پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+ژوند تصادف نه دی! | لیکواله: حوره

ژوند تصادف نه دی! | لیکواله: حوره

په ژوند کې ځینې داسې لارې دي چې د پخوانیو نسلونو په زیار جوړې شوې دي چې همدې لارو موږ ته تاریخ او هویت راکړی دی خو کله کله باید احساس کړو چې ډېرې لارې یې زموږ لپاره نه دي، ځکه زموږ فردي خپلواکي د ټولنې د توقعاتو تر منځ په جګړه کې ساتي. په افغانستان کې زما د زړه غوښتنې او د ټولنې توقعات په یو ډېر نازک توازن کې قرار لري، خو  ایا دا زموږ لاره ده او یا د هغو ارزښتونو انعکاس دی چې نورو خلکو زما لپاره ټاکلی دی؟

کیسه له دې ځایه پیلېږي چې په ښوونځي کې مې یوې ملګرې د نوي کال په ورځ ډېر خوندور سمنک پوخ کړی و، ما ورته وویل چې دا خو ډېر خوندور دی او څنګه یې پخوې؟. غواړم زه یې هم زده کړم او که دې دا ځل پخاوه نو زه هم ستاسو کور ته درځم.

هغې را غبرګه کړه چې سمه ده، خو باید د شپې له خوا راشې ځکه دا په یوه شپه کې پخېږې.

زه حیرانه شوم او په ورخطایۍ مې وویل دا ولې؟

 هغی وویل زه هم ډېره نه پوهېږم خو د شپې له له خوا پخېږي.

ما بیا ورته وویل چې ایا کوم ځانګړي مواد غواړي چې داسې پاخه شي؟

 هغې بیا وویل چې نه پوهېږم خو زه به مې له مور څخه پوښتنه وکړم او بیا به تاته هم ووایم.

ډېرې ورځې تېرې شوې زه هم د ژوند مصروفیتونو دومره ستړې کړې وم چې نور مې د سمنک د پخولو فکر ونه کړ، خو یوه ورځ مې د ملګرې مور په ناڅاپي ډول ولیده او له روغبړ وروسته مې د سمنک د پخېدو ورته یادونه وکړه.

د هغې رڼې سترګې وځلېدې او ویې خندل، خوله یې ویته لاړه او په تعجب یې وویل چې موږ شل کاله سمنک پوخ کړ خو دا سوال مې ذهن ته راغلی نه دی چې ولې یې د شپې له لوري باید پوخ کړو.

لنډه ساه مې واخیسته او په حیرانۍ مې ورته وکتل، هغې وویل چې زه یوه سپین سرې ترور لرم یوه ورځ مې په دې اړه له هغې څخه وپوښتل چې ترور سمنک ولې خلک د شپې له لوري پخوي، هغې ته راته په خپ او کمزوي غږ وویل:

لور جانې! پخوا چې کله موږ سمنک پخاوه، نو نغری به وړوکی و او  د سمنک مواد به ډېر و، نو ټوله شپه به ورته ناست وو او د سمنک دېګ به مو لړه تر څو د دیګ شاوخوا محتویات د دېګ منځ ته راشي او پاخه شي او د همدې لپاره چې سبا مېلمانه پوه نه شي چې موږ د سمنک د پخولو لپاره کافي امکانات نه لرل.

د ملګرې د مور له خولې مې ټولې خبرې په غور واورېدې او ترې په سوچونو کې روانه شوم. له ځان سره مې خبرې شروع کړې چې که هغه وخت سمنک داسې پخېدل خو د وخت اړتیا وه، د خلکو له خبرو شرم او په یوې بې کفایته ټولنې کې د ژوند سختوالی، خو ولې زموږ ځوان نسل تر اوسه په پخوانیو باورونو او عنعناتو په سترګو پټو عمل کوي او هېڅکله یې دا فکر کړی نه دی چې باید د شپې پوخ شي او همدې سمنک ته ورته زرګونه نور د ژوند خرافات.

کله مو فکر کړی دی چې ځینې وختونه پخواني دودونه او عنعنات موږ په یوه نوي ماټریکس کې راګیروي؟. هغه داسې چې نه مو دومره قدرت موندلی دی چې ترې راووځو او نه دومره جسارت لرو چې په اړه یې له چا څخه وپوښتو تر څو حقیقت څرګند شي.

ولې زموږ وېره له هغه یوازيتوبه ده چې د دې سنتونو په پایله کې موږ ته حاصلېږي؟.

فکر نه کوئ چې موږ خپله ازادي او هویت خپله له منځه وړو؟.

تر کله به افغان نجونې د خپلې خوښې له مینې، زده کړو او ژوند څخه بې برخې وي؟.

په هغه ټولنه کې چې د نجلۍ خاموشي د هغې رضایت بلل کېږي په داسې حال کې چې د ظلم د ټولو دروازو او کړاوونو وروستۍ بې‌وسي خاموشي ده، ځکه که غږېږې نو سپین سترګې، بې‌شرمه او بې حیا ګڼل کېږې او که خاموشه پاتې کېږې ژوند دې اور لولپه کوي.

ولې زموږ چوپتیا تقدیر دی، زموږ وجود په ټولنه کې زخم دی، ولې موږ عزت ګڼل شوي یوو، ولې موږ  د زده کړې لایقې نه یوو، ولې په خپله خوښه د ژوند ملګری نه شو ټاکلی ایا کله مو فکر کړی دی؟.

فکر نه کوئ انسانان یو شان پيدا شوي، یو ډول وجود، زړه، فکر او غوښه لري خو یوازې جنسیت یې توپیر کوي؟

په ټوله کې فکر نه کوئ چې دا یوه دودیزه معما ده، یو ناوړه د مرد‌سالارۍ فرهنګ دی چې له پخوانیو خلکو موږ ته په دودیز ډول راپاتې شوی دی.؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...