تاند (سېشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیله تر اوسه تر ۲۹ زره ډېر ماشومان افغانستان ته استولي دي.
ایستل شوي ماشومان هڅه کوي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي چې لا هم له هېواده بهر پاتې دي.
د کډوالو لویې کمېنشرۍ ډاډ ورکړی چې له خپلو کورنیو سره د دغو ماشومانو د یوځای کېدو هڅې روانې دي.
د کمېسیون ویاند، احمدالله وثیق، ویلي: «ځینې ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي، خو پاتې ماشومان د دارالایتامونو تر سرپرستۍ لاندې ساتل کېږي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سامیالله ابراهیمي، ویلي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کړی، څو د دغو ماشومانو کورنۍ پیدا کړي او هغوی خپلو خپلوانو ته وسپاري.»
له ایران او پاکستان څخه شړل شوي افغان ماشومان د مهاجرت او جبري ایستلو دردناکې کیسې لري.
تر دې وړاندې، د «سېف دي چلډرن» (Save the Children) موسسې راپور ورکړی و چې یوازې د روان کال د جون په میاشت کې له ایران څخه ۸۰ زره افغان ماشومان افغانستان ته شړل شوي، چې نژدې ۶۷۰۰ یې بېسرپرسته وو.