جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+مولا اشرفي او د پاکستان نورو حکومتي ملایانو، جنرالانو او حکومتي چارواکو...

مولا اشرفي او د پاکستان نورو حکومتي ملایانو، جنرالانو او حکومتي چارواکو ته!!!

روح الله (انوري)

په ۲۰۰۱ کې کله چې پاکستان امریکا او دهغه نورو متحدینو ته پر افغانستان د برید لپاره ځمکنۍ او هوایې لارې ورکړې.

له دې سره سم یې په پاکستان کې د رسمي سفیر ملا عبدالسلام (ضعیف) په ګډون په سلګونو افغانان، عربان او نور کسان ونیول، څه یې شهیدان کړل او څه یې ژوندي په امریکا وپلورل ،په افغانستان کې یې د یو نوي جنګ د پاره خپلې ټولې دروازې بهرنیو ځواکونو ته پرانستلې.

په افغانستان کې یې د طالبانو نظام د ناټو او امریکا په مرسته نسکور کړ او همداراز یې د زرګونو طالبانو په وژنه، پر هغوي د ظلمونو کولو ،تر بګرام او ګونتنامو رسولو کې یې د سوداګر په بڼه رول ادا کړ.

ملا اشرفي (بې شرفه)مولا فضلو او نورو حکومتي او ډالرې ملایانو د افغان وژنې، بندې کولو او افغان خاورې لاندې کولو فتوې ورکړې، دا د جنرال مشرف خپلې خبرې دي چې اقرار یې پرې کړی دی.

بیا د امریکا او ناټو خلاف جګړه کې د افغان وژنې او افغانستان ورانوې فتوې هم همدې ډالرې مولیانو ورکړې،په دې جنګونو کې بیا په لسګونه زره افغانان و وژل شول،په لسګونه زره نور ټپیان شول،همدومره میرمنې کونډې،په سلګونه زره ماشومان یتیمان شول،میندې پلرونه بې بچو شول،خوېندې بې ورونو شوي،هغه د افغان په خاوره او افغان چارو کې مداخله نه و؟

د طالبانو د پخوانۍ دورې د رسمې سفیر او نورو کسانو نیول،امریکا ته ورکول او ورته ډول ډول سپکاوی کول ،هغه د اسلامي او انساني اصولو خلاف کار نه و؟

مولا اشرفي!ستا ټولې کارنامې شراب څښل،د زنا اډې او هرڅه ټولو ته د لمر په څیر ښکاره دي،نن سبا تاته نه څوک عالم وايي او نه دې هم څوک په خبرو دوکه کیږي.په خپلو نیشو،تماشو او مزو کې ژوند کوه.نور ستا او ستا په څیر د اي ایس اي د پلورل شوو مولیانو دنده پاي ته رسیدلې ،هیڅ افغان تاته نه د مولا په سترګه کتلې او نه درته ګورې،پاتې شوه ستا د خبیث اومنافق د استادۍ خبره.

رابه شو دېته چې ستا او د پاکستان د دفاع وزیر،لومړي وزیر او نورو جنګ غوښتنکو چارواکو یوه خبره ده،ته د مولا له ادرسه دغه له ګندګیو ډکه خبره کوې او هغوي یې بیا د قدرت له چوکیو او میکرافون کوې.

تاسو ته تل افغانانو همدا خبره کوله چې افغانستان کې لاسوهنه مه کوئ،دلته ټول مسلمانان اوسیږي،دلته د هیڅ افغان خلاف جنګ روا ندی،خو تاسو د ډالرو په ګټلو دومره مست شوي وئ،چې دې خبرو ته مو هیڅ اهمیت نه ورکولو او فکر مو کولو چې «همیشه به ناصر خو وي او سره اوښان به وي»خو دا فکرونه او ډالر اوس نشته.د دنړۍ حالات بدل شوي دي.نړۍ ستاسو دوه مخیزه او منافقانه شکل پیژندلی دی.

که ته او ستا بې صلاحیته دفاع وزیر او لومړی وزیر یا بل چارواکی افغان حکومت ته ګواښونه کوې چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله مه کوئ.تاسو زموږ شاګردان یاستئ،تاسو سره موږ د شوروي اتحاد او نورو یرغلګرو خلاف جګړو کې مرسته کړې ده.نو تاسو باید تحریک طالبان یا (TTP)پاکستان ته حواله کړئ ګني ستاسو خلاف به فتواوې ورکړو.

اشرفیانو ته دې وویل شي چې تاسو نه په جهادونو کې برخه اخستې او نه مو موږ سره کومه اړېکه ساتلې ده.
یواځې مو د افغان ولس په وینه سوداګرې کړې ده.

که د شوروي اتحاد خلاف جهاد و ،هغه کې چې کومې وسلې،پېسې او مرستې د مجاهدینو او کډوالو په نوم راتللې هغه مو ۹۰٪ خپله اخستلې او نورې مو افغانانو ته ورکولې.او هم مو د افغانانو د قربانیو په برکت پاکستان د شورویانو څخه وساتلو.

تاسو به خپله چغې وهلې چې «جهاد افغانستان دفاع پاکستان»اوس درڅخه هغه خبرې هېرې دي.
که له تا او ستاپه څیر له پلورل شوو مولیانو هېر وې ،نو لدې خبرو کتابونه ډک دي.

د امریکا او ناټو خلاف جګړه کې مو هم د پاکستان ګټو ته کتلې او افغانانو سره مو هیڅ ډول اسلامي،بشرې او د ګاونډیتوب حقوق ندي منلې ،بلکې ټول مو د پښو لاندې کړي.

تاسو افغانانو سره کوم ښه سلوک کړی چې نن پرې احسانونه کوئ او ترې دښه بدلې غوښتنه کوئ.
افغان طالبان درته وايي،ټي ټي پې د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او باید خپله يې حل کړي،افغانان پکې کار نلرې.
دا خبره د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمې خلیلزاد هم کړې او ويلې دي چې پاکستان باید خپله ستونزه خپل هواره کړې.

خلیلزاد ویلې:«پخوا به پاکستان افغان چارواکو ته مشورې ورکولې چې طالبانو سره د جنګ په ځاي خبرې وکړئ.د خلیلزاد په وینا،نن دې پاکستان خپله هم هغه کار وکړې او ټې ټې پې سره دې د جګړې په ځاي په خبرو مشکلات حل کړي.»

خو پاکستاني مولیان او چارواکې چې په رڼا ورځ د خپل قوت او زور په اړه خوبونه وینې ،ټې ټې پې سره خبرې کول او د هغوي شرطونه منل ورته ټوقې او وخت ضایع کول ښکاري.خو لدې ندې خبر چې روان جنګونه او بریدونه دکار پیل دی او پاي ته يې لا وخت شته دی.«دا د پټې سر دی ،پټې وروسته سورور دی.»

دې مولا په همدې خبرې کانفرانس کې چې تازه یې کړی ویلي،چې موږ د قربانیانو اوږده سابقه لرو او پدې سابقه کې يې د شیخ سمیع الحق،د هغه د زوي او د یو څو نورو علماو د وژنې خبره کړې ده.

اشرف وړاندې وايي،چې هره ورځ ورته د پوځیانو جسدونه راوړل کیږي او دوي دا نشي زغملی.
خو دا د شرابو په نیشه کې ډوب مولا خبر ندی چې دا کسان خپله د پاکستان ریاست وژلې دي.
د پاکستان پوځ او استخباراتې ادارې د دغو علماو سربېره د پښتنو نور جید ،په وطن او دین مين علما لکه مفتي منیر شاکر او مولنا خانزیب هم شهیدان کړي دي.

مولا اشرفي او نور چې د چا د ملاتړ لپاره چغې وهې همدا د علماو او ولس قاتل ریاست دی.او که بیا هم خپلو بې بنیاده تورونو او دعوو ته دوام ورکړې.

نو پاکستاني چارواکي او مولیان باید په دې پوه شي چې ټول افغان ولس د پاکستان خلاف متحد او یو موټی دی.
د پاکستان پر ضد خبرو او جنګونو کې بیا د طالب او غیر طالب فرق نشته ،ټول به په یو سنګر کې ستاسو خلاف اوږه په اوږه ولاړ وي.

نو د جوش په ځاي له هوش کار واخلئ ،په افغانستان مه تورونه لګوئ او مه پرې احسانونه کوئ.

2 COMMENTS

  1. ښکلي له مفهوم او معی ډک پیام او لیک دی.
    ملا آی اس آی او ملا اشرفیان یې حتما ولولي .
    البته د ټوقي پرځای ټوکه ولوستل شي .

  2. آیا دا لیکنه د آزادو رسانیو (فیسبوک، ټویټر X ) او نورو رسانیو له لاري نشر شوی یا نشرول توان لري
    ولی ځینې سیاسیون خپل نظریات او لیکني د تاند پښتو څانګه له لوری نشروی
    آیا دا ډول نشرات یا لیکنې نورو پښتو نشراتي سایټونو ته لیږل شوي که تنها تاند له لوری نشر شوی

    را به شو اصلی مطلب ته!
    اشرف ملا چې څه لیکلی د لیکوال او لوستونکي له لوری ډول ډول غبرګون ښودل شوي خو زه دومره وایم چې دا هر څه موږ پر خپل ځان کړی ځکه یووالي ته کار نکوو تل د سیاسی مشر دا هڅه وی چې نږدی ملګری په قدرت کې له ځان سره وساتي
    نور نفي کوی په اصل کې یاد سیاسی مشر دا ډول د ځان لپاره مثبت ګام بولی خو له بل پلوه د نړيوال سیاسی زاویی له نظره انحصاری شکل لري باید موږ هر افغان چې سیاسی او تخنیکي چارو کې فعالیت لري اود هیواد لپاره مثبت تمامیدای شي وګمارو او دا حوصله پیدا کړو، بل دا چې مخکې لدې پاکستان زموږ په وړاندی له تاکتیک کار واخلی موږ باید د دوی مهارولو کې قاطعیت او نړیوالو اصولو ته په کتو رغنده ګام پورته کړو (مننه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب