Homeخبرونهله ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ له ایران او پاکستان راستانه شوي

له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ له ایران او پاکستان راستانه شوي

تاند (دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۴مه) د طالبانو له لوري  کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، پرون یکشنبه له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ۱۰۸۸ افغان کورنۍ راستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۰۰ کورنۍ،د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۰ کورنۍ، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۶۴ کورنۍ ،د سپین بولدک له لارې ۲۳۷ کورنۍ او د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې هم ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون له کابل څخه ۴۵۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۲۱۱ تنه و خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې تازه راغلو کډوالو ته یوه اندازه نغدي مرسته هم وېشل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د شړلو پروسه چټکه شوې او هره ورځ په زرګونه افغانان چې ماشومان اومېرمنې هم په کې شامل دي په جبري ډول له یادو هېوادونو راشړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...