سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeروغتیاد ښه خوب لپاره ۵ سپارښتنې

د ښه خوب لپاره ۵ سپارښتنې

نن سبا په نړۍ کې ډېر خلک د ښه خوب له نعمته بې برخې دي. د ژوند ډېر امکانات به لري خو خوب به نه ورخي یا به د یوه عادي او بېوزله کروندګر په شان ارام او دروند خونب نه شي کولی. د ښه خوب لپاره څېړونکو ۵ سپارښتنې کړي دي. که څه هم ځینې یې زموږ افغانانو سره ډېر ارتباط نه لري خو ځینې یې پر موږ هم تطبیق کېږي. دا پنځه سپارښتنې ولولئ:

١. کافئين
ښایي ډیرو ته د شپې له خوا تر خوب مخکې د یوې پیالې قهوې یا چایو څښل خوندور وي، خو کیدای شي همدا ستاسې د بې خوبۍ یو دلیل وي. کافئین په بدن کې د هغو کیمیاوي موادو مخه نیسي چې خوب راوړي.
د خوب یو کارپوه ډیو گیبسن چې د “خوب ویبپاڼې” بنسټ ایښونکی هم دی وایي دا بهتره ده چې د کافئین ورځنی مصرف راکم کړئ. هغه مشوره ورکوي چې “په کافئین باندې یو مشخص بندیز ولگوئ او د غرمې ډوډوۍ وروسته د کافئین څښاک بند کړئ. د هغه په وینا د ورځې د دوه پیالو قهوې نه زیات مه څښئ.
٢. سره غوښه
سره غوښه د نورو خوراکونو په پرتله ډیر وخت نیسي چې هضم شي. کله چې ناوخته ډوډوۍ خورئ نو سپک شیان وخورئ. ښاغلی گیبسن وایي د دراندو شیانو د خوراک او د خوب کولو د وخت ترمنځ څلور ساعته واټن وساتئ. خو که د خوب دمخه وږي یاست نو په مستو، شیدو او سبزیو باندې گزاره وکړئ چې د پریشانۍ د راکمولو کلسیم لري او تاسې اراموي.
۳. خواږه
ښایي د شپې ناوخته مو خوږو خوړلو ته هوس راشي، خو زیات خواږه خواړه ښایي داسې انرژي درکړي چې له امله یې ستاسې خوب گډوډ شي.
میرمن ارتیس وایي د خوږو پر ځای د بیلابیلو حبوباتو نه جوړ شوي مواد وخورئ چې بوره په کې کمه ده او ستاسې د وینې په جریان کې د امینواسید په نامه اړین مواد زیاتوي چې د خوب سبب کیږي.
۴. مساله دار خواړه
د خوب د چارو یوه کارپوهه لیزا ارتیس وايي چې د مساله دارو خواړو له خوړلو ډډه وکړي. د هغې په وینا د تریخوالي خصوصیت په مرچو کې کیدای شي تاسې ناراحته کړي.
ښاغلی گیبسن بیا خبرداری ورکوي چې مساله دار خواړه کیدای شي ستاسې د بدن حرارت لوړ کړي او تاسې له ناراحتۍ سره مخامخ کړي چې دا کار ستاسې خوب گډوډوي.
۵. الکول
الکول کیدای شي چې خوب ته یوه انگیزه شي خو کله یې چې اغیز یې په کمیدو شي ښه خوب نشي تضمین کولای.
کارپوهان وایي الکول “په ژور خوب باندې منفي اثر کوي” په ځانگړې توگه د شپې په دوهمه نیمایي کې. پدې معنی چې ډیر امکان شته پدغه وخت کې د الکولو د استعمال په وجه زمونږ خوب گډوډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب