د زلمي خلیلزاد څرګندونې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د شخړو په اړه
تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) د افغانستان د سولې لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د دې هېواد د تحریک طالبان ترمنځ د روانو نښتو په تړاو ویلي چې اسلامآباد باید د پوځي لارې پر ځای د سیاسي تګلارې او خبرو اترو لاره خپله کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان هم کولای شي په دې بهیر کې مرسته وکړي.
خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ټي ټي پي ترمنځ جګړې د ګڼ شمېر پوځیانو او ولسي خلکو د وژل کېدو سبب شوي دي. که د پاکستان واکمن نظام داسې فکر کوي چې د دې کړکېچ پوځي حل شته، نو دا یوه لویه تېروتنه ده. زه هېڅ د باور وړ پوځي ستراتیژي نه وینم.»
هغه زیاته کړې:
«اوس هغه وخت دی چې پاکستان د پوځي چلند پر ځای سیاسي تګلاره خپله کړي او خبرو ته داخل شي. مخکې له ۲۰۲۱ کال څخه، پاکستان تل د امریکا او د افغانستان حکومت ته سپارښتنه کوله چې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي او سیاسي هوکړې ته ورسېږي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې په خپله پاکستان هم همدې لور ته مخه کړي. »
خلیلزاد ټینګار کړی چې افغانستان کولای شي د خپلې تجربې او رول له لارې په دې خبرو کې مرسته وکړي او د پاکستان د کړکېچ او تاوتریخوالي په کمېدو کې ونډه واخلي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د روان کال د وږې په شپږمه، د پاکستان تر هوايي بریدونو یوه ورځ وروسته، پاکستاني طالبانو (TTP) هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د دوی مرکزونه په افغانستان کې په نښه شوي. دې ډلې ټینګار کړی و چې د دوی مشر او غړي په خپله د پاکستان په خاوره کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند متیو میلر تېر کال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې واشنګټن او اسلامآباد د هغو تروریستي ګواښونو پر وړاندې ګډه همکاري کوي چې له افغانستانه پاکستان ته متوجه کېږي. د ده په وینا، دغه همکاري د استخباراتي معلوماتو تبادله او همداراز په پوځي او غیرپوځي برخو کې سلا مشورې رانغاړي.