جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمک ماسټر: د افغانستان په اړه د ټرمپ اوسنی سیاست به ستونزې...

مک ماسټر: د افغانستان په اړه د ټرمپ اوسنی سیاست به ستونزې جوړې کړي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وايي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ اوسنۍ تګلاره کاملا غلطه ده.

نوموړي ویلي ټرمپ یوازې د کمپاین لپاره له خپلو متحدو هېوادونو سره یو ځای شوی او دوی طالبان په ګډه د افغان حکومت پر وړاندې درولي دی.

هغه ویلي د سرتېرو د ایستلو په اړه هم د ټرمپ تګلاره ناسمه ده او دا به د امریکا ملي امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

مک ماسټر وايي امریکایي وګړو په تېره د امریکا مهمو اداراتو لکه کانګریس ته په کار ده چې د ټرمپ تګلاره له واقیعي زاویې وارزوي او د هغه د ناقانونه کړنو او خپل سریو مخه ونیسي.

مک ماسټر وایي افغان جګړه د ټرمپ تر اقداماتو وروسته نه یوازې دا چې سړه شوې نه ده بلکې لا شدیده شوې ده.

مک ماسټر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټرمپ ویلې تر راتلونکي کریسمس به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب