تاند ( دوشنبه د وږي – سنبلې ۲۴مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، یوشمېر پانګوالو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکول کیږي.
یاد معاونیت نن دوشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه معافیت هغو پانګوالو ته ورکول کیږي چې بېلا بېلو ولایتونو کې د سړوخونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د سړو خونو نهشتون، د ګاونډیو هېوادونو له لوري پر کرنیزو محصولاتو د موسمي تعرفو لګول او د سوداګریزو لارو تړل کېدل، ملي اقتصادي، کرنیز محصولات او کروندګر له مالي زیانونو سره مخ کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند ځمکو کې د سړو خونو او کارخونو د جوړولو طرحه هم تائيد شوې ده.
اقتصاد پوهان وایي، هېواد کې د لویو او معیاري سړو خونو نهشتون لامل شوی چې کروندګر او سوداګر میوې او نور کرنیز محصولات په ارزانه بهیر بهر ته صادر کړي او وروسته همدغه توکي په لوړه بیه بیرته را وارد کړي.
دوی د یاد معاونیت دغه اقدام ښه بولي خو ټینګار کوي چې، طالبان باید په دولتي ادارو کې هم د بهرنیو توکو پر ځای هره برخه کې کورنی تولید وکاروي.