جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد مهاجرت نړیوال سازمان: افغانستان له ۳ سختو بحرانونو سره مخامخ دی

د مهاجرت نړیوال سازمان: افغانستان له ۳ سختو بحرانونو سره مخامخ دی

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)  وايي چې د بهرنیو مالي مرستو د سخت کمښت له امله اړ شوی چې د هغو زیانګالو افغانانو لپاره خپلې مرستندوی چارې کمي کړي چې له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته راګرځي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، یوازې سږ کال نژدې دوه میلیونه افغانان له دغو ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي دي، چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ټینګار کړی چې ښځې په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي، ځکه ډېرې هغه ښځې چې په ایران کې یې زده کړې کړې وې یا یې کار کاوه، اوس د طالبانو د محدودیتونو له امله د زده کړو او کار حق له لاسه ورکوي.

پر دې سربېره، د افغان مېرمنو پر کار د طالبانو بندیز د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو هم اغېز کړی، چې له مخې یې په کابل، هرات او مزار شریف کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې ښځې له کار کولو منع شوې دي. د ادارې په وینا، هره ورځ تر ۴۰ زره پورې کسان افغانستان ته داخلېږي چې ډېری یې بې کوره، بېکاره او له پولو د اوښتو له کبله له اسنادو بې برخې شوي دي.

بېرته ستنېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، لکه د سرپناه نشتوالی، د عاید کمې سرچینې او زیاتېدونکې بشري اړتیاوې چې وروستیو زلزلو نورې هم زیاتې کړې دي. د افغانستان په ختیځ کې دغو زلزلو تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

IOM ویلي افغانستان اوس له څو پرله‌پسې بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی: له ګاونډیو هیوادونو د کډوالو ډله‌ییزه بېرته ستنېدا، کمي شوې نړیوالې مرستې او طبیعي افتونه چې میلیونونه خلک یې د بېوزلۍ او بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي. ملګرو ملتونو نژدې ۱۴۰ میلیونه ډالره بیړنۍ مرسته غوښتنې، څو شاوخوا تر نیم میلیون ډېر زیانګالي کسان وساتل شي.

لګرو ملتو د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ختیځ زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ به له بیړنیو نړیوالو مرستو پرته راتلونکی ژمی ژوندي پاتې نه شي.

د کډوالو نړیوال سازمان: ۳۵۰ زره افغانان د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې بې‌کوره شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب