تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نژدې ۳۵۰ زره افغانان د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، اقلیمي بدلون او د اوږدمهالو شخړو له امله په خپل هیواد کې دننه بېکوره شوي یا له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په نوي راپور کې، دې ادارې په اسلامقلعه بندر کې د راستنېدونکو د کړاوجن حالت یادونه کړې، چې کورنۍ د لمر له تودوخې د ځان ساتنې لپاره په لنډمهالو سیورو کې یو ځای کېږي او ماشومان د دوړو د څپو پر وړاندې د خپلو څېرو د پټولو لپاره دستمالونه کاروي؛ په داسې حال کې چې د مرستې په تمه ناست دي.
دکډوالو د نړیوال سازمان په وینا، ډېرو راستنېدونکو له کلونو وروسته په لومړي ځل افغانستان لیدلی، خو هغوی د بېکارۍ، د کورونو د کموالي او د روغتیايي خدماتو تر فشار لاندې سیستم له سختو واقعیتونو سره مخامخ شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستان څخه څلور میلیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کې یې شمېر ۱.۵ میلیونو ته رسېږي. د دومره ډېرو کډوالو بېرته ستنېدو د افغانستان نازک اقتصاد لا نور زیانمن کړی، د کار بازار، استوګنځایونه او بنسټیز خدمات یې د سقوط تر کچې تر فشار لاندې راوستي دي.
ځینې بېرته ستانه شوي کسان خپلې دردوونکې کیسې شریکوي:
- مریم، یوه کونډه چې له خپلو دوو ماشومانو سره په ایران کې شپږ کاله اوسېدلې وه، وايي اوس یې زامن اړ دي چې د کورنۍ د بقا لپاره کار وکړي.
- منظر شاه، د بدخشان اوسېدونکی او د اتو ماشومانو پلار، په ایران کې له یوې ودانۍ لوېدلی او سخت ټپي شوی؛ اوس یې کورنۍ په هرات کې بېسرپناه ده.
- محمد، چې د ایران په یوه کارځای کې د پېښې له امله یو کال په کوما کې و، وايي د هغه یوازینی هیله دنده او د زدهکړو دوام دی.
IOM وايي هڅه یې کړې چې د دغو ستونزو بار لږ کړي. دې ادارې تر اوسه:
- نژدې ۳ زره بېکوره کسانو او راستنېدونکو ته مسلکي روزنه ورکړې،
- تر ۲۶۰۰ له ډېر وړو کاروبارونو سره یې مرسته کړې (۲۲ سلنه یې د ښځو په ملکیت دي)،
- نژدې ۱۲ زره دندې رامنځته کړې، چې ۴۲۰۰ یې د ښځو لپاره دي.
د ملګرو ملتونو نورې ادارې هم مرسته کوي. د بېلګې په توګه:
- په هرات کې، د UNHCR او UNDP په مرسته له ۷۰ څخه ډېر کوچني او منځني کاروبارونه پرمخ وړل کېږي څو راستنېدونکي ورسره مدغم شي.
- په جنوبي ولایتونو لکه کندهار او لویدیځو لکه بادغیس کې، د اوبو د سخت کموالي له امله د نغدو پیسو په بدل کې د کار پروګرامونه او د خټو بندونه جوړ شوي، څو د څښاک اوبو او کرنې لپاره سرچینې برابرې او خلکو ته کار پیدا شي.
سره له دې، IOM خبرداری ورکړی چې یوازې بېړنۍ مرستې کافي نه دي:
«دغه بحران اوږدمهالو حللارو ته اړتیا لري — کار، زدهکړې، کورونه او د روغتیا خدمات — څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند له سره جوړ کړي.»
افغانستان اوس هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون او اقتصادي ټکانونو پر وړاندې تر ټولو زیانګالی بلل کېږي. د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیزونو، د بهرنیو مرستو سقوط او وروستیو طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول په ختیځ کې مرګونو زلزلو، د میلیونونو وګړو پر ژوند فشارونه څو برابره کړي دي.