پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهحامدکرزي په کانکور کې د افغان نجونو پر نشتون خواشیني ښودلې

حامدکرزي په کانکور کې د افغان نجونو پر نشتون خواشیني ښودلې

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۱مه』‏د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې له لومړۍ تر ۵ مې درجې بریالیو هلکانو ته مبارکي ورکړې.

کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي سخته خواشیني څرګنده کړې، چې په سږني کانکور کې افغان نجونو ته طالبانو د ګډون اجازه نه وه ورکړې.

نوموړي نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابرول حیاتي بللي ده.

حامدکرزي یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي، چې «ژر تر ژره» د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

پخواني ولسمشر له بهرنیو اړتیاوو خلاصون او د هېواد پرمختګ زده کړو ته اجازې پورې مشروط ګڼلی دی.

طالبانو له تېرو څه باندې ۱۴۰۰ ورځو راهیسې د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي او اجازه نه ورکوي، چې له ۱۲ ټولګي له وړاندې فارغې شوې نجونې لوړو زه کړو ته لاره وکړي.

1 COMMENT

  1. دماشومانو سیالی:
    ګوګل (یوتیوب) کې مې لیدل چې یو ډیر لوړ چارواکی دکاغذ له مخې دبل چا لیکلی دروغ او لافې ګزاف نشی لوستی!
    خو دامریکا حلال او حرام دالر لکه رشقه داسې خوری .
    کرزیه دروغ مه کوه ، دې مکاریو څخه لاس واخله دوه توته ګټه نه لری . ځکه کوږ بار مزله ته نه رسیږی دا ټول بار له سره کوږ دی اسلامی بڼه نه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...