یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد نړیوال جام د ګټلو لپاره هر پاکستاني لوبغاړي ته د یو...

د نړیوال جام د ګټلو لپاره هر پاکستاني لوبغاړي ته د یو لک ډالرو جایزې اعلان

تاند(دوشنبه، د ثور ۱۷ مه) د پاکستان د کرکټ بورډ مشر اعلان وکړ چې که د دغه هیواد د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوره جام اتلولي وګټله، هر لوبغاړي ته به یولک امریکايی ډالر جایزه ورکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ رييس محسن نقوي دا اعلان پرون (یکشنبې) له لوبغاړو سره د کتنې په ترڅ کې وکړ.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي جون په دوهمه نېټه د نړیوال شل اوره جام سیالۍ د امریکا او ویست انډیز په کوربه توب پیل او د جون په ۲۹ مه پای ته ورسیږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ رييس لوبغاړو ته په خبرو کې وویل چې له هغوی څخه هیله لري چې پوره هڅه به وکړي چې نړیوال جام خپل کړي.

له ۲۰۰۷ م کال راهیسي، چې د نړیوال شل اوره جام سیالۍ پیل شوي، پاکستان تراوسه یو ځل پایلوبه ګټلې او د ۲۰۰۹ کال جام یې ګټلی دی.

دغه هیواد د ۲۰۲۲ په نړیوال جام کې پایلوبې ته ووت خو د اتلولي کپ د انګلیستان په برخه شو.

د ۲۰۲۴ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې ۲۰ لوبډلې برخه لري.

د سږ کال د نړیوال شل اوره جام په لړ کې د افغانستان لومړۍ مسابقه به د جون په څلورمه له یوګنډا سره وي. او پاکستان به د جون په ۹ مه له هند سره مخامخ شي.

1 COMMENT

  1. بالآخره افغانستان ( حد اقل د ورزش په برخه کی ) د انګریز په خبیثه منظومه کی د یوې سپېرې سیارې پتوګه غړیتوب تر لاسه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب