جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد طالبانو لوړپوړو چارواکو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ناسته...

د طالبانو لوړپوړو چارواکو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ناسته کړې

تاند ( دوشنبه د وږي – سنبلې ۲۴مه) طالبانو په کابل کې د ترافیکي چارو تنظیم او د هېواد په لویو لارو کې د مرګونو ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ناسته کړې .

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا ناسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په مشرۍ شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند، کورنیو چارو، ټولګټو، عامې روغتیا وزارتونو او ترافیکو عمومي ریاست استازو ګډون درلود.

په دې ناسته کې په ښارونو او لویو لارو کې د ترافیکي نښو لګول، تاوکښو یا ګولایانو کې د هندارو نصبول، د سړکونو څنډو کې د پټلیو ګارډ، د لویو لارو کرښو ایستل، د نقلیه وسایطو تخنیکي معاینې او موټر چلوونکو د روغتیایي او خوندیتوب کارټونو وېشل د ناستې د بحث مهم موضوعات وو.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

د ترافیکي پېښو د زیاتوالي ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه ‌مراعات بلل کېږي.

1 COMMENT

  1. د راسته لاس موټرو په اړه يې خبري ونه کړې؟ که پلان لري چې د پاکستان سړک ته يې واړوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب