Homeخبرونهد ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته راغی

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته راغی

تاند (دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۴مه) د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک په مشرۍ لوړپوړی ایراني پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته رارسېدلی.

ټاکل شوې، دا ایرانی پلاوی د طالبانو د کانونو او پټرولیم او همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسوولانو سره وګوري او پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې راغلی پلاوی به د طالبانو له کومو مشرانو سره تر ډېره پر کومو مسایلو خبرې وکړي.

خو د سرچینو د معلوماتو له مخې چې کابل ته د سید محمد اتابک له سفر یوه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم ګڼو ایراني چارواکو افغانستان ته سفر کړی او طالبانو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...