Homeخبرونهد کاناډا په یوه افغان رستوران کې ډزې، یو تن ټپي شو

د کاناډا په یوه افغان رستوران کې ډزې، یو تن ټپي شو

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) کاناډايي رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د کلګري ښار په مرکزي برخه کې د افغانانو په یوه رستوران کې ډزې شوې دي چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.

دا پېښه د ښار په جنوب لوېدیځ کې د «کابل لانج» رستوران کې شوې ده.

له ډزو وروسته، د کلګرۍ پولیسو د رستورانت شاوخوا سیمه تړلې او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي:
«دا برید هدفمن ښکاري او دا مهال د عامو خلکو پر وړاندې کوم بل ګواښ نشته.»

تر اوسه د بریدګر یا د برید د احتمالي انګیزې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د کلګرۍ د پولیسو یوه افسر مایک کلم ویلي، د ټپي کس وضعیت بد نه دی او ټپونه یې جدي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...