جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتچينای په ای پي ايل سياليو کې څلورمه ماتې وخوړه

چينای په ای پي ايل سياليو کې څلورمه ماتې وخوړه

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۷) د هند غوره ليګ ای پي ايل سياليو په ۲۱مه لوبه کې کلکته نايټ رايډرز لوبډلې چېنای سوپرکېنکز لوبډلې ته په۱۰ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی کلکتې لوبډلې توپوهنه وکړه چې په پوره ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو چینای ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

د کلکتې لپاره په توپ وهنه کې راهول ټريپاټي بهترينه لوبه وکړه چې د درې شپږیزو او اتو څلوريزو په مټ يې په ۵۱ توپونو ۸۱ ترنورو ډېرې منډې جوړې کړې.

چینای لوبډلې که څه هم پيل ښه وو خو د لومړنیو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ونه توانېدل هدف ته ځان ورسوي او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د چینای لپاره واټسن ۵۰ رايډو ۳۰ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې، نن د روانو سیالیو په ۲۲مه لوبه کې د راشد او نبي اړوند سنرایزر حيدراباد لوبډله د مجيب اړوند پنجاب لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب