تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې اعلان کړی چې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د ملي واکسیناسیون کمپاین به له نن (دوشنبې، د سپټمبر په ۲۱مه) څخه پیل شي.
د کمپاین له مخې، په ټول هېواد کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي، خو په جنوبي ولایتونو کې به د واکسین لړۍ یوه ورځ وروسته پیل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې له منځه نه دي تللي. افغانستان سږ کال تراوسه د پولیو ۱۴ نوې پېښې ثبت کړې دي.
د پولیو د له منځه وړلو ادارې ویلي چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې ده، له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان سره له دې چې مخکې یې واکسین کړي وي، د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي، ځکه تکراري واکسین د ماشومانو معافیت پیاوړی کوي.