جمعه, مارچ 29, 2024
Home+غني خان او کفریات | یونس تنویر

غني خان او کفریات | یونس تنویر

د غني خان د شاعرۍ یوه غټه خوبي د هغه د مضمون ده؛ مګر د غني د شاعرۍ یوه غټه بدي دده ژبه ده، چې موږ یې د شرقي شاعرۍ میزاج نه شو ګڼلای. یانې غني خان مضمون لري، ولې ژبه نه لري. زه دا خبره نه کوم، چې غني خان شاعرانه ژبه نه لري، نو کمزوری شاعر دی؛ مګر د غني شاعري د مضمون له مخې لویه او استادانه شاعري ده او دې خوبۍ! د غني د ژبې نیمګړتیاوې هم ورکې کړې دي. او دا د غني خان د شاعرۍ یوه لویه سبکي ځانګړنه ده، چې نه به بیا په پښتو ادب کې تخلیق شي او نه به تکرار شي، ځکه دا داسې شاعري ده، چې تر ډيره د پښتو ژبې هغه مشرقي میزاج هم نه لري، ولې هیڅوک یې د شعر کیدو نه منکر کیدای نه شي او په خپل ذات کې یوه نوې شاعري ده.

د غني خان په کلیات کې اکثره شعرونه تر یوه عنوان لاندې لیکل شوي دي او بیا ددغه شعر هغه اهم مضمون هم همدا عنوان وي.

زه د غني خان د ژبې په اړه یوازې همدومره وایم، چې ده زیاتره زده کړې په برتانیا او امریکاه کې کړې دي. دده په ژبه د غربي شعر، «چې زیاتره د قافیې او بحر څخه ازاد وي)» زیات تاثرات ښکاري. همدې وجې د غني شاعري تر ډيره مضمون ته مایله کړې او ټول د شعر کیفیت یې مضمون ته ځانګړی کړی دی. یوه ورځ  سالک[1] صیب دا خبره راته کړې وه، چې ((غني د پښتو ادب کلاسیکه شاعري زیاته نه ده مطالعه کړې، نو په دې وجه یې ژبه ماته ده.))

مګر زه د غني خان شاعري په دې کمزورې نه ګڼم، ځکه چې غني  خان د یوه مضمون لپاره زیات تفصیلات ورکړي او لوستونکي یې یو ډول واهماتو ته بوولي او بېلابېل تصورات یې د یوې موضوع لپاره ورکړي دي . غني خان د ځینو سترو مضامینو شاعر دی.

دده پر شاعرۍ تر ټولو د نقد خبره دا ده، چې د ملا سره ډېر وران دی. او د خدای تعالی (ج) سره په زیاته ګستاخانه لهجه راز او نیاز کوي؛ مګر غني خان د ملا سره نظریاتي اختلاف لري او تر ډېره بریده د صوفیانو په عقایدو یې ولاړه شاعري کړې ده.  په دې کې یې تعقول دومره ورګډ کړی، چې ځینې یې اوس هم اصلاحات هم په منکراتو ورګډوي، مګر دا د غني خان سره ظلم دی، ځکه چې دا د غني خان نفسیات دي.

دده زیاتره نظمونه د مادي ژوند د تظاهر سره تړلي دي، او په شاعرۍ کې یې ولسي ژانرونو څخه هم زیاته استفاده کړې ده، لکه: ژوند، تش جام، دعا، حسن، غم، منصور، عشق، صاحب، ملا، ناوې، روغتون، اور، نه کیږي په عقل، خدایه ولې، بابا ته او داسې نور… مګر د غني خان د شاعرۍ ستره برخه د ټولنې د نفسیاتي تهذیب د فساد په مقابل کې ده، د انسانیت او اسلامیت تر پښو لاندې کولو سره یو ډول مبارزه ده، تر څو بد اعمال بد یاد شي.

مګر په دغه ټوله شاعرۍ کې غني خان لهجوي تمایلاتو څخه مخ نه دی اړولی او دایې پکې راوستي دي، چې کله کله سړی فکر وکړي د کوم نثر شاعرانه خبره لولي.

ماته د غني خان د شاعرۍ لوست دا فکر راکړی، چې ده به! په انګریزي ژبه شاعري کړې وي او بیا به یې پښتو ژبې ته را ژباړلې وي. د غني خان ځینې شعرونه سړي ته همدا احساس ورکوي. شاید دا زما یوه وړاندوینه وي، مګر زه پرې باوري نه یم. د قسمت په نوم شعر کې، چې دده د کلیات په( ۴۳ )[2]مخ کې راغلی دی پیل یې داسې دی:

زه نرمه خټه یم لاس د کولال کې

یا به د میو جام شم او یا کوزه د جمات

یا ډیرکی د زیارت د میخانې فانوس

یا د ډیران ټیکری سړی او مات

ځواني مستي ژوندون د بل د لاسه دی

ځما(زما)نه وس شته او نه مې واک

شیخ په باغ کې د یار د کوره

کوم ګل پلیت کړمه او کوم پاک

یانې که پورته ټولې مسرې ولیدل شي یو ډول ضعف تالیف لري او یو ډول د ژبې نیمګړتیا لري، مګر که ددغه نظم نورې مسرې ولیدل شي، نو د قسمت لپاره یو عجیب مضمون تیار کړل شوی دی. او دغه پورته مسرو ته یې هم یو ډول شاعرانه بصیرت ورکړی دی. د غني خان که هر نظم ولیدلی شي، د ژبې غربت به پکې وي، ولې کله چې پای ته ورسیږي، نو سړی به بیا پوه شي، چې ددې شعر مقصد او غرض څومره لوړ او شاعرانه دی. تاسې د لومړیو مسرو دا مفاهمه وګورۍ، چې وایي زه نرمه خټه یم د کلال په لاس کې، یانې زما اختیار نه شته، دده! اختیار دی، که د مسجد کوزه رانه جوړوي او که د میو جام. او بیا ددې نظم وروستي بندونه، چې دغه پورته مدعا یې لا نوره هم شاعرانه کړې ده داسې دي:

څنګه ملامت زه په ګناه شم

چې وس قسمت او تدبیر د بل دی

څنګه ستومانه زه په خندا شم

خوب د بل او تعبیر د بل دی

دا مې ګناه ده مین په ګل یم

همداسې که ددې شعر نورې مسرې ولیدلی شي، نو د مضمون په لحاظ زیاتې غني دي. یانې د شاعر دا خیال دی، چې زه څنګه په ګناه ملامت شم، چې تدبیر او تعبیر د بل دي. یانې دلته یو ډول ګستاخانه راز او نیاز دی. دا شعر په عاطفي لحاظ یو ډير غني مضمون لري او په ډېرو زیاتو شاعرانه حقیقتونو استوار دی. یانې که موږ ددغه شعر مضمون ته ځیر شو، نو دا ډير عالي شعر دی، ولې که یې ژبه وګورو، نو یو ډول ضعف تالیف لري؛ مګر اصله خبره دا ده، چې د غني په شاعرۍ کې مضمون او پیغام دومره غالب دي، چې د ژبې غربت یې سړی نه شي محسوسولای . دا د غني د شعر یو ډير ستر کمال دی.

غني خان د ملا، ملک، خان سره ‌‌‌ډېر زیات نظریاتي اختلافات لري. او دایم یې د هغوی په خویونو او کردارونو لا ځوابه نقدونه کړي دي. دا د غني خان د شعر په محتوا کې لوی رقیبان، ښاماران یاد شوي دي. او دغه رقابت د ټولنې، ښامارانو او غني ترمنځ دی.  همدا ډول د سنتي دودونو سره یې زیات اختلافات ښودلي. او په خپلو نظمونو کې یې هیڅ ډول پابندي نه ده ساتلې او په هر شي کې یې د خپل نفسیاتي تاثر له مخې نقد کړی او د بدو خویونو یې بده یادونه کړې ده. حتا په شعر کې یې د معشوقې هر اندام داسې نڅولی، چې د ملا له خولې به یې هم اوبه را پرېښولې وي.

د دې ټولو باوجود د غني خان شاعري د یوه ستر پیغام لپاره شوې ده. دا د غني خان خپل نفسیات دي. غني خان ریالیسټیکه ژبه لري. او د ریالیسټیکې ژبې ځانګړنه دا ده، چې د پیغام سره ډيره وابسته وي. د مضامینو شاعري وي. دا د غني خان هغه شاعرانه ځانګړنې دي، چې نن یې غني خان د لویو شاعرانو په کتار کې ودرولی دی.

غني خان د ناوې تر عنوان لاندې یو شعر لیکلی دی، چې دنیا ته یې د پلیتې صفت ورکړی دی او ویلي یې دي: اف دنیاګي پلیتې[3].

او دنیا له دې صفته هم زیاته بده ده، ځکه چې اسلام بده ګڼلې. غني خان د اسلام سره زیات تړلي روایات لري او دا ټول صوفیانه عقاید دي، چې اسلام یې د رضایت د لوریینې په توګه اختیار کړی دی. او داسې زیات د الله تعالی (ج) له لوري منعه شوي اعمالو ته یې بد ویلي دي او څه چې اسلام ناروا ګڼلي وي، هغه بد دي او غني خان دا ټول ناروا عملونه بد ګڼلي دي، لکه: تن فروشي، سپک کار، مال او دولت،  د لور د خواښې سره ښه سلوک نه کول، یوه سپي ته ناوې ورکول، ډمه او روپۍ، لور خرڅول،[4] دغه پورته په پورتني شعر کې ډير بد ګڼل شوي دي او داسې زیات شعرونه دي، چې غني خان پوره د سړیتوب په بنا ویلي دي.

زموږ په پوهنتونونو او علومو اکاډمۍ کې د پښتو ژبې د ادب د تاریخ لپاره تر ټولو ستر ماخذ د ختیځو پېژندونکو له لوري یادښتونه دي. او دا هغه غربیان دي، چې دوی پښتو زده کړې وه او بیا یې په دې ژبه کې تحقیقات کول، مګر عجیبه خبره دا ده، چې ډاکټر راغب سرجاني [5]د دوی په اړه ښه ویلي دي، چې نن موږ د خپلې ژبې خپل اشخاص د دوی په تیورۍ تلو، یانې که موږ د خپلو اسلافو خپله پلټنه کړې وای، نو اوس به مو د شاعرانو د شناخت یو دقیق تصویر را سره وای او غني خان ته به مو دومره لوی تفیکري نوم نه وای ورکړی، مګر عجیبه دا ده، چې غني خان زیاترو ته ملحد ښکاریده.

یانې له دې اخذ شوي نقلې قوله دا په ډاګه کیږي، چې د غني په اړه هم مغرضانه نقد شوی دی او دی یې یو ډول بې دینه معرفي کړی دي. او دا لوی تهمت د ملا له دښمنۍ ورته پیدا شوی دی. یانې دا په دې مانا نه ده، چې غني خان د ټول عالم راتلونکي او تللي ټول ملایان بد دي. دا د هغه ملا خاصیت دی، چې د غني د سیمې او زمان په وخت کې موجود و. او دا یقیني مسله ده، چې په هغه دور کې چې هند تجزیه کیده، نو پاچاخان پکې یوه لویه سیاسي څڼه وه. او زیاتره پاکستاني ملایان د هغه دور د انګریزانو د ګټو لپاره ول. او د هغه دور خانان ټول دوړه ماران او ملکان د سرچوک دلالان ول. تاریخونو جوته کړې، چې دلته زیات خلک د انګریزانو غلامان و، لکه څه ډول چې د روس او امریکې غلامان تېر شول. نو دا د غني خان حق دی، چې د منافقینو په اړه بد ووایي:

زړه کړه زهر خوله خوږه کړه

خره راشه  ځان هوښیار شه[6]

نو زه فکر کومه چې غني خان د قصه خواني داستان لیکونکو را پېژندلی دی، چې د انګریزانو په خوښه به یې اوږده اوږده داستانونه لیکل او یا د غني خان په اړه زیات نادرست روایتونو تړل شوي دي. زه دا وایمه چې د اسلام دښمني په غني مه ورتپۍ او د ملا دښمني په اسلام مه ورتپۍ.

 غني خان د نوي کال[7] په نوم نظم کې؛ کلمې دومره شاعرانه دي او داسې ګمان به ونه کړې، چې دا ژبه د شعر فطري میزاج نه لري. یانې دا شعر یو نوی موزون او اهنګواله شعر دی. دا د شعر یو نوی شکل دی، چې غني خان خپل عواطف، احساسات او تخیللونه پرې ښکاره کړي دي. د غني خان په دغه ماخذ[8] شوي شعر کې د شاعرانه ژبې هنري ګشش وګورئ: چې تکرار یې څومره لوړه موسیقي په کلمو کې رامنځته کړې ده او د (واړوه) مانا محیطي شوې او په دې لحاظ یې تکرار احسن رامنځته کړی دی. وجه دا ده، چې کله د تکراري شویو کلمو مانا یوه نه وي او بېلابېلې ماناوې ولري، نو هغه تکرار احسن دی او دا تکرار د شاعرانه موسیقۍ یوه لویه ځانګړنه ده. تاسې په دغه ماخذ شوي شعر کې: دنیا یو کال واړو، چا په ژړا واړوه، چا په وصال واړوه، همداسې دال، مال، مشال واړوه، یانې د (واړوه) تکرار په بېلابېلو ماناو شوی دی. د کلمو ترمنځ لفظي ډیروالي په دې وجه په شعر کې موسیقي پیدا کړې ده، چې ماناوې یې متعددې دي.

عجیب سټایل یې دا دی، چې د قافیو د کلمو سره  یې په تغیر بیا هم (واړوه) راوستلی دی او تعدد  رامنځته ته شوی دی، چې په بېلابېلو محیطونو کې استعمال شوی. اصل کې (واړوه) لفظي مانا دا ده: چې د اسم جنس لپاره فعلي ترکیب دی، مګر په شعر کې ددې ترکیب استعمال محیطي شوی او د زیاتو حالتونو لپاره د کار وجه پاتې  شوی دی.  زه دا خبره په ډېر غور کوم، چې غني خان د کلاسیکي میزاج شاعر نه دی، ولې غني خان د خپلې ژبې د سټایل یو لوی شاعر دی.

غني خان که د پښتو ژبې د شاعري مزاجونه مات کړي دي، ولې غني خان یو ځانله نوی مزاج هم ورکړی دی. دغې شاعرۍ په پښتو ادب کې د یوه نوي طرز په درلودو یوه نوې لاره وباسله او یوه نوې شاعرانه ژبه یې وزیږوله.

غني خان ډېر عجیب فطرت لري. د (هغه دغه)[9] تر عنوان لاندې ځینې توصیې او معقولې لري. دی وایي:

هغه دغه

ټټو دوست کړه سنډا یار کا          خر کړه خپل مطلب پرې بار کا

                                       خوار لوهار[10] ته لالا وایه          چې تېره درله سپارکا

                            سر کار مرګ له چې څوک بیایي          یو کپتان بل صوبیدار کا

                                   د مستۍ چې خر شي پاتې          د شیخۍ چوغه اختیار کا

                                  چې نرۍ رنځ ور شروع شي           ځان حاجي کا پرهیزګار کا

                            چې میږي ته خدای په قار شي           دوه وزر ورله تیار کا

                          چې پښتون ته خدای په قار شي           لوی ملک یې د سرکار کا

                                    خان او خر دي سکه وروڼه           مست چې جر زنا په جار کا

                                   پښتون هغه وي چې مړ شي         خپل پردی ورته ازارکا

                                     زړه کړه زهر خوله خوږه کړه         خره راشه ځان هوښیار کا

همدا ډول: په ږیره اعتبار کا، یو د یار شونډې خوږې دي، بل د ښکار غوښه مزه کوي. په دغه پورته ذکر شوي غزل نما کې بېلابېلې توصیې، او معقولې راوستل شوې دي او دا د غني خان هغه نقدونه دي، کوم چې اسلام هم ناروا ګڼلي دي. کله چې ټول مومنان وروڼه شول، نو د چاپلوسۍ، تيري او داسې د نورو یادو شویو مظالمو اختیار خپله د کوونکي لپاره جرم دی، نو باید چې غني خان یې نقد وکړي. ددې شعر په ځینو مسرو کې د پښتون او میږي یو تمثال راغلی دی او د ټولنې یو عجیب واقعیت هم همدا دی. همداسې یو تمثال د خان او خر ترمنځ هم شوی دی. زه فکر کوم، چې غني خان ځیني واقعیتونه دومره په تنده ژبه نقد کړي، چې پوره یې تمثالونه او مثالونه هم ور سره ښودلي دي. یانې دا هغه نقدونه دي، چې اسلام یې هم په خلاف دی.

 غني خان یو ډول صوفیانه عقایدو باندې ولاړ دی او د حمزه بابا دا خبره، چې د اسلام اساسي روح په تصوف کې دی، نو د غني شاعري هم له همدې روحه مالاماله ده، مګر غني خان یو ازاد خیاله او له خپلو سنتي دودونو ستړی و او په ښکاره یې په شعر کې د معشوقې هر اندام نڅولی دی. ملا تا څکلې نه دي، نرۍ سرې شونډې شکرې، ستا په غیږ کې ویدې نه دي، د کالو ډکې کونترې… او کله کله غني خان دومره مهذب شوی وي، چې د ټولنې د ټولو نادرستو او غیر شریعي دودونو زیاته غندنه یې کړې وي:

زړه کړه زهر خوله خوږه کړه

خره راشه ځان هوښیار کا

اخځلیکونه:

۱ـ د غني کلیات. غني خان.(۱۳۶۴ ش) خپروونکی: د قومونو او قبایلو وزارت، د نشراتو ریاست.

۲ـ تلپاتی امت.(۱۴۰۱ هـ). پښتو ژباړن: پرهیز، محمد نعیم. لیکوال: ډاکټر راغب سرجاني. خپروندویه ټولنه: نوی مستقبل.

[1] د پښتو ژبې استاد شاعر او لیکوال مصطفی سالک مې مراد دی، هغه چې توري یې ستوري کړل او باران یې پاتې نه شو کړای او دوه ډير غټ تخلیقونه یې پښتو ادب ته نظر کړل او بیا یې د شعر او ادب لپاره یې خپل منشور ولیکه.

[2] د غني خان کلیات، د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو او فرهنګي امور ریاست، له لوري چاپ شوی کتاب دی، چې سریزه سلیمان لایق پرې لیکلې ده، مګر داسې سریزه لیکل شوې، چې نه خو غني معرفي شوی او نه یې شاعرانه تلازماتپه نښه کړي دي.

[3] د غني خان په کلیات کې دا شعر په ۲۹۴ مخ کې راغلی دی

[4] په همدې پورته قسمت په نوم نظم کې دغه ټولو بدو اعمالو یادونه شوې ده، چې موږ د غني خان د کلیات څخه د توضیح لپاره را اخیستې ده.

[5] دا خبره محمد نعیم پرهیز د راغب سرجاني په قول ژباړلې ده او مستقبل خپروندویې ټولنې د تلپاتي امت په نوم په یوې رسالې کې چاپ کړې ده، چې د چاپ کال یې ۱۴۰۱، چې موږ یې دا خبره کټه مټه دلته را اخلو، چې په پورته توګه د یوه الهام په توګه کاریدلې ده((ختیځ پېژندونکي: دا د اروپایي عالمانو ډله ده، چې زړونه یې د اسلام پر وړاندې له کرکې او کینې ډک دي او سترګې یې همدې کې ضد ړندې کړې، نو پر همدې د اسلام د تاریخ او مشهوره څيرې مطالعه کوي، دا ددې لپاره چې هغوی بې لارې کړي.)

[6] د غني خان په کلیات کې په ۵۹۸ مخ کې راغلی دی، چې زه ورته غزلنما شعر وایم.

[7]: دا د غني خان په کلیات کې یو شعر دی، چې د کلیات په ۴۶۸ مخ کې راغلی دی، چې موږ په پورته ډول خبرې پرې کړې دي. (نوی کال)

[8] همدا پورته اخذ.

[9] (هغه دغه): دا د غني خان د کلیات په ۵۹۸ مخ کې راغلی یو شعر دی، چې موږ پورته پرې خبرې کړې دي.

[10] لوهار مانا د کلیات په لمن لیک کې د اهنګر په نوم مانا شوی ده.

4 COMMENTS

  1. یونس جانه غنی لوی بحر دی. هغه عرفانی څیره ده. دهغه په ادب باندی بحث اسانه ندی. ستا لیکنه لا تراوسه ډیری املایی غلطی لری دلته مجازی معناوی مهمی دی نه دا چی تا برداشت کړی. کوشش وکړه مطالعه دی پوره کړی

  2. دليکنې سرليک دمتن سره هيڅ نه جوړيږي فکرکوم ليکوال يوازى په دى خاطر داسرليک ورته غوره کړي چې دلوستونکو پام ليکنې ته ورواړوي

  3. دا ډير لوي جهالت دی، چې وليکو: ډېری املايي غلطۍ لري. ته خو يوه ويي راته وښايه، چې ناسم ليکل شوی.
    که مو ناسم ليکلی و موږ به هم پوه شو.
    اصل کې تا ليکنه نه ده لوستی او هوايي ډزې کوې.

  4. سيد صيب تاسو دې ته متوجې نه ياست چې موږ په متن کې پر غني د کفرياتو د دعوې رد کړی دی او د غني مو د صوفيانه رواياتو شاعر ګڼلی دی.
    البته د لوستونکو خو بايد پام ور واوړي، مګر د هغوی بايد ډير پام ور واوړي، چې غني خان يې په کفرياتو تورن کړی و.
    زموږ لوستونکي ډير وړ ذهن لري. دا زموږ خپل قسمت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب