Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په ۸ میاشتو کې...

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په ۸ میاشتو کې تر ۲ میلیارد ډالرو واوښته

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له دوه میلیارد ډالرو اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالره او په ۲۰۲۵ کال کې کابو یو میلیارد او ۸۵۰ میلیون ډالره و.

د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې استازو دا موضوع د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت له اقتصادي فعالانو سره په کتنه کې کړې ده. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي همکاریو پر زیاتولو هم ټینګار شوی دی.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم له ازبکستان سره د سوداګرۍ زیاتوالی د بازار د اړتیا وړ توکو د برابرولو، د سیالۍ د رامنځته کولو، د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره مهم بللی دی.

په همدې حال کې، د روان کال د سوداګرۍ د کچې په اړه د دواړو هېوادونو د رسمي ادارو شمېرې له یو بل سره توپیر لري. د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۱.۱ میلیارد ډالره و. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم تر دې مخکې ویلي و چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې د افغانستان او ازبکستان سوداګریزه غونډه د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړه شوه او په ترڅ کې یې ۲۲ تجارتي هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. دواړو هېوادونو په وروستیو ناستو کې هم د سوداګرۍ پر پراختیا، د صادراتو پر زیاتولو، ګډې پانګونې او په ترانزیت کې د اسانتیا پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

ازبکستان د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا پر لور له مهمو سوداګریزو لارو څخه دی او دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د اقتصادي او ترانزیتي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

له ازبکستان سره د سوداګرۍ زیاتوالی د افغانستان د سوداګریزو لارو په متنوع کولو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته د دغه هېواد په لاسرسي کې مرسته کولی شي. خو د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی به هغه مهال پر کورني اقتصاد ډېر اغېز ولري چې ورسره هممهاله د افغانستان صادرات هم زیات شي او پر وارداتي توکو د بازار اتکا کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...