جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: پر دواړو لورو خپلې خبرې منو،له فشار هم کار اخلو

خلیلزاد: پر دواړو لورو خپلې خبرې منو،له فشار هم کار اخلو

تاند (پنج شنبه، د میزان ۱۷) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي په بین الافغاني خبرو کې پر دواړو لورو د خپلو خبرو د منلو لپاره له هر ډول فشار استفاده کولی شي.

زلمي خلیلزاد ویلي دی د دې لپاره په دوحه کې دی چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي.

هغه ویلي دي، چې تاوتریخوالی باید کم شي او بین الافغاني خبرو کې دې پرمختګ رامنځ ته شي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی، چې امریکا به له خپل فشار استفاده وکړي څو دواړه لوري د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته اړ کړي.

خلیلزاد وایي د دې کار د عملي کولو لپاره ګڼې لارې لري خو په سر کې یې ديپلوماتیکې هڅې دي.

خلیلزاد دغه راز له دواړو لورو غوښتي چې پر یو بل د خبرو له منلو ډډه وکړي بلکې یو بل ته دې قناعت ورکړي.

هغه زیاتوي طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان له رسمي اسلامي جمهوري حکومت سره خبرې کوي او باید ټولو اصولو ته پام وکړي.

خلیلزاد یو ځل بیا روان مذاکرات د ټول افغانستان لپاره یو غوره فرصت بللی دی او له طالبانو یې هم غوښتي چې د فرصت د ضایع کولو مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب