ښايي کلیشه وي؛ خو د تراب په څېر د ملت په منځ کې د ګڼو سیاسي او فکري لیدلوریو او خواو ته په محبوب شاعر ځکه مهم شي، چې هر څوک یې د خپل درد او غږ انعکاس بولي، دا اصلاً د یوه ملي او اولسي شاعر د فن او فکر ظرف وي، چې په متن کې یې هر څوک یا هره خوا خپل مخ، مانا او عمل ویني، دا د شاعر متنازع کېدل هم نه دي؛ بلکې د ګڼو یا ټولو خلکو او خوا ته د منښتې او ارزښت په تول تلنه ده، زموږ په څېر استثنایي ټولنو کې چې خلک، سیاسي او فکري لوري مو باید قاطع او غوڅ وي، زما او د بل پر وړاندې مو د طرف کرښه هم باید معلومه وي، په داسې ټولنو کې د درېیمې لار او منځروی خبره خورا سخته او ستونزمنه تمامېدای شي؛ مګر تراب په همداسې یوه حال او حالت کې «مخامخ، رسا او ټولو طرفونو ته» نه یوازې خبره وکړه، بلکې د خبرې د کولو هنر، خلاقیت او چلن یې هم د متناسب او د درېیم ګړې لارې و، که یې د کوم طرف د ستاینې او ښیګړې خبره هم کړي وي، د بل هغه یې هم ورته یاده کړې او که یې نقد هم کاوه د طرفونو بیلانس یا توازون به په کې و. ځکه خو دای د یو متوازن شخصیت او شاعر په حیث هم د منلو او قدرولو وړ و او دی.
د خارجي و داخلي استعمارونو پر وړاندې غږ، مزاحمت او مقاومت د خلکو او اولسونو خپل ملي او دفاعي حق او حقوقي مکلفیت دی، هغسې او هومره مزاحمت او مکلفیت څومره چې د استعمار او استحصال د منګولې زر او زور وي. په شعر یا منظومو کې د مزاحمت روایت ډېر زوړ او قدیم دی؛ مګر په معاصره پښتو شاعرۍ کې د اجمل خټک د غېرت چیغه هغه شهکار مزاحمت و، چې مستبد او دیکتاتور نظامونه او حکومتونه ورسره ولړزېدل، بندیزونه او قدغن پرې ولګیده ان چې څو نسلونه یې له ځانه سره واړول. د تراب شعر او کتابونه د همداسې یوه غیرتي چیغې د طرز او روایت برخه دي؛ البته د زمانې او فکر له پلوه به حتمي توپیر ولري، ځکه شرایط او چلندونه یې سره بېل دي؛ خو اثر او روایت کې سره یو دي.
په ۲۰۰۱ م کال چې افغانستان د خارجي قواو د نظامي او سیاسي تسلط تر سخت او ویرونکي جبر لاندې شو او هر څه د یوه ملي او خپل معاصر افغانستان پر ځای د نورو یا پردیو رحم و کرم ته پاتې ول، همغه وخت هلته او دلته د شعر او منظومو کلامونو له لارې په مشاعرو کې د همدې استعماري قوتونو پر وړاندې توده خاموشي ماته شوه، چې په سر کې یې له ننګرهاره د نارنج ګل په میله او مشاعره کې د عزت الله ځواب او سمیع تړون ځینې راسا او رغنده غږونه او مزاحمتونه په خورا شور او زوږ پورته شول او بیا پسې تراب هم د پکتیا له نښتر مشاعرې راڅرګند شو او په جرات یې ویل:
«داسې څوک شته، چې دې راغلیو نه پوښتنه وکړي»
دا پوښتنه د یوې پوښتنې په بڼه تراب مرحوم نه یوازې د هغه وخت د حاکم استعمار پر موجودګۍ د هغوی او خلکو مخ ته منظومه کړه؛ بلکې د یوه خورا جراتمندانه غږ او مزاحمت په بڼه یې د تاریخ حافظې ته د یوه استعمار ضد نریټیف په بڼه وسپارله او دا دی نن ثابتېږي، چې دا له هغه راغليو او اوس تلليو نه هم هغه وخت او هم اوس څومره مهمه او اساسي پوښتنه وه. دا هغه پوښتنه وه چې دا دی نن یې هم د پوښتنې پر حقانیت او سنجیدګۍ بنده افرین ویلی شي، هغوی چې راغلي و له شل کلن اړو ګړو مخکې وروسته ټول هغه سیاسي، نظامي او فکري حسابونه او کتابونه څوک ترې پوښتلی شي؟ یا چا ترې وپوښتل؟ بشر حقوق، فردي او اجتماعي ازادۍ، بشري کرامت، جمهوري ارزښتونه، ټولنیز عدالت، انساني مساوت، نظامي او فکري تحولات دا ټول مقدس اصطلاحات زموږ لپاره هغه دوه مخي او په ګوړه کې زهر نه و؟ چې پس له شل کلنو نتایجو یې دا هر څه سرچپه او برعکس ثابت کړل. دا همغه د تراب د مصرې پوښتنه وه، چې دا دی نن هم د مطرح کېدو وړ ده، بېشکه چې دا پوښتنه یوه باخبره او باشعوره پوښتنه وه، له هغوی دا پوښتنه واقعاً د یوه برجسته او پر استعماري فریب د باخبره ذهن او فکر کېدای شوه. زه، زما خلک، ولس، وطن او وطنوال چې د یوه ناتمامه جنګ و جهنم د اور خوراک وو او یو؟ دا کومه بشري او انساني همدردي او خواخوږي وه، چې جنګ، سیالي او ګټې یې ستا او د ټولو طرفونو او نړیوالو سیالیو میدان او تاوان دې همدا زه، زما خاوره او خلک وو؟ بده یې لا دا چې اوس هم د نړۍ د ټولو سیاسي او نظامي دستګاوو له شر و فساده خلاص او بچ نه یو پاتې. تراب د همداسې یوه فکر او سیاست سړی، ناظم او شاعر و، چې د نړۍ د همدې ګټو او تاوانونو په منځ کې د خپلو او پردیو په ګټه او تاوان پوهېده او د خپلې ګټې د پوښتنې درک او شعور ورسره و.
تراب چې خواوشا څو پنځوس کلن و، په یو حساب د خپل وطن د جنګ و جګړو همزولی و، مګر دای د جنګ هومره متشدده یا د جنګ د توجیه او ګرمولو پلوی او ناظم نه و، بلکې نېوکه او انتقاد یې هم د جنګ د یوه مخالف او مصلح غوندې و، همدا وو، چې په اولس کې یې د محبوبیت کچه ځکه لوړه وه، چې خلک او اولس هم د همداسې نیابتي او پردیو جګړو ښکار وو، چې ګټې یې د نورو او تاوان یې زموږ و، د جنګ د تپنې او تحمیل همدا لیدلوری و، چې دای او اولس دواړه یې په مخالفت سره تړلي او میین کړي وو.
زموږ په ادبي مباحثو کې د اولسي شاعر یا شاعرۍ په اړه چندان د درنښت تصور نشته، حال دا چې دا یو ملي مسوولیت او مکلفیت دی؛ خو له بده مرغه دا همغه د طرفونو او خواوو د شاعرانو او ناظمانو میراث دی، چې د شعر یا منظوم کلام په پیرایه کې یې د ټول ملت یا اولس پر ځای د یوه مخصوص فکر او ايډیالوژۍ ترویج او تبلیغ کاوه، دا باید تلقین کړو، چې شعر زموږ د بشر د ټولنیزو مسوولیتو له انعکاس نېولې تر ملي، کلتوري او اولسي کړو وړو پورې د خلکو او ذوقونو هنداره ده، تراب د اولسي یا ملي شاعر په توګه د همداسې یوه اولسي او ملي شاعر په لقب یادول پکار دي او زه فکر کوم دا لوی لقب دی.
تراب په داسې یوه وخت کې دا نظمونه وویل چې له هغه زماني استثنا وراخوا د اسلوب یا سبک کریډیټ یا هم د ده په برخه کېږي؛ مثلاً تاسې وګورئ په تېرو شلو کلونو د ده رنګه او یا د ده په ډول څومره نور شاعران او ناظمان پیدا شول، چې د ده ملي او اولسي سبک او طرز یې خپل کړ. د یوه شاعر لپاره یوازې د شعر او نظم د سبکي ځانګړنو خپلول یوه خبره ده او د هغه د شعر د سبک یا لارې تقلید بله هغه ده، چې دا اصلاً دواړه مهمې دي؛ خو ورستی دغه یې دوه ګونی امتیاز دی یعنې پر امتیاز بل امتیاز دی.
په تراب د نورو خبرو کولو ځای هم شته؛ خو کاش د داسې شاعرانو او ناظمانو پر هغه منځپانګه او ملي دریځ غور و فکر وکړای شي، چې اساس یې د خلکو او اولسونو ملي یوالی او اجتماعي درد راټولول وو.