جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد تهران والي، د افغان کډوالو په ایستلو خوښي ښيي او وايي،...

د تهران والي، د افغان کډوالو په ایستلو خوښي ښيي او وايي، د ایستلو بل پړاو پیلوي

تاند (سې‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د تهران والي، محمد صادق معتمدیان، اعلان وکړ چې ایران به ډېر ژر د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي او ټینګار یې وکړ چې دا بهیر به په «جدي عزم» پر مخ یووړل شي.

هغه د دوشنبې په ورځ پیشوا ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې د افغانانو ایستلو د ده په وینا ځینې ټولنیزې او اقتصادي ګټې لرلې، لکه د جرمونو کمښت، د اوړو د مصرف په کچه کې د ۵ زره ټنو کموالی، او په نانوایانو کې د ګڼې ګوڼې کمېدل.

د والي په وینا، د افغانانو د ایستلو له کبله د ښوونځیو تر ۳ زره ډېر ټولګي هم آزاد شوي او په ټول تهران ولایت کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ګڼه ګوڼه یې راکمه کړې، همداراز یې د ایران اتباعو ته د کار د نویو فرصتونو زمینه برابره کړې ده.

د ایران د حکومت اړوند رسنیو د ده خبرې پراخې خپرې کړې او دا تګلاره یې د کورنیو فشارونو د کمولو لپاره د اصلاح په توګه یاده کړه. خو له بلې خوا، ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د افغان کارګرو د ډله‌ییز ایستلو له امله په فابریکو کې د کارګرو کموالی راغلی او ځینې فابریکې او ورکشاپونه تړل شوي دي.

افغانان په ایران کې د کډوالو له سترو ټولنو څخه دي او میلیونه تنه یې له څو لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي. ډېری یې په ودانیزو چارو، کرنې او تولیدي برخو کې ضروري کاري ځواک برابر کړی، چې عموماً یې د ټیټې اجورې او لوړ خطر لرونکي کارونه ترسره کړي، هغه کارونه چې ډېری ایرانان یې نه غواړي.

د بشري حقونو سازمانونو دغه تګلاره غندلې او خبرداری یې ورکړی چې د افغان کډوالو ایستل د هغو کورنیو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي چې افغانستان ته د اقتصادي سقوط، د خوړو د نا‌امنۍ او د بې‌ځایه کېدو له کړکېچونو سره ستانه کېږي. شنونکي وایي، که څه هم ایراني چارواکي د افغانانو د ایستلو پالیسي د کورنیو فشارونو د کمولو لپاره ګڼي، خو د افغان کارګرانو له لاسه ورکول کولای شي پر مهمو صنعتونو منفي اغېز وکړي او په خپله په افغانستان کې اقتصادي بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب