تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) زرګونه هغه امریکایان چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی له ډول ډول ناروغیو او ستونوزو سره مخ شوي دي.
یوه امریکایي چارواکي د هېل نشریې ته په یوه مقاله کې لیکلي دي چې له ۲۰۰۱کاله په افغانستان کې په دوره يي توګه دوو میلیونو امریکايي عسکرو ماموریت ترسره کړی دی.
په دغه سرتېرو کې زرګونه کسان په نادرو سرطانونو اخته شوي دي، رواني ستونزې لري، معیوب شوي او ډول ډول ناروغۍ لري.
دغه امریکایي چارواکی وایي چې ۱۹ کلونو په تېرېدو لا هم د افغان جګړې اغېز د زرګونه امریکایي سرتېرو په وجود کې پاتې دی.
له دې سره جوخت په راپور کې راځي چې له افغان جګړې د ستنو شوو سرتېرو په منځ کې ځان وژنه هم ډېره شوې ده.
سرچینه کاږي چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د امریکایي ځواکونو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ۲۲ سلنه ډېرې شوې دي.
تر دې وړاندې برېتانیايي او د نورو هېوادونو پوځیانو هم د سرتېرو ترمنځ د ورته ستونزو د موجودیت خبره کړې وه.