پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبان په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شتون تبلیغات بولي

طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شتون تبلیغات بولي

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۱مه』‏د طالبانو لوی درستیز، فصیح الدین فطرت کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د موجودیت ادعاوې تبلغات دي.

فطرت که څه هم د کوم چا ښکاره نوم وانخیست، خو ټینګار یې وکړ، چې دا د طالبانو د «نظام» پر وړاندې یوه منظمه تبلیغاتي جګړه ده چې کېږي.

فطرت په افغانستان کې د داعش حضور تایید کړ، خو وايي په دومره ځواک او قوت کې نه دي، چې کومه مشخصه جغرافیه کنټرول کې ولري او پراخ بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت سربېره، یو شمېر هېوادونو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې وسله والې ډلې فعالې دي.

بل خوا د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند، همدې خبري ناستې ته وویل، چې د دوی د «اسلامي اردو» شمېره له ۱۵۰ زرو تر ۲۰۰ زرو پورې رسېږي.

عنایت الله خوارزمي زیاته کړې، چې اوسني شرایط دا ایجابوي، چې همدا شمېر اردو د دوی بسنه کوي او کولای شي، چې د ښارونو، ځمکنۍ بشپړتیا او لویو لارو امنیت خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...