چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+په دې ورځ ضیاالحق کودتا وکړه

په دې ورځ ضیاالحق کودتا وکړه

تاند- له نن څخه ۴۵ کاله پخوا د ۱۹۷۸۸ م کال د سپټمبر په ۱۶ مه محمد ضیا الحق، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز و، د ذوالفقار علي بوټو پر حکومت کودتا وکړه، پوځي حکومت يې اعلان او ځان یې د هغه موقت حکومت مشر کړ چې تر مرګه یې له لاسه ورنه کړ.

ضیاالحق په ۱۹۷۶ م کال کې لوی درستیز وټاکل شو.

ضیاالحق اصلاً هندی مهاجر و، د ۱۹۲۴ م کال د اګست په ۱۲ مه د هندي پنحاب په جلندر کې زېږېدلی. ضیاالحق په ۱۹۴۵ کې د بریتانیايي هند د دهرادون له سلطنتي پوځي اکاډیمي فارزغ شو او د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې یې  په جنوبي اسیا کې د بریتانیا په پوځ کې خدمت وکړ.

د ضیاالحق په اړه ویل کېږي چې بوټو په دې خاطر لوی درستیز وګوماره چې ورته داسې ساده سړی ښکارېده چې د دنیا له چارو سره ډېر لېوال نه دی او ډېر پام یې اخرت ته دی. خو هغه خبر نه و چې ضیاالحق نه یوازې چوکۍ ورڅخه اخلي بلکې اعداموي یې هم.

ضیاالحق نهايي هیپوکرات سیاستوال ګڼل کېږي. په دین یې تر اندازرې زیات تظاهر کاوه، پر له پسې یې ویل چې د مصطفي نظام غواړي خو عملاً یې په قوانینو کې یدلون نه راوست خو د جهادي ډلو د ملاتړ ترڅنګ یې اسلام ته تبلیغ زیات کاوه ځکه ده فکر کاوه چې د پاکستان د بقا راز په دې کې دی چې مذهبي احساسات پیاوړي شي. له بلې خوا له دې وسیلې څخه په استفادې هم په هندي کشمیر او هم افغانستان کې خپلو اوږدمهالو هدفونو ته رسېدای شی. ضیاالحق په خپله دې تګلاره کې ډير بریالی هم شو.

پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د ضیا او پاکستان بخت بېداره کړ او له دې کبله پاکستان ته د لوېدیځوالو د پرېمانه مرستو بهعیر پیل شو. د ده د هڅو نتیجه ده چې افغانستان تر ننه په پښو نه دی درېدلی او پاکستان د افغانستان له لوري هرراز خطر له منځه وړی دی. په هندي کشمیر کې هم د ضیاالحق د هڅو له کبله خونړۍ جګړې وشوې او بې شمېره هندي پوځیان ووژل شول.

ده د افغانستان د جهاد په نوم له لوېدیځو هیوادونو ډېرې مرستې ترلاسه کړې او د لوېدیځ په پرېمانه مالي مرستو یې د خپل هیواد اقتصاد او په ځانګړي ډول پوځ لا پیاوړی کړ.

ضیاالحق د ۱۹۸۸ د اګست په ۱۷ مه ووژل شو. دی د پنجاب ابالت بهاولپور ته تللی و او کله چې یې له دې ښاره الوتکه پورته شوه په نامعلوم دلیل ولوېده. ځینې وايي چې په الوتکه کې یې چاودنه شوې خو د ضیاالحق د الوتکې د لوېدو په اړه د پلټنو نتیجه سمه څرګنده نه ده.

ضیاالحق د مرګ په مهال ۶۴ کلن و. د ده له مړینې وروسته یو پښتون، غلام اسحاق خان د ۱۹۹۳ د جولای په ۱۸ مه د پاکستان واکمن شو.

2 COMMENTS

  1. ځینی پیچلی او مرموزی پیښی په پیچلو او حتی اکاډمیکو ادبیاتو د تحلیل وړ نه دی بلکه یو وړوکی عام 《 مثال 》کولای سی دا پیچلی مسائل تر ډیره ځایه تحلیل او تجزیه کړای سی.
    امّا مثال:
    ” د یو کَلی غښتلی مشر یو بل بریتور او زړوَر! کس ته هر ډول مالی او روحی امکانات په واک کی ور کوی او وظیفه ور سپاری چی د فلانی کلی د ارباب د غنمو د کرلو د پراختیا په وړاندی خنډونه وزیږوی.
    استخدام سوی بریتوَر کس نه یوازی د کَلی د لوی ارباب امر او دستور په ښه توګه اجراء کوی بلکه د خپلو امکاناتو او واک څخه په ګټی اخیستنی د فلانی کلی د ارباب په وړاندی د اصلی ماموریت د ساحی بهر د ځان په ګټه نور ظالمانه اهداف هم په نظر کی نیسی او پلی کوی”.
    د پاکستان سرزمین د نورو ستراتژیکو اهدافو د حصول په موخه د غربی نړی خصوصاً انګریز په ابتکار را منځته سو. که څه هم دا اهداف د سیمی خصوصاً افغان انسان په ګټه وه خو ستونزه دا وه یا دا سوه چی 《 بریتَور مامور یعنی پاکستانی حاکمانو 》هم خپله حریص ؤ او هم ئی انګریز او امریکه تحریص او تطمیع او تحریک کړه څو د اهدافو کړۍ نوره هم پراخه کړی.
    هدف څه ؤ؟
    ( د سلګونو میلونو هندو پرګنو او د شوروی د مارکسیزم – لینیزم د پراختیا غوښتونکی روحیی په وړاندی د خنډونو را منځته کول ).
    دا هدف تر سره سو ( شوروی مات سو او پنجاب د هند په وړاندی په اټومی وسله سمبال سو ) خو کیسه ختمه نه سوه بلکه دی بریتوَر مامور د غرب د ملاتړ د احساس په سیوری کی ( حداقل زموږ په هیواد کی ) د خپلو شخسی سلیقو او ګټو د قمار ټاټ وغوړاوه او هغه څه ئی تر سره کړه او هغه څه تر سره کوی کوم چی د اصلی ماموریت برخه ئی نه وه ( د شوروی په وړاندی د افغان د ژغورنی د عملیاتو تر پای وروسته د افغان د خودارادیت حق ته درناوی ).
    نور نو د تحلیل او تجزئی ادامه د ګران لوستونکی کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب