چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزپخواني او اوسني ودونه| نجيب احمد عزيزي

پخواني او اوسني ودونه| نجيب احمد عزيزي

ځينې کسان لا تر اوسه هم له دې دواړو نومونو او ورپورې تړليو ځانګړتياوو ناخبره دي؛ نو په دې شرط غواړو لاندې مطلب کې يې توپيرونه وښيو، نور تاسې د ځان په هکله کوم يو غوره کوئ او ښه يې بولئ!؟

په نوې دود او طريقه زیات ودونه کېږي، په دې کې يوازې اختيار هلک او نجلۍ لري، مګر د دوی د پيوستون تار فقط مينه او احساسات دي. په دې رنګ واده کې داسې هم پېښ شي چې له واده وروسته يې په ژوند کې څه ناڅه ستونزې پيدا شي، خو ښه‌والی يې په دې کې دی چې ژر هوارېږي، ممکن درېيم کس ته ډېره اړتيا نه‌شې پکې پيدا، ځکه يو شرط مينه ده دويم د خپلې خوښې انتخاب؛ نو دوی هم نه غواړي پخوانۍ مينه يې بېرته وشلېږي او د کورنيو او خپلوانو پر وړاندې ملامت، خجل راشي.

اوس په دې کار کې خورا بدلونونه او نوښتونه راغلي، مثلاً نننی ځوان/پېغله نه غواړي په پټه خوله د نورو په خوښه کوژدن شي، ځکه د اوسني کلتور له تقاضا سره سم دوی غواړي يو بل چې خاوند/مېرمن يې جوړېږي، يو ځل تر واده وړاندې سره وويني، همدارنګه په دې کې اکثره ځانګړتياوې او معيارونه دي چې دواړه سره پرې قانع او خوښ شي.

د پخواني کلتور لارويان په تېره بیا کليوال او سخت‌دريځي مور او پلار دا يوازې خپل حق ګڼي/ګاڼه چې زوی/لور يې د دوی په خوښه واده ته بې‌له کوم دليله غاړه کېږدي، خو دا کار يوازې د تجربو له حقيقته د ځوانانو/پېغلو د کورني تضاد سبب ګرځي، له مشرانو او د کورنۍ له غړيو ناراضه کېږي. همدارنګه په زور ځينې مذهبي اصول پرې تپل، په واده کې د نجلۍ د کورنۍ له خوا غټ مالي بار پرې ايښودل؛ نو اوس به کوم يو غوره وي؟

دا چې واده يو خطر «ريسک» دی؛ نو پر دې اساس له وړاندې د دوو کورنيو ښه پېژندنه او راشه درشه يې ځواب ويلای شي لکه؛ عمر «سن» دودونه، کورنۍ، اقتصادي حالت، زده‌کړې، شخصي ځانګړنې، «قد او رنګ» دا هغه شيان دي چې له وړاندې يې خبرتيا شرط وه/ده.

کېدای شي په زاړه رواج کې دغو څيزونو ته رسېدل سخت او تر يوه حده له نظره شاته غورځول شوي وو، ځکه خو يې ودونه له جنجالونو ډک او له توقع خلاف ول، مګر په اوسني عصر کې هم بايد پټ پاتې نه‌ شي.

ځوانانو/پېغلو ته فرصت برابرېدل چې د ګډ ژوند په خاطر يو بل سره وويني، هغه خبرې هم وکړي چې د دوی له پيونده يوه ګډه کورنۍ را جوړېږي، د يو بل قوانين او شرطونه سره مطرح شي، خو که په نوي دود ګډ ژوند پيلوي، بیا هم مور، پلار او خوېندې خپلې کومکيانې کړي، ځکه د هغوی ازاد تګ راتګ مهم دی.

له پخواني رواج سره د اوسني توپير دا دی چې وړاندې به دوو کورنيو د هلک او نجلۍ واده کاوه، همدا راز هغه شرایط چې له واده وړاندې په نظر کې نيول کېدل، دوی هېرول يوه کورنۍ به د زوی لپاره په دې اساس د نجلۍ مرکې ته ورتله چې په مروجه اصطلاح «زړه را پورته کړي او په کور کې يې خوښې راشي» همدارنګه لويه خبره به دا وه چې په «مېنه کې مو ميراث خور پيدا شي» په ټوله کې دوی يوه نجلۍ زوی ته په دې شرط نکاح کوله چې خدای لمسيان ورکړي مېنه يې ټينګه شي.

نو هاغه شرایط چې له واده وړاندې په نظر کې يې نيول مهم دي، برعکس د نجلۍ کورنۍ به له واده وروسته د زوم د کورنۍ، کار، ناروغې، اقتصادي وضعيت پوښتنه کوله. هغه ودونه چې په پخواني رواج کېدل تر ډېره د «سن» عمر په پام کې نه نيول کېده، وړې نجوې به سپين‌ږيرو ته ور کول کېدې، په هر لحاظ د هلک او نجلۍ دايره پکې کمه، کم‌رنګه وه.

په اوسني رواج کې چې مسوول يوازې هلک او نجلۍ دي، د دوی د مينې او ښې پېژندګلوي له امله هيڅ شی ممکن پټ پاتې نه‌شې، خو بيا هم په دې برخه کې دوو کورنيو مشورې ځوانې طبقې هلک/نجلۍ ته زیاتې ګټورې تمامېدای شي.

اوس چې زاړه رواجونه ورو ورو په کنده کې لوېږي ځای يې عصري هغه نيسي، ودونه په همدې رواجونو کېږي، تقاضاوې هم پکې مختلفې شوې دي، تر ډېره يې رول ښه او کامياب دی، خو ټولنې ته په اقتصادي لحاظ څه ناڅه ځپونکی دی، مثلاً ځينې کورنۍ که د هلک او نجلۍ خوښه هم پکې راشي، شرایط پرې لګوي د هلک کورنۍ مجبوره ده چې په هوټل کې واده وکړي يا زیات مصرف ته يې اړ کړي؛ نو دا چې اوس يو دود ګرځېدلی يوه په اقتصادي لحاظ ژوبله کورنۍ چې دا لګښت ته اوږه نه‌شې ورکولای، واده يو خنډ ورته ښکاري.

په هر لحاظ چې اوسني ودونه د خاوند او مېرمنې تر منځ کامياب، له ګډ ژونده خوښ دي شرط يې له وړاندې د يو بل ليدل، خبرېدل او ګډې ځانګړنې دي، مګر يو شی چې زیات مصارف دي ودونه يوازې له همدې زاويې ټولنې ته خنډ ښکاره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب