تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) زرګونه افغانان چې په امریکا کې مېشت دي، نور له دغه هیواده د ایستلو پر وړاندې خوندي نه دي، ځکه چې د استیناف فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې د هغې پرېکړې خلاف، چې د هغوی قانوني حالت دې موقتاً وغځول شي، رد کړه.
د ټرمپ حکومت د زرګونو افغانانو د خوندیتوب حالت پای ته رسولی و، خو یوې ابتداییه محکمې د هغوی د موقت خوندیتوب حالت د غځېدو په ګټه رایه ورکړه خو اوس استیناف محکمې د ابتداییه محکمې پرېکړه رد کړه.
دا پرېکړه د کابو ۱۱۷۰۰ افغانانو، چې د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته په امریکا کې د موقت خوندیتوب حالت پر اساس اوسېدل، په امریکا کې له کار کولو محرومېږي او دا خېر هم شته چې له دې هیواده وایستل شي.
د امریکا د استیناف د یوې محکمې د درې قاضیانو ډلې د دوشنبې په ماښام (جولای ۱۵مه) وویل چې “کافي شواهد نشته چې د دې استثنايي اقدام، یعنې د ادارې د پرېکړې ځنډېدا، توجیه کړي”، او دا پرېکړه یې وکړه چې د افغانستان او کامرون د وګړو لپاره د مؤقتې خوندیتوب حالت (TPS) تمدید نه شي.
د افغانانو لپاره TPS د جولای په ۱۴مه پای ته رسېدلی و، خو محکمې دا موده د لنډ مهال یعني د جولای تر ۲۱مې وغځوله تر څو د اوږده ځنډ د غوښتنې ارزونه وکړي.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت په می میاشت کې وویل چې د افغانستان د ۱۱,۷۰۰ وګړو لپاره د مؤقتې خوندیتوب حالت به په ۶۰ ورځو کې دننه پای ته ورسېږي. دا وضعیت چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې نافذ و، افغانانو ته یې د کار اجازه ورکوله او د ایستل کېدو مخه یې نیولې وه.
د «کاسا» په نوم د مهاجرت ملاتړي سازمان له حکومت سره د TPS د لغوه کېدو په تړاو دعوه وکړه، (چې د کامرون وګړي هم پکې شامل دي د هغوی TPS د اګست ۴مه پای ته رسېږي.) کاسا ادعا وکړه چې دا پرېکړه د نژادي تعصب پر بنسټ شوې.
یوه فدرالي قاضي اجازه ورکړه چې دا دعوه پر مخ ولاړه شي، خو دا یې ونه منله چې د دعوې تر پای ته رسېدو پورې دې د کډوالو قانوني خوندیتوب وساتل شي.
کاسا خبرداری ورکړی چې که TPS ونه غځول شي، نو افغان او کامروني وګړي به له یوه ویجاړوونکي انتخاب سره مخامخ شي:
یا به خپلې کورنۍ، کارونه او ژوند پرېږدي او بېرته هغو هېوادونو ته ستنېږي چې دوی له فزیکي خطر یا حتی مرګ سره مخامخ دي؛ یا به په امریکا کې د قانوني بې برخلیکۍ په حالت کې پاتې شي چې نورې مهاجرتي پروسې پای ته ورسېږي.
د دوشنبې د پرېکړې له مخې، استیناف محکمې ومنله چې د حکومت په وړاندې کاسا “معقوله قانوني دعوه” لري، او ټیټې محکمې ته یې سپارښتنه وکړه چې دا قضیه ژر تر ژره پر مخ یوسي.
همداراز محکمې وویل چې ښایي ډېری کسان، چې د موقت خوندیتوب حالت لری، د خوندیتوب د نورو قانوني لارو مستحق وي، چې لا هم ورته پرانیستې دي.
مؤقت خوندیتوب (TPS) د کورني امنیت وزیر له خوا هغو وګړو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې د جګړې، طبیعي افتونو یا نورو خطرناکو حالاتو له کبله د خوندیتوب اړتیا ولري. دا وضعیت دوی له شړلو ژغوري او د کار قانوني اجازه ورکوي، خو د تابعیت قانوني لاره نه لري.
په عین حال کې دا حالت ثبات نه لري، ځکه له هرو ۱۸ میاشتو وروسته د تمدید پرېکړه د وزیر په فیصلې پورې تړلې ده. د ټرمپ ادارې هڅه کړې چې د اوو هېوادونو د خلکو لپاره دا خوندیتوب ختم کړي، چې تر ټولو ډېر اغېز یې پر وینزویلا او هایتي باندې کړی.
د کورني امنیت وزارت په خپله پرېکړه کې ادعا کړې چې د افغانانو د خوندیتوب وضعیت نور “ښه شوی دی”، نو له همدې امله دا خوندیتوب باید پای ته ورسېږي.