Homeخبرونهټرمپ: دوه میاشتې وروسته تر کریسمس خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي

ټرمپ: دوه میاشتې وروسته تر کریسمس خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د امریکا ولسمشر وایي تر راتلونکي کریسمس پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې تر راتلونکي کریسمس پورې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي خو یوه وړه ډله سرتېري به د اړتیا په صورت کې د امریکا ماموریت مخ ته وړي.

ټرمپ تر هغه وروسته دغه ټوېټ پیغامونه خپاره کړل چې د ملي امنیت سلاکار یې په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمولو په اړه څرګندونې وکړې.

رابرت اوبراین ویلي وو چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر ۲۵۰۰ کسانو را ښکته کړل شي.

امریکایي چارواکي داسې مهال په دوو میاشتو کې د ټولو سرتېرو د ایستلو په اړه خبره کوي چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې دوی باید د ۲۰۲۱ز کال تر پایه خپل ټول سرتېري ایستلي وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...