تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) جرمني د اروپايي اتحادیې د لومړني هېواد په توګه حاضر شوی چې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې خپل استازي دې هېواد ته واستوي ترڅو له جرمني څخه د افغان وګړو د ایستلو په بهیر کې مرسته وکړي.
جرمني دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، د رد شویو او په جرمونو د ککړو پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، جرمني د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درولی و. خو دغه هیواد د جمعې په ورځ افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بیرته استولو بهیر بیا پيل کړ.
د جمعې په ورځ جرمني ۸۱ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.
د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوو افغان قونسلي کارکوونکو د وراستولو اجازه یې ورکړې ده.
د حکومت ویاند، شټیفن کورنیلیوس، ویلي: دا قونسلي مامورین به د نورو پلان شویو ایستل کېدونکو کسانو په لېږلو کې همکاري وکړي.
برلین ټینګار کړی چې دا پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
د “فرانکفورټر الګماینه سایتونګ” ورځپاڼې د راپور له مخې، دا یوازې د عملي همکارۍ یو محدود اقدام بلل شوی.
ناروې، چې د اروپايي اتحادیې غړې نه ده، تر اوسه یوازینی اروپايي هېواد دی چې د طالبانو د حکومت یو سرپرست استازی یې منلی دی.
جرمني له طالبانو سره رسمي دیپلوماتیکي اړیکې نه لري، او د دغه هېواد حکومت وایي چې یوازینۍ اړیکې یې له طالبانو سره تخنیکي (تخنیکي همکارۍ) بڼه لري.
د FAZ ورځپاڼې له راپور سره سم، دغو دوو افغانانو له هغه حکومت سره کار کړی و چې لویدیځ یې ملاتړ کاوه، او د افراطپالنې کومه سابقه نه لري.
ویل شوي، دا چارواکي ښايي “ژر” جرمني ته ورسېږي او د افغانستان د برلین په سفارت او د بون په قونسلګرۍ کې ځای پر ځای شي، خو هغوی به رسمي دیپلوماتيک مقام ونه لري.