پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeسپورتشپږیزه لیګ، ۴مه ورځ؛ بندامیر سپین غر او مس عینک، آمو نهنګانو...

شپږیزه لیګ، ۴مه ورځ؛ بندامیر سپین غر او مس عینک، آمو نهنګانو ته ماته ورکړه

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۱مه』د شپږیزه لیګ لسم پړاو په څلورمه ورځ، لومړۍ لوبه د بند امیر ښامارانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ترسره شوه.

بندامیر ښامارانو سپین غر لوبډلې ته د پینځو لوبغاړو په زیان د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه. صدیق اتل ۷۵، محمد شهزاد ۳۹ او لوبډلمشر حشمت شهیدي ۳۰ مندې جوړې کړې. سپین غر لوبډلې لپاره شمس الرحمن ۳، او فریدون داوودزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بند امیر ښامارانو لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته له خپل ۱۹۳ منډو څخه په بریالیتوب دفاع وکړه او سپین غر پړانګانو لوبډلې ته یې د ۱۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې سره دغې لوبدلې په روانو سیالیو کې خپله دویمه بریا خپله کړه.
اکرام علیخیل د سپین غر لپاره ۵۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې او اظهارالحق نوید بیا بند امیر لپاره د سپین غر ۳ لوبغاړو وسوزول.
صدیق اتل د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دوهمه لوبه
آمو نهنګانو، مس عینک اتلانو ته د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ.
حسن عیسی خیل تر نورو ډېرې ۵۲ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې.

مس عینک اتلان لوبډلې د خالد تڼیوال او وفي الله تره خېل د بهترینې توپوهنې پرمټ امو نهنګانو ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او ورکړل شوی هدف یې پوره کړ.
دا په روانه شپږیزه کې د مس عینک اتلانو درېیمه بریا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...