جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد نیمروز د مرکز زرانج ښار به غورغوري ته ولېږدول شي

د نیمروز د مرکز زرانج ښار به غورغوري ته ولېږدول شي

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) پریکړه شوې چې د نیمروز ولایت اداري مرکز له زرانج ښار څخه د خاشرود ولسوالۍ مرکز غورغوري ته انتقال شي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، زرانج ښار د ولایت د مرکز په توګه لازم شرایط نه لري، او د څښاک د اوبو د نشتوالي، امنیتي ستونزو، چاپېریالي مشکلاتو او د ښار د عمومي ماسټر پلان د نشتوالي په څېر ستونزې لري.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حبیب‌الله الهام، وویل:
«پریکړه شوې چې د ولایت مرکز له زرانج څخه غورغوري ته انتقال شي، خو دا به په تدریجي او منظم ډول عملي شي.»

زرنج، چې د ایران په پوله کې صفر نقطې ته څېرمه دی، د نیمروز له اکثرو ولسوالیو لیري موقعیت لري.

خو د زرنج یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د مرکز لېږدول به د دوی لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.

د دې ښار د ځمکې لاندې اوبه د څښاک وړ نه دي او د کمال خان بند اوبه یوازې د څو میاشتو لپاره د لشکري کانال له لارې ښار ته رسېږي.

که څه هم طالبانو د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې هم د نیمروز ولایت مرکز غورغوري ته لېږدولی و، خو د ښاري پلان جوړونې انجنیران وايي، له دې وړاندې چې مرکز غورغوري ته ولېږدول شي، باید هلته د ښار لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

غورغوري د زرانج ختیځې خول ته ۱۰۰ کیلومتره لرې پروت دی. د نیمروز د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، غورغوري د پراخو ځمکو، د اوبو سرچینو ته د نژدېوالي او ستراتیژیک موقعیت له امله د ولایت د مرکز لپاره مناسب ځای دی.

د جمهوري نظام د سقوط په مهال زرنج لومړنی ولایتي مرکز و چې د طالبانو لاس ته ورغی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب