یکشنبه, مې 19, 2024
Home+کوم یو د انګلیس جاسوس و، سید احمد که سیدجمال الدین افغان؟

کوم یو د انګلیس جاسوس و، سید احمد که سیدجمال الدین افغان؟

افغانستان په یوه پېړۍ کې،

 په افغانستان، د هند سیاسي کړکیچ اغیز

۷ څپرکی

 استادشهسوار سنګروال

هند دخزانو وطن واودسروزرو په مرغۍ نامتو و،دعجایبواوافسانو وطن یې باله … نوځکه په هند کې دختیځې کمپنې له جوړېدو وروسته ، بریتانیا غوښتل وروروخپل سیاسي اغیزته پراختیا ورکړي،هند ولکه کړي اودسیمې هېوادونه هم ترخپل اسټعماري ګواښ لاندې راولي.

ولې بیا هم داهرڅه اسانه اوارزانه نه ول، که څومره یې ولسونه وکړول،دوۍ هم په دغه لاره کې ډېرې ستونزې وګاللې، چې دڅوبېلګولنډیزیې دا سې دی:

 ۱ـــــ په ټولنیزلحاظ یوه لویه اودرنه پېښه هغه وه چې محمدبن قاسم دحجاج بن یوسف سقفي په سپارښتنه هند ته مخه کړه اود اسلام ددین خپریدو لپاره یې لاره اواره کړه … ورپسې غزنویانو، غوریانو، تیموریانو،لودیانو،بابریانو،سوریانواوابدالیانو، له یوې خوایې دهند خزانې خپلې کړې اوله بلې خوایې هند کې دخپلې عقیدې له مخې دواک اوځواک بنسټ ته لاره پرانسته.

۲ـــــ برېتانوي ښکیلاک هم په ۱۷مې پېړۍ کې دختیځې کمپنۍ بنسټ کېښود، ولې داورنګ زیب (۱۷۰۷کې مړ) ترمهاله انګریزانو یوازې دایوه سوداګریزه کمپنې بلله ،خوله ده وروسته مغلي ټولواکمنۍ کمزورې سوه اوانګرېزانو بیا دخپل سیاسي واک  پراختیا ته ملا وتړله.

ولې بیاهم دمسلمانانو یوه مشرامیر سراج الدوله په۱۷۵۷کال دانګریزانوپه مرکزبنګال برید وکړ،خو دانګریزجاسوسانو له ده سره خیانت وکړاوله له ماتې سره مخ سو.

دهندي مسلمانانو په لړکې یوهم حیدر علي و،چې په ۱۷۸۱کال یې د بریتانیا او فرانسې له اختلاف نه استفاده وکړه اودیوه پاڅون په ترڅ کې انګریزان وګواښل، خو دده نامتوزوې تیپوسلطان دخپل پلار په څېردانګریزانو پر وړاندې ودرید،ولې بیاهم له انګریزانو سره په مخامخ جګړه کې په۱۷۹۹کال ووژل سو.

۳ـــ د۱۸۵۷ کال انقلاب بیادسیاسي اومذهبي شعور لپاره دومره انګریزانو ته خطرناک او له ګواښ ډک وو،چې د« نهرو » خبره انګریزانو له دې وروسته له هندوانو نه په مسلما نانوډېرظلمونه وکړل اودوۍ یې له هندوانو خطرناک وبلل.

د۱۸۵۷کال انقلاب، نه یوازې مسلمانان په هند کې پاڅونونوته راوبلل ،ان هندي زرتشتان هم پاڅون ته وهڅېدل .

انګریزانوکوښښ وکړچې دمسلمانانوپر وړاندې دقادیانیانو او «بهایي یانو» پرنوم مسلمانان دهغوۍ پروړاندې راپورته کړي،ولې بیا هم رښتني مسلمانان له دې ونه ډارسول ،بلکې د « دېیوبند» په سیمه کې دمولانا قاسم زوې دیوې مدرسې بنسټ کېښود . مولانا قاسم چې دنانوتاپه سیمه ۱۸۳۲ کال وزېږیداواسلامي زده کړې وکړې،په ۲۵ کلنۍ کې دهندوستان په انقلاب کې ګډون وکړ اوبیایې مسلمانان یووالي ته راوبلل،خونوموړی په ۱۸۷۹ کال ومړ .

۴ــــ د دې لارې یوبل سترعالم محمود حسن و،چې دهند په ازادي کې دانګریزانو پر وړاندې راپاڅېداودخپلومبارزوله مخې ده ته دخلکو له خوا دهند دپلار( شیخ الهند ) لقب ورکړ سو،چې بیاپه ۱۹۲۰ کال دانګرېزانو له خوا بندي شو .

ولې ددې مدرسې پروړاندې د« علي ګړ» په نوم یوبله مدرسه دسرسید احمد له خوا جوړه شوه اوهغه وخت چې په ۱۸۵۷کال انقلاب وسودی په همغه ښار کې و،ولې له هغو سره یې ورته نظر نه درلود .

 دسیداحمد، انقلابي ضد چلن دانګریزانو لپاره دپام وړ وګرزیداوان دده مدرسه په ۱۹۲۱ کال په رسمیت وپېژندل شوه چې په پاې کې دعلیګړ په نوم پوهنتون ته یې ترقي وکړه .

ددغه اختلاف په نتیجه کې دوه فکري مکتبونه مینځته راغلل، چې په پاې کې دعلیګړمدرسه ددیوبنددمدرسې پر وړاندې سیاسي ډګر ته راووته اودغو دوه فکري نظرېیوته لاره پرانسته اومسلمانان یودبل په وړاندې ودرېد ل .

له دې نه خطرناکه خبره دسید احمد په تفسیر کې داوه چې دټولو مسلمانانو احساسات یې راوپارول او داحمدامین دکتاب له مخې ( ۱۳۱ مخ ) داسلام د سترپیغبراوقرانکریم په تړاوناسمې څرګنونې وې، نوځکه خو ددیوبندعلماودی تکفیر کړاوکله چې دی ۱۸۶۹کال انګلستان ته لاړنور هم دمسلمانانو دنفرت وړ وګرځېد .(وګورۍ زعما الاصلاح مخ۱۳۱)

۵ ــــ سیداحمدخان نه یوازې له دیوبندیانوسره ستونزه درلوده ،بلکې سید جمال الدین افغان سره یې هم دنظر اختلاف درلود .

سید جمال الدین افغان دامیر شیرعلي خان دواکمنۍ په مهال له افغانستانه ووت او په ۱۸۷۹کال له مصر نه هند ته په داسې وخت کې ورسېد چې سیداحمد خان په هند کې بلوا ګډه کړې وه .

د « نیچرییزم » دلیکنې په تړاوسیداحمدخان اوملګري یې سید جمال الدین افغان ته په لومړي سرکې په ښه نظر ول،ولې کله چې دحیدر اباد دمدرسې یوه مدرس له سیدجمال  الدین افغان نه دیوه لیک په ترڅ کې دنیچریزم دبداعت پوښتنه وکړه ، نوسیدجمال الدین افغان په ځواب کې ووېل ، « په دغه رساله کې دبداعت ریښې اوتاریخي بهیرله پخوانۍ زمانې نه تراوسه پورې بیان شوی دی اوکوم څه چې اسلام ته په ګټه اوزیان دي … هغوته هم ګوته نیول شوې ده . »

داهمغه رساله وه چې شیخ محمد عبده ، دعارف افندي،چې دسیدجمال الدین افغان له شاګردانو څخه وو، په عربي ژبه « الردعلی الدهریین » تدوین کړه .

وروسته څرګنده سوه،چې دده عقیده دسیداحمدخان په وړاندې داسې وه ،لکه څرنګه چې دهند دنوروعلماوونظریه وه اوهغه یې په الحاد اوبې دیني تورن کړی واو دهغه افکار یې تقبیح کول .

دهند دعلماوونظر داوو،چې « احمد خان اوپیروان یې منافقان بلل » اوسیدجمال الدین افغان هم خپله عقیده ،په  «عروت الوثقي » مهالنۍ کې چې له پاریس نه خپرېده په ډاګه کړه.

نه یوازې نوموړی په دې عقیده و، بلکې دعلیګړ دپوهنتون یوتن محصل ،دهند نامتو تاریخپوه سید طفیل احمد هم دسید جمال الدین افغان اوددیوبندیانو ، دهغو خبروپخلی کړی دی ،چې دسید احمدخان دعقیدې په اړه یې کړي دي .

بیاهم یوشمېر څېړونکو دده ځنې هڅې ستایلي دي ، په ځانګړې توګه دغه ډله ټینګار کوي، دی واودده یوشمېر شاګردان ول چې دپا کستان تاسیس ته یې لاره اواره کړه .

انګریزانودخپل واک په مهال یوشمیرهندي ځوانان مسلمانان اوهندوان دلوړو زده کړو لپاره هندوستان ته واستول ،چې دخپلو زده کړو په ترڅ کې دبریتانیا له دموکراسۍ سره هم اشنا سول‌ .

کله چې بېرته هندوستان ته راستانه شول ، نودا هغه مهال دی چې دهند په لویو ښارونو کې سیاسي ناستې ولاړې ډېرې شوې وې،چې موږ کلکته اوبمبي دساري په توګه یادولی سو .

دهمدې سیاسي هڅو په لړکې د« جمیعت اصلاح په نوم » دیوه سیاسي خوځښت دجوړېدو تابیا وشوه ،چې بیا همدغو کسانود « کانګرس » بنسټ ته لاره خلاصه کړه .

لومړنۍ غونډه چې په ۱۸۸۵کال د « بونارجي » په مشري ترسره شوه، ده په خپله وینا کې ووېل،بریتانیا دهند په ګټه ډېرکارونه سرته رسولي دي …

دګانګرس دجوړېدو په تړاو داسې انګېرنې هم شتون لري چې په لومړي سرکې ددې ګوند دجوړېدو هڅې انګریزانو پیل کړې او مسټرالن هیوم ، ددې ګوندجوړېدونوښتګربلل سوی دی.

۶ــــ دکانګرس د رهبرانوپه لړ کې یوبل تن ګوپال کرشنا ګوګیل وویل، « دهند سیاسي خیر په دې کې دی ،چې له برېتانیا سره خپلې دوستانه اړيکې وساتي .»(الهند والغرب ۲۲ مخ )

ګانګرسیانو کوښښ کاوو،چې مسلمانان هم په ګانګره کې رادننه کړي اوپه لومړنۍ ناسته کې دبمبېي نامتو سوداګرسید رحمت الله هم ونډه درلوده ،چې دګډونکوونکوشمېر۷۸ تنو ته رسېده .

دویمه غونډه چې دبونارجي په مشرۍ په کلکته کې چې هغه مهال دهند مرکزوجوړه شوه (۱۸۶۸م) دغړوشمېر یې ۴۳۶تنو ته رسېده،چې ۸۳ تنه په کې مسلمانان وو.

لومړي سرکې انګرېزانو دګنګرې په جوړولو کې مرسته وکړه ، ولې کله چې ولیدل ، دهرې ورځې په تېرېدودپراختیا اوپرمختیا په حال کې دی ددوۍ اندېښنې یې زیاتې کړې .

الفسټون په ۱۸۲۱کال ولیکل،تقسیم یې کړۍ حکومت پرې وکړۍ اوسرجان ملکم هم وویل ،که غواړودهند په دې پراخه ځمکه حکومت وکړو،خلک یې پخپلو کې ووېشۍ …

« جان مینور» دبریتانیا دپارلمان غړي دپنجاب والي ته ووېل،دهندوانواومسلمانانو نایووالی اوبې اتفاقي دانګرېزانودواک په مهال رامینځته شوه .

انګریزانو له همدې وېرې ،دسیداحمد په څېرکسان وروزل اوبیادمستر بیګ په کوښښ د«ّهېوادپالوټولنه » جوړه شوه اوسید احمد اعلان وکړ چې په کنګره کې دمسلمانانوګډون جایز نه دی،چې بیا کنګره په دوه برخو ووېشلی شوه .

ولې دسید احمد دحزب پروړاندې شیخ عبدالقادردهیانوي،مولانا رشید احمد ګنګویي اوددوۍ ځوان شاګرد مولانا محمودوویل،چې مسلمانان بایددګنګرې سره مخلفت ونه کړي ،خو مستربیګ وویل ،دمسلمانانو ګډون مطلق حرام دی .

دانګریزانو بل ګام داوو چې مسلمانانو ته یې په پارلمان کې ځانګړې چوکۍ وټاکلې اودهمدې پریکړې له مخې په ۱۹۰۶کال،نواب محمداسمعیل،نواب محسن الملک،اقاخان چې دغه مهال په برېتانیا کې وو،ددې وړا ندیز هرکلی وکړ اومسلمانان چې ټول عمردانګرېزانو مخالف وو، له خپل چلن نه لږو زیات را وګرځېدل .

دلته دی چې مسلمانانوپه ۱۹۰۶کال دډسمبرپه ۳۰مه دنواب وقا رالملک په مشرۍ دمسلم لیګ په نوم دیوه سیاسي جمیعت بنسټ کېښود .

په دغه جمیعت کې ترډېره بریده اشراف اوشتمن خلک راټول ول ،داسې کسان په کې نه ول لکه څرنګه چې مولانا محمودالحسن،مولانا رشید احمد اومولانا محمد قاسم چې په ۱۸۵۷ کال یې دانګریزانو پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړ .

دفرانسې نامتو لیکوال رومن رولان وایي،دهندمسلمانان هغه زړورکسان ول چې دخلافت په کنفرانس کې پریکړه وکړه ،که چېرې دهند دولت ددوۍ له غوښتنوسرغړونه وکړي  ، نوددولت پروړاندې به ودرېږي،چې ګاندي هم ددوۍ دخبرو پخلی وکړ .

۷ ــــ  ددغوسیاسي پېښوپه رڼاکې ګاندې د ځا ن لپاره د« عدم تشدد » دغورزنګ لاره پرانسته اودی پخپله د۱۹۰۸کال دهغه زندان کیسه کوي،چې دی په کې بندي و : « یوه ورځ مې د زندان مسول ته وېل،یوکار وکوه چې په خوړوکې لږ مالګه واچووم اوده په جواب کې ووېل ، ښاغلیه!دامیلمستون نه دی چې ته ورته راغلی یې،چې ته ترې خوند واخلې !!

ګاندي چې داخبره واورېده اوبیا چې له زندان نه ازاد شو ، نووې وېل انسان ولې دخپلوهیلواونفس نوکر شي ؟ یا ولې دخپل ژوند په بهیر کې ، له خپلو ناکا مېیوزده کړه نکوي ؟؟

همدالامل وو چې ده بیا دمالګې اوچاې له څښلو نه ډډه وکړه، هم یې روزه ونیوله اوخپلې کورنۍ ته یې هم ووېل ،چې دوۍ هم ځان وازمویي !!

حال داچې ، کله مولا نا حسرت مهاني دکنګرې لپاره لایحه وکښله اوټینګار یې وکړچې دکانګرس لویه موخه له انګریزانو دخپلواکۍ ګټل دي… خودغه لایحه دګاندي له غبرګون سره مخ سوه اورد یې کړه  .

ولې ګاندي وروسته دهغه شخصیت وستایه اووې وېل،رښتیاهم چې دی یورښتنی مبارزدی سره دهغې چې موږ په وار وارد نظر اختلاف درلود .

دهند دمسلمانانویوبل نامتوعالم د « دشاه ولي الله دهلوي » زوې مولانا شاه عبدالعزیزدهلوي،خپله تاریخي فتوا داسې وړاندې کړه :

« دهنداسلامي هېواد انګریزانو دجګړې ډګر ګرځولی دی،په کار دی چې هرنرمسلمان اوهره ښځه مسلمانه دانګریزانو پروړاندې ودریږي،چې انګریزان اړشي اودهند هېواد پریږدي، ځکه چې انګریزان دمسلمانانودښمنان دي … »

( تاریخ الاسلام فی الهند ۳۵۲ــ ۴۱۲ ـــ ۴۲۵مخونه )،ولې له ټولو نامتودیني عالم مولانا محمودالحسن و،چې له انور پا شا اوجمال پاشا سره یوځاې یې له هند نه دانګریزانودایستلو هڅه کوله .

مولانا ابوکلام ازاد هم ووېل،موږ باید دخارجانوپر وړاندې وسله وال پاڅون وکړو او  ظالم، مسلمان حاکمان هم پرې نږدو چې په مسلمانانو اوانسانانوبا ندې تېری اوبریدونه وکړي .

۸ ــــ دنهروله څرګندونو نه برېښي،چې ګاندي اونامتوفیلسوف شاعر« ټاګور » هم په لومړي سرکې دخپلواکۍنظریه په سرکې نه درلوده،ولې عامو هندوانوله مسلمانانو سره ددې نظرې پخلی کاوو،چې هند خپلواکي ترلاسه کړي اوان تردې چې هندوان دډهلي جامع جومات ته راغلل اوله مسلمانانو سره خپل یووالی اعلان کړ ، چې ګاندي هم پخپلویادښتونو کې ورته اشاره کړې ده اوان ددې خبرې یادونه هم شوې چې هندوانو له مسلمانانوسره دنږدي والي په موخه په لوې اختر کې دمسلمانانو غوندي غوایان قرباني کړل .

ګاندې چې ولیدل هندوان اومسلمانان دانګریزانو پروړاندې خوله په خوله دي ، نوبیایې له نږدې دوستمولانا محمدعلي سره چې تل به ډیلي ته راغی نوشپې به یې له ده سره کولې ،نوسیاسي مشورې یې ترې واخسته،چې غواړي مسلمانان اوهند وان سره نږدې کړي… ولې کله چې دی دګانګرس مشرسواوګانګرې چې دمسلمانانوپر وړاندې سخت دریځي ته مخه کړه،مولانا محمد علي ترې مخ واړوو .

محمد علي جناح بیا کوښښ کاوو ،چې دمولانا محمدعلي په څېر شخصېتونه ځان پسې روان کړي ، چې د پاندېت مالاویا په څېرمتعصب هندوان ترشاوتمبوي اودغه پاندیت په دغه وخت کې د« مذهبي جمېعت » رهبرو .

نهروددې خبرې پخلی هم کړی دی ، چې ویلې دي لومړی سړی چې دپاکستان نغمه یې وکښله،هغه سترشاعراونامتو فیلسوف ډاکتر محمد اقبال ،چې غوښتل یې هندووېشل شي او دمسلمانانومستقل دولت جوړ سي اوداهغه مهال دی چې مولانا محمد علي اومحمدعلي جناح دواړه لندن کې وو.

۹ ـــــ هغه وخت چې اقبال دمسلم لیګ مشرغوره سو، محمد علي جناح له دېروناهیلېیو سره په بریتانیا کې اوسېده … پاکستان غوښتونکویوشمېرکسانو ۱۹۳۲کال بریتانیا ته سفر وکړاوله محمد علي جناح نه یې وغوښتل چې هند ته راشي ، ولې دنوموړي سیاسي ګیلې اوناندرۍ دومره ډېرې وې ،چې د دوۍ غوښتنو ته یې غاړه کېنښوده .

په ۱۹۳۳کال نواب زاده لیاقت علیخان انګلستان ته لاړاوهغه ته یې رسمي بلنه ور کړه ،چې هند ته ر اشي اوخلک تاسوته ضر ور یت لري اوتاسو یوا زینی شخصیت یې چې ولس تاسو غوا ړي اوستا په راتګ به په مسلم لیګ کې نوې ساه وچلېږي .

دا داسې مهال دی چې مسلم لیګ ګوند خپل نامتو ر هبر مولانا محمد علي له لاسه ورکړی واوپه ۱۹۳۱کال ومړ اویوبل تن دمحمد شافعي په نوم چې کلونه کلونه په دې ساز مان کې  تېرکړې و، ددې ګوند له مشرانو څخه ګڼل کېده هم مړ شوی و.

له یوې خو اپه مسلم لیګ کې د رهبرۍ تشه موجود وه اوله بلې خوا بریتانوي چار واکوته یومنلی شخص و، نوپه ۱۹۳۴درایوپه اتفاق پریکړه وشوه چې جناح دې ترپایه پورې دمسلم لیګ رهبر وي .

دادې محمد علي جناح اوانګریزانو غوښتنه وه،نو پر همدې بنسټ محمد علي جناح هند ته راستون شواوکله چې په ۱۹۳۸او۱۹۴۲ په هند کې ټولټاکنې وشوې،مسلم لیګ یوڅه بریالیتوبونه ترلاسه کړ ل .

تر دغه مهاله هم محمد علي جناح دهند دویش په فکر کې نه وو،ولې اقبال له ۱۹۳۰ کال نه په دې فکر کې واوکوشش یې کاووچې جناح هم باید دده دفکر پخلی وکړي .

په ۱۹۳۷کال ده دیوه لیک په ترڅ کې له جناح نه وغوښتل،ایا ددې وخت نه دی چې دمسلمانانویوحکومت جوړ کړو ؟ داچې په جناح داقبال فکري اغیزپروت واومسلم لیګ هم ترډېره بریده دداډول خوځښت پخلی کاوو،نوجناح چې دانګریزانونظرهم ورسره و دېته غاړه کېښوده  .

حال داچې دپاکستان دجوړېدوپه اړه ،په ۱۹۳۳کال ددې طرحې ،(داستادقدري قلعجي په اند) له مخې اقبال نه دمسلم لیګ غړو توضیحات وغوښتل ، هغه ور ته ځواب کې ووېل هو،خوډېروته یوه خیالي نظریه معلومه شوه .

اقبال  په ۱۹۳۸ کال داپر ېل۲۱ مه ومړ،خو دده نظر یه اوطرحه مسلم لیګ ونه منله اوکله چې په ۱۹۳۹ کال دویمه نړیواله جګړه پېښه شوه،په دغه وخت کې دهند نایب الحکومه لارډ لینلیتګو و اوهغه اعلان وکړچې هند باید په نړیواله جګړه کې ورګډ شي .

ګاندي دخپلوسیاسي اومذهبي عقایدو له مخې اعلان وکړ،چې دوۍ په جنګ کې برخه نه اخلي باید له هټلر سره دروغې جوړې له لارې چلن وشي ، ولې یوې بلې ځواکمنې جبهې دابوکلام ا زاد په رهبرۍ ووېل ،په هغه صورت چې له جنګ نه وروسته انګر یزان دهند ازادي ومني باک نه لري .

دابوکلام ازاد طرحې په ګانګرس کې کړ کېچ ر امینځته کړاوپه دې پریکړه وسوه ،که چېرې له جګړې وروسته دهند خپلواکي په رسمیت پېژندل کېږي په هغه صور ت کې هند کولی شي په جنګ کې برخه واخلي .

همدالامل و،چې دامریکا ولسمشرروزولټ په بریتانیا فشار راووړ،چې دهند په اړه په خپل سیاست کې بدلون راولي اودهند دخلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

ولې مسلم لیګ دهند دویش خبره جدي کړه اوجناح په لاهور کې دمسلم لیګ غونډه جوړه کړه اودیوه تاریخي پریکړه لیک له مخې داقبال دنظرې ملا تړ وکړچې په ۱۹۳۰کال یې دمسلمانانو دحکومت غوښتنه کړې وه .

مسلم لیګ له انګر یزانو سره په تفاهم اوانګریزان هم په دې فکر چې که کنګر س دهند خپلواکي غواړي،نوبیاخودمسلم لیګ نظریه دهند دویش پربنسټ دبریتانیا په ګټه دی ، نوځکه خودبرېتانې صدراعظم چرچل داغوره وګڼله،چې له یوې خوا دامریکا جمهورریس روزولټ په دوۍ فشار راوړي،چې دزاړه استعمارکمپله په ټولیدودی اوله بلې خوامسلم لیګ داقبال دنظرې پخلی کوي ، نوځکه یې دبرېتانې له ملکې elizabeth alexandra mary windsor سره په مشوره ووېل،we need abit of indai  موږ دانډیایوموټی خاورې ته ضروریت لرو .

په پاې کې دوه سترګوندونه کنګره اومسلم لیګ یودبل پروړاندې ودرېدل اودکنګری یونامتو مشر« راجا کوپال شاري » ،چې دمدراس وزیر اودکنګرې یوپخوانی مشر وو،دمینځګړیتوب دنده په غاړه واخسته اودمسلم لیګ ددوه نظرېیوپه ترڅ کې یوموهم نظر داووچې پاکستان باید جوړ شي … ولې کانګرس ووېل ، دوۍ به داهیڅکله ونه مني چې هند ووېشل شي .

کله چې د راجا مینځګړیتوب ناکام سو، نوبیا یې له دندې استعفا وکړه اوله کنګرې نه ووت اوکله چې ګاندي په ۱۹۴۴کال له  زندان نه ووت،د راجا په ټینګارګاندي په ۱۹۴۴کال دسپتمبرپه ۹مه نېټه دجناح په کور کې خبر وته اړکړاوهم یې دوام ور کړاو

د ې خبرو ۲۰ورځې دوام وکړ ، ولې ګاندي دجناح دغه وړاندیز ته غاړه کېنښود ه چې هند ووېشلی شي ،خودایې ومنله چې دمسلمانانویوه خپلواکه اداره جوړه شي،ولې دمرکزي حکومت ترکنترول لاندې به وي.

یوې نامتو لیکوالې «امینت السعید» پخپل کتاب «مشاهدات فی الهند» کې لیکلي دي، سره ددې چې ګاندي ډېرصفتونه درلودل ،ولې مذهبي تعصب یې هم درلود اواستاد عقادهم تینګار کړی دی،چې ګاندي یوستر انسان و،ولې یو« برهمنی » شخص واو د

« آهیمسا» ترفکري اغیزلاندې و. (دغه کلیمه د برهما مذهب یوه غوره ځانګړنه ده،چې ،آ، دنفې په مانا اوهیمسا دتعدي اوبدې په مانا)

جواهرلال نهروهم پخپلوڅرګندونو کې دېته اشاره کړې ده چې دګاندي جي ځنوکړو وړو زه هم نا رامه کوولم … ګاندي د« راماراج» لرغونی پېریوطلایي عصر ګاڼه ، چې بیا راغبرګ شي  . » (وګورۍ زندګي من ۱۲۷مخ)

ولې نهرو محمدعلي جناح هم تورن کړ چې دی غواړي هندوستان ووېشي ،ولې کله چې مستر بیورلي نیکولس له جناح سره وکتل دنهرودڅرګندونویادونه یې وکړه ،ولې جناح ووېل څوک چې زما په نیت شک کوي،مانا یې داده،چې دانګریزانوپه قول اونیت هم شکمن دي.

« بیورلي» بیا له جناح وپوښتل ،چې تاسو انګرېز انو ته وايې، اول هند ووېشۍ اوبیا ووځۍ !؟ جناح وویل ، سم پوهېد لی ، بیخي همداسې دی … دجناح له دغو څرګندونو وروسته یوشمېررسانېیو ووېل ،دې خبرودهندوستان دپېښوقاعده په بشپړه توګه واړوله ،چې اوس ویل کېږي ، یووالی ر امینځته که حکومت وکوه…

تفر قه واچوه اوبېرون ش‍‍ه … !؟

۱۰ــــ په ۱۹۴۷کال دجولاې په میاشت کې دپښتونستان په اړه یوه جعلي رېفرنډم وکړ چې ګنې د« صوبه سر حد » سیمې خلک غواړي چې پاکستان سره یوځاې شي،که څه هم دسرحدکانګر س له رېفرنډم نه پریکون وکړاودپښتونستان په نوم یې دخپلواک دولت غوښتنه وکړه اوپا کستان چې له انګریزانو سره دمقابلې په نتیجه کې نه، بلکې ددوستۍ په پاېله کې مینځته راغی اودمسلمان نیشنلیزم په اړه لیکل شوي اثاریواړخیزه بڼه لري .

پښتونستان په پنځوانجنسېیواویا ولایتونوویشل شوی و، لکه ملکنډ،خیبر،کورمه،شمالي وزیرستاناوجنوبي وزیرستان ،چې هرې اینجنسۍ پولیټېکل اېجنټ اویواستازی درلوده.

په شمالي وزیرستان کې په۱۹۳۰کال یوستر پاڅون وشو،چې هغه داسلام بي بي کیسه وه چې یوه هندۍ نجلۍ له مسلمان سره واده وکړ.

دهند په دغه مهال تاریخ کې دعبدالغفار خان یادونه هم لږوډېره سوې ده،چې نوموړی له یوشمېرکسانو سره اشناشولکه دترنګزوحاجي صاحب اوابوکلام ازاد(دکانګرس نامتو غړی ) اونور،خودی ډېر زرد۱۹۱۹کال په شاو خواکې د« خلافت » تحریک غړی شو او په ۱۹۲۰ کال له یوې ډلې سره افغانستان ته کډه شو،ولې بېرته زرراستون اوداصلاح افاغنه خوځښت ته یې لاره اواره کړه.

له دې سربېره دخلافت تحریک ایالتي مشر وټاکل سو،لکه په ۱۹۱۹کال کې چې بندي شو،داځل ۱۹۲۱ کال بند ته واچول شواوتر۱۹۲۴ پورې بندي واوبیایې په ۱۹۲۸ کال«پښتون مجله » خپره کړه.

په ده دګاندي اغیز چې هغه دعدم تشد نظریه وه ، ده څوارې له ګانګرس سره پریکون وکړ ، ولې په بشپړه توګه یې پرې نښود…ولې دده مشر ورورډاکتر خان چې طبي کورسونه یې په بریتانیا کې ویلي ول اوله لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته چې فرانسه کې یې دنده درلوده ،له خپلې بریتانوۍ میرمن سره هند ته اوله هغه ځایه پېښور ته راغی اوپه سیاست(۱۹۳۱ــــ ۱۹۳۲) کې ښکیل سو،په ځانګړي ډول دکانګرس پلوی واوباچا خان بیا دافغان جرګې په نوم خوځښټ رامینځته کړاوپه پښتون خواکې لوې اووړې جرګې جوړولې اوله دې سربیره یې ۱۹۲۹کال دخدایي خدمتګاربنسټ هم کېښود،چې دهمدې کال په پاې کې ګانګرس په لاهور کې غونډه وکړه اودبشپړخپلواکي تګلاره یې اعلان کړه.

تردغه مهاله افغان جرګه اوخدایي خدمتګارلادټول هند دملي کانګرس غړي نه و،خوکله چې په صوبه سرحد کې مارشالا نافذه سوه ،نوپه ۱۹۳۱ کال په رسمي توګه کانګرس سره یوځاې شول.

۱۱ــــ بل لورته مسلم لیګ په ۱۹۳۷کال پارلماني غونډه وکړه،قیوم خان چې مسلم لیګ ته دنږدې کېدو په حال کې و،بلنه ورکړ شوه ،خودناروغۍ له کبله یې ګډون ونکړ،خودهغه صوبایي وزیردچارسدې خان بهادر سعدالله خان دمسلم لیګ صوبایي ریس ګډون کړی و.

دکننګم او دسکندر میرزا ترمینځ خبرې، له بریتانې نه دقلي خان ملاتړچې له رابنسن سره یې کار کا وو، پیرماڼکی،دترنګزوحاجي صاحب زوې پاچاګل،شیر پاو خان بهادرخان ،نواب ظفر علي،تاج علي اونوردباچاخان دلارې مخالفت وکړ .

په ۱۹۴۳کال دمسلم لیګ ریس اورنګزیب خان په ایالتي اسمبلې کې دکابینې دجوړولو هڅې پیل کړې اودکننګم دراضي کولو لپاره یې هغه سره خبرې وکړې،عبدالرب نیشتردمالېې وزیراویوشمېر نوریې په بیلابېلووزارتونوکې په دندو وګمارل .

په ۱۹۴۶کال ټاکنې کانګر س وګټلې اوډاکترخان دسر حد په ایالت کې حکومت جوړ کړ، خودباچاخان نږدې ملګری عبدالغفورخان مسلم لیګ ته واووښت اوحال داچې ډاکتر خان ، نهرو ته ویلي و،چې ټول پښتانه له ده سره ولاړ دي ،خوکله چې دی له نهروسره وزیرستان ته لاړ،ملک خیسور،له نهروسره روغ وبړوکړاوډاکترخان ورته ووېل،ولې دې ماته لاس رانکړ ، هغه ورته ووېل،ځکه هغه خپلو خلکو ته خدمت کړی اوتاهیڅ نه دي کړي.

دغه حقیقت هغه وخت په ډاګه سوچې دهند ملي کانګرس پاکستان ومانه،نونهروخپل پخواني ملګري په تش میدان پرېښودل اودهند وایسراې بټن ووېل ،ترهغې دهند دخپلواکي خبرې بې ګټې دي ترهغې چې دسرحد برخلیک نه وي معلوم شوی!؟

هغه وچې دبریتانیا دمرکزي حکومت په سپارښتنه دبټن ترڅارنې لاندې ریفرنډم جوړ سو…دجون په ۲مه نېټه بټن ،نهرو،پټیل،کري پالاني له کانګرس نه  اوجناح ،لیاقت علی خان اوعبدالرب نشترله مسلم لیګ نه  دوۍ سره غونډه وکړه اودخپل حکومت پلان یې ورته په ډاګه کړ.

دواړو لورو یې ژمنه وکړه چې پلا ن عملي کړي … باچا خان له خپلو ملګرو وغوښتل،چې لږ ترلږه ریفرنډم کې دخپلواکۍ التر ناتیف شامل کړي…سرورته وخوځول شو خوعملي اقدام چا ونه کړ او د سرحد کانګرس غړي لاس تر زنې پاتې شول اوځنو چې ولیدل باد له کومې خوچلېږي لوری واړوو.

۱۲ــــ خان غفارخان هم په ۱۹۴۸په فبرور ي کې کراچۍ ته لاړ او د اسمبلې په غونډه کې د وفادارۍ لوړه وکړه اوپه ۱۹۴۸ کال د مارچ په میاشت کې محمد علي جناح پیښو ته راغی اودګورنر په ماڼۍ کې باچاخان ورسره ولیدل اوغوښتنه یې ترې وکړه چې ددوۍ مرکزسردریا ته راشي،خوهغه انکار وکړاوور ته وې وېل، تاسې ټول په مسلم لیګ کې شامل شئ.

غني خان چې په ۱۹۴۶ کال دځلمي پښتون په نوم دځوانانو یوسازمان جوړ کړی واو په ۱۹۴۷ کال ددوۍ شمېر«  ۲۵۰۰۰ زروتنوته رسېده اوپه بیرغ یې دوه تورې کښل سوې وې ،غوښتل یې دعدم تشددخلاف دپښتونستان خپلواکي ترلاسه کړی اوقاضي عطا والله خان هم چې دعایداتووزیر ود مې په ۱۳مه ۱۹۴۷کال دپښتنوخپلواک حاکمیت وغوښت.

سره دهغې چې خدایي خدمتګار په ریفرنډم کې برخه وانه خسته بیاهم دپاکستان په پلوۍ راې ډېرې وې ،چې ددې یوبل ستر لامل داووچې دمسلم لیګ په صندق قرانکریم اودکانګرس په بکس بیا دهندوانوکتاب ایښودل سوې وو.

نتیجه داچې دهند سیاسي اواقتصادي پېښې چې پیل یې د برېتانیا دختیځې کمپنې له جوړېدو نه وسو، نه یوازې هند دبریتانوي ښکیلاک منګلو ته پرېووت، بلکې همدارنګه یې په افغانستان هم اغیزه وکړه، چې درې وارې په افغانستان وسله وال برید وکړ ،چې دوه بریدونه یې په ۱۹ مه پېړۍ ،دپلار اوزوې دواکمنۍ په مهال (امیر دوست محمدخان اوامیر شیرعلي خان  په۱۸۳۹ ــــ ۱۸۷۹کال) اودرېیم وسله وال برید په ۲۰مه پېړۍ دامان الله خان دواک په موده کې،ترسره شو،چې په پاې کې امان الله خان دهېواد خپلواکي واخسته ، ولې بیاهم انګلیس ار ام کېنناست اودامان الله خان د سلطنت په کورنېیو چاروکې لاسوهنې ته لاره اوار ه کړه.

2 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    سنګروال صیب! ښې چارې
    -وبښه، په پای کې زه پوه نه شوم چې کوم یو د انګلیس جاسوس و؟؛ زما په فکر افغان جمال الدین نه و!
    -یوه وړه چاپي تیروتنه:
    د۵مې شمیرې لاندې یو ځای کی لولو(انګریزانودخپل واک په مهال یوشمیرهندي ځوانان مسلمانان اوهندوان دلوړو زده کړو لپاره هندوستان ته واستول ،چې دخپلو زده کړو په ترڅ کې دبریتانیا له دموکراسۍ سره هم اشنا سول‌ .)؛ زه فکر کوم انګلستان ته واستول!!؟؟.
    -یوه پوښتنه د اوس هند، پوکسټین او اَ اِ اُ ده چې دوی کښې څوک د چا الجاثیه دي؟؟؟؟؟؟
    په درناوئ

    • ډېره ډېره مننه ساپی صاحب ، ستا خبره په بشپړه توګه سمه ده ،هندوستان نه بلکې بریتانیاده اودجاسوس مساله هم ښکاره ده چې سیداحمد دی که متن ته دې پام وي موضوع روښانه شوې ده یوځل بیا درنه مننه کوم ګران اوقدرمن زړور صاحب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب