د اوړي د ګرم موسم ورځ ده. ګڼ شمېر خلک له ګرمۍ په تېښته د سمندر غاړې ته تللي دي، څوک لامبو وهي، څوک هسې په اوبو ځانونه لمدوي اوڅوک لکه کوچني هلکان او نجونې پکې ساعت تیري او لوبې کوي. خو دغه وخت ناڅاپه د شپیلکونواوازونه اوریدل کیږي، خلک وارخطا کیږي، یو خوا او بل خوا ګوري چې څه خبره ده…
د ساحل ژغورونکی چې د سمندر په خوی او بوی بلد دی، د ساحل په غاړه ښکته پورته منډې وهي، شپیلکونه وهي اود ټولو لامبووهونکونه په اشارو اشارو غوښتنه کوي چې ژر ترژره له اوبو راووځي او د سمندر له قهرجنو څپو ځانونه وژغوري…
هو. خلک متوجه شول چې د سمندر هوا طوفاني کیږي. تورو وريځې د سمندر د پاسه په چټکۍ راخپریږي، توند باد راولګېد او د سمندر ارامه څپي یې ورو ورو لويې او قهرجنې کړې.
وارخطایی شروع شوه، بېړه شوه او په منډه منډه هرچا د ساحل شګو ته ځانونه راورسول… خو هلته په اوبو کې وړاندې یوه مسلمانه پیغله مریم چې د نورو خلاف ټول وجود یې د حیا په کالیو پټ دی او د لامبو سره یې پوره بلدیت نه درلود، ناڅاپه په فریاد شوه.. … بابا.. بابا کومک…کومک ، نشم کولی…ډوبیږم…پیغلې په خپل ټول زور لاسونه او پښې وهلې چې د ساحل خواته ځان وباسي خو زورورو څپو د سمندر منځ ته کش کوله….
دغه وخت د ساحل مسول ژغورونکي منډه کړه چې د خپلې کوچنۍ ماشیني کشتۍ انجن چالان کړي او پیغله له اوبو راوباسي..خو د نجلۍ پلار چې يو جګ او غښتلی سړی و، د ځوان ژغورونکي له بدن نه خپلې قوي مټې تاو کړې، هغه یې کلک ونیو او ورته یې وویل:
اجازه نه درکوم چې زما د لور پسې لاړشي.. ښه دی چې غرقه شي، نه داچې د یو نامحرمه نارینه لاسونه پرې ولګیږي…. ژغورونکي چې هرڅومره د ځان د خلاصون کوښښ وکړ، ویې نه شو کولی د هغه له قوي غیږې ځان خلاص کړي….
د سمندر څپو مریم وړاندې او وړاندې له ځان سره کش کوله… ترهغې چې فریاد یې خاموش او بدن یې ورو ورو له سترګو پناه شو….
د مریم مور او کوچنۍ خور په په ژور شوک کې ډوب شول. د مریم د ډوبیدو له ځایه یې سترګې نشوې اړولی…ښایې امید یې درلود چې هغه به سر بیا راپورته کړي.. ښايي یوه معجزه وشي…خو مریم راستنه نه شوه..
هغه نوره تللې وه، د تل د پاره…. ! د پېښې نور شاهدان هم لکه بې روحه جسدونه نپوهیدل څه وشول ، څه وکړي …حیران حیران یې کله یو بل ته او کله د سمندر څپو ته کتل…
نژدې ولاړ یو کس خپلې څنګ کې مېرمنې ته په کراره وايي: ودې لیدل…يوه ځوانه پیغله څنګه د یوې غلطې پریکړې او تعصب قربانې شوه…
څو دقیقې وروسته پولیس راورسېدل، د مریم د پلار لاسونو ته یې ولچک واچول او له ځانه سره یې زندان ته بوت….!
نوټ: (د کیسې سوژه د همدې ډول د یوې رښتنې پیښې څخه اخیستل شوې ده.)