جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ایران د صنعت او کانونو د وزیر په مشرۍ پلاوي کابل...

د ایران د صنعت او کانونو د وزیر په مشرۍ پلاوي کابل ته تللی

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سیدمحمد اتابک نن (دوشنبې) د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد. د سفر موخه د افغانستان د کانونو او بنسټیزو پروژو د ظرفیتونو ارزول او د افغان چارواکو او خصوصي سکتور له استازو سره خبرې کول دي.

د تسنیم اژانس د راپور له مخې، د ایران سفارت په کابل کې اعلان کړی چې دا پلاوی به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د کانونو له وزیر او د خصوصي سکتور له استازو سره وویني.

د ایران د دولت د اطلاع‌رسونې ویبپاڼې پرون خبر ورکړی و چې د افغانستان د چارواکو په غوښتنه، اتابک د پخوانیو ګډو غونډو پر بنسټ دا سفر ترسره کوي تر څو د کانونو او زیربناوو ظرفیتونه له نژدې وڅېړي.

اتابک به د خپل سفر په دوام کې هرات ولایت ته هم لاړ شي. هرات، چې د ایران پولې ته نژدې موقعیت لري، د غني کانیزو سرچینو، صنعتي وړتیاوو او د اکتشاف او استخراج په برخه کې د ټکنالوژۍ د تبادلې د امکان له کبله د دواړو هېوادونو د همکاریو یو مهم محور بلل کېږي.

افغان چارواکو په خپلو تېرو لیدنو کې له ایران څخه غوښتي وو چې د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د خپلو تجربو او وړتیاوو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په وروستیو کلونو کې ایران او افغانستان هڅه کړې چې د کانونو او بنسټیزو پروژو په برخه کې خپلې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي. د افغانستان د کانونو زیرمې – لکه قیمتي ډبرې، بنسټیز فلزات او نورې طبیعي سرچینې – کولای شي د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د ایران د پلاوي دا سفر کابل او وروسته هرات ته، یوازې د ټکنالوژۍ د تبادلې او د تجربو د شریکولو لپاره نه، بلکې د ګډو پروژو د څېړنې او د خصوصي سکتور د همکاریو د لوړولو لپاره هم یو فرصت ګڼل کېږي، چې د کانونو او اړوندو صنعتونو په برخه کې د تلپاتې پراختیا لاره هوارولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب