شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهټرمپ وايي، له افغانستانه به اکثره پوځیان تر کرسمیسه وباسي

ټرمپ وايي، له افغانستانه به اکثره پوځیان تر کرسمیسه وباسي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۷) د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ ویلي چې له افغانستانه به اکثره امریکايي پوځیان تر راتلونکي کرسمیس پورې وباسي.

ټرمپ پخوا هم ویلي و چې د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې امریکايی پوځیان له افغانستانه باسي او یوازې د ۴ زره او ۵ زرو ترمنځ سرتېري پرېږدي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکا باید خپل ټول پوځیان د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې وباسي خو ټرمپ هڅه کوي چې تر مهالوېش وړاندې ځواکونه وباسي او په دې توګه د امریکا خلکو ته تر انتخاباتو مخکې وښيي چې له خپلې ژمنې سره سم یې له افغانستانه پوځیان ایستلي دي.

https://taand.net/%d9%85%da%a9-%d9%85%d8%a7%d8%b3%d9%bc%d8%b1-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%86/

ده د تېر ځل د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې که ولسمشر غوره شو خپل سرتېري به له افغانستان او عراقه وباسي.

ټرمپ په تازه ټویټ کې لیکلي«زموږ لږ شمېر پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي زموږ نور زوړه ورې ښځې او زړه ور نارینه باید تر کرسمیس وړاندې خپل هیواد ته راوګرځي.»

د ترمپ تر ټویټ لږ وړاندې د ده د ملي امنیت سلاکار وویل چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې به امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړي.

د نوومبر په درېمه (تر یوې میاشتې لږ وخت) په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي، د ورپسې میاشتې (دسمبر) په ۲۵ نېټه کرسمیس دی.

1 COMMENT

  1. ټرمپ په تازه ټویټ کې لیکلي«زموږ لږ شمېر پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي زموږ نور زوړه ورې ښځې او زړه ور نارینه باید تر کرسمیس وړاندې خپل هیواد ته راوګرځي.»

    پورتنی ژباړل شوی پاراګراف افهامي ستونځه را منځته کوي، ضرورته پرته اوږ دشوی، که په لاندي ډول لیکل شوی وای لا به ښه و:

    ټرمپ په تازه ټویټ کې لیکلي: « لږ شمېر پوځیان به مو په افغانستان کې پاتې شي، نور زړه ور نارینه او ښځي باید تر کرسمیس دمخه هیواد ته راوګرځي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب