Home+امریکا پر ټیک‌ټاک له چین سره موافقې ته ورسېده

امریکا پر ټیک‌ټاک له چین سره موافقې ته ورسېده

تاند (سې‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د امریکا د خزانې وزیر وايي چې واشنګټن او پېکینګ د یوه «چوکاټ» پر سر هوکړې ته رسېدلي دي چې د ټیک‌ټاک د عملیاتي برخې مالکیت او د معلوماتو کنټرول به د امریکا د خاوري دننه ترسره کېږي.

د امریکا د خزانې وزیر سکات بسنت، د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۵ / د وږي ۲۴) وویل چې دغه چوکاټ د هسپانیا په مادرید کې د سوداګریزو خبرو پر مهال ټاکل شوی، څو د دې ټولنیزې شبکې لپاره د امریکایي مالکیت لاره هواره کړي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ به د جمعې په ورځ دغه توافق «وروستی» کړي.

ښاغلي ټرمپ نن د ټروت‌سوشل په شبکه کې لیکلي چې خبرې «ډېرې ښې پر مخ تللې» دي.

په داسې حال کې چې چین هم تایید کړې چې د دواړو لوریو تر منځ پر یوه چوکاټ هوکړه شوې، خو ټینګار یې کړی چې هېڅ توافق به د چینایي شرکتونو د ګټو په قیمت ترسره نه شي.

د دې چوکاټ د جوړېدو خبر په داسې مهال ورکول کېږي چې د ټیک‌ټاک د چینایي مالک لپاره د امریکا ضرب‌الاجل نژدې شوی دی، چې پر اساس یې که د دې شرکت لپاره د امریکا دننه پېرودونکی پیدا نه کړي، د دې شبکې فعالیت به په امریکا کې وتړل شي او د ډاونلوډ او تازه‌کولو مخه به یې ونیول شي.

د امریکا د خزانې وزیر سکات بسنت، دغه «چوکاټ» د هغو خبرو په دوهمه ورځ اعلان کړ چې موخه یې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د سوداګریزو جګړو پای ته رسول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...