( اوومه برخه)
وهابي تحریک:
الاعرابُ اشدُّ کُفراً و نفاقاً ـــ سورة ۹ آیة ۹۷
ترجمه: (عرب، چي مفسرینو په بدوي او خیمه نشینو عربو ترجمه کړی دی، په کفر او منافقت کي تر ټولو سخت دي)
که د مفسرینو خبره ومنو چي وايی د آیة مبارک مطلب مالدار او هغه عرب دي چي په خیمو کي یې ژوند کاوه نو د «نجد» سیمه، چي د وهابي تحریک پیل له هغه ځایه وسو، داسي منطقه وه چي ټول ریګ، وچ دښتونه او غرونه ول او یوازي هغو عربانو ژوند پکښی کاوه چي تاریخ او قسمت یې دا سیمه په برخه کړې وه. که څه هم چي ټول عرب، له اسلام څخه مخکي، بُت پرستان او خرافات پرسته ول خو صحرايي سیمو، چي تر نولسمی او شلمي پېړۍ پوري، له تمدن څخه لیري پاته وې، خُرافات او د بُت پرستی د وخت اکثر عنعنات او رسوم ژوندي ورسره وساتل او د هغوی همدغه عقاید، چي تر مذهب یې ریښې ټینګي وې، د هر ډول اجتماعي، مذهبی او کلتوري تحریک په مخ کي خنډ وه.
عربانو هاتف او پېریان ته ټینګه عقیده درلوده او هر وخت به یې په دښتونو کي د شپې د سفرونو په ترڅ کي د هغوی د آوازونو د اورېدلو کیسې کولې. مثلاً ابوعبیده معمر بن مثنی لیکلي دي چي یوه شپه مي په دښت کي سفرکاوه او پر یوې درې باندي ور برابر سوم چي هیڅ وخت مي نه وه لیدلې او لاره مي ورکه کړه. د پېریانانو له سالار څخه وېرېدلم. نو مي وویل چي د دې درې له شر څخه د درې خدای ته پناه وړم. په دغه وخت کي مي ږغ تر غوږ سو او راته وویل سول چي ښي لاس ته دي تاوسه او لاره به پیدا کړې. هغې خواته تاو سوم او د کلب طایفې ته مي ځان ورساوه.
له اسلام څخه مخکي عربان په دې عقیده وه چي ځیني پېریانان نیم وجود لري او هغه به یې « شق» بلل. دوی به ویل چي له شق سره تل توره ورسره وي او چي هر وخت په شپه کي، په دښت کي، انسان ورسره مخامخ سي ږغ ورباندي کوي او په توره یې دوه ځایه کوي.
د قبرونو او زیارتونو کراماتو یې ډېره ټینګه عقیده درلوده. مثلاً ځیني یا ښايی ډېر زیات عربان په دې عقیده وه چي که څوک په دښت کي د حاتم طایی ( چي په سخاوت کي یې افسانوي شهرت درلود) له قبر سره نیژدې پاته سي نو حاتم هغه ته مېلمستیا کوي او هیڅوک د هغه له قبر سره وږی نه پاتیږي. مسعودي، مروج الذهب ص ص ۵۱۴-۱۸
عربانو جادوګری، کوډو، فال، قیافه پېژندني، شګون … ته دونه ټینګه عقیده درلوده چي له عربو څخه بهر په نورو قومونو کي چنداني نه لیده کېده. عربو همدغه رسوم د اسلام له ظهور او د اسلام له قبولولو څخه وروسته هم ورسره ساتلي ول او د مذهبي عقایدو په څېر ورباندي ټینګ ول.
عربانو عقیده درلوده چي کاهنان یا جادو ګران په غیب خبر دي. دوی ته ویل سوي وه چي شیطان د فرشتو خبرو ته پټ غوږ نیسي او هغه خبري چي یې له فرشتو څخه اورېدلي وي هغه کاهنانو ته وايي او کاهنان له هغه څخه ګټه اخلي. خو کاهانانو به ویل چي دا د انسان د نفس له پاکۍ سره اړه لري او هر څومره چي د انسان نفس پاک سي په هغه اندازه هغه ته د کایناتو او جهان اسرار معلومیږي.
مسعودي په دې عقیده دی چي کهانت نفساني ریښه لري او زیاتره په عربو کي پیدا کیږي او په غیر عربو کي چنداني نه وي. په زړه پوري خبره دا ده چي د کاهنانو په باره کي د عربانو عقیده تقریباً هغه عقیده ده چي صوفیان یې د صوفي او تصوف په باره کي لري. د جاهلیت د زمانې عربان په دې عقیده وه چي کهانت یا جادوګري له طمع یا تعلق څخه د ځان د ژغورلو او د نفس له روښانی څخه منځته راځي. دوی به ویل چي کله چي انسان په خلوت کي کښيني او له خلکو سره تعلق وشلوي نو دغه حالت یا د کهانت کمال منځته راځي. ځکه کله چي نفس یوازي سي او فکر او غور وکړي نو اوج ته پورته کیږي او د باطن د جهان وریځي ورباندي اوري او دی په روڼو سترګو او تېز نظر هرڅه وویني او مستقیم سلوک ته مخه کړي او د شیانو له ماهیت څخه، لکه څرنګه چي دي هغسي، خبر سي. دلته نو د انسان نفس قوت واخلي او د غیب او پېښېدونکي حوادثو څخه خبر سي. هغه کتاب ص ص ۵۲۷-۲۸
دا هغه افکار او عقاید دي چي له اسلام څخه مخکی یې په عربانو کي ژوري ريښې درلودې او عربان او حتی د مړۍ ډېر زیات مسلمانان اوس هم پر هغوی باندي عقیده لري. همدغه افکار وه چي د اسلام د دین له خپرېدلو څخه وروسته د صوفیانو پر لاسونو باندي د تبلیغاتو او کتابونو له لاري خپاره سول. البته صوفیان هم د جاهلیت د زمانې د افکارو، هم د هندي جوګیانو او هم د غربي مرتاضانو او خلوت نشینانو تر اغېزې لاندي راغلي او هم یې خپل ابتکارات ورباندي زیات کړل. صوفیان په دې لاره کي دونه مخته ولاړل چي ډیرو زیاتو یې د خدايی دعوه وکړه او د حسین بن منصور حلاج، شهاب الدین مقتول او نورو ډیرو زیاتو په څېر یې سرونه پکښي بایلودل. بایزید بسطامي، چي شمس تبرېز یې مقام تر حضرت رسول اکرم ص لوړ باله، د خدايي دعوه کړې او حتی خلک یې، د سُکر او جذبې په حالت کي، خپل ځانته سجدې کولو ته وبلل. مولنا، چي د بایزید د خدايی د دعوې په دفاع کي یې داستانونه ولیکل، پخپله هم تر نورو کم نه وو او په څو شعرونو کي یې د خدايی دعوې وکړې. مولنا په دې عقیده وو چي کله یې عشق لکه ویني په رګ او پوست کي ګډي سوې او وجود یې ټول له دوست څخه ډک سو نو چی ځانته یې وکتل نو یوازی د ده نوم پاته وو نور ټول هغه وو؛ یعني مولنا پخپله د دوست مقام ته رسېدلی وو.
عشق آمد و شد چو خونم اندر رګ و پوست
تا کرد مرا خالي و پُرکرد ز دوست
اجزای وجودم همه دوست ګرفت
نامی است زمن بر من و باقی همه اوست.
د مولنا په مثنوي او د شمس تبریز په دیوان کي دغه ته ورته د خدايی دعوې ډیري زیاتي دي. هغه د ټولو سُني علماوو په خلاف د خپل مرید صلاح الدین زرکوب جنازه په ډول، سرنا او رباب تر هدیري پورۍ ورسول او د جنازې په مخ کي په رقص روان وو. دا چي په ژوند کي به چا څه ورته ویلي وي طبیعي خبره ده چي په زرهاوو مخالفین به یې درلودل مګر اوس یې په هرکال په زرهاوو مسلمانان او غیر مسلمانان زیارت ته ورځي او مراد ورڅخه غواړي. له مراکش څخه تر انډونیزیا پوری ټګانو، قلندرانو او پیرانو د خپلو مرشدینو پر زیارتونو باندي طوافونه کول او اوس د همدغو ټګانو پر زیارتونو باندي له دین څخه بېخبره او غافل مسلمانان طوافونه کوي او حتی قبرونو ته یې سجدې کوي. دا ټول هغه افعال وه چي د اسلامي عقیدې او محمدي دین له اصلي هستې یعني توحید سره مخالف وه او، د قرآن شریف په خلاف، د شرک مرتکب کېدل.
ابن جوزي، ابن تیمیه او په وروسته کي د هغوی پیروانو دغه اعمال شرک وبلل. ابن تیمیه د خپلو تبلیغاتو او د عقایدو د اظهار په وخت کي د هغو دیني علماوو له مخالفت سره مخامخ سو چي د همدغو خُرافاتو په ساتلو کی یې ګټي درلودلې. هغه د پیرانو له مخالفت سره له یوې خوا او د عوامو له مخالفت سره، چي په هیڅ نه پوهېدل او یوازي د خپلو پلرونو او پخواینو پر پلونو باندي روان ول، مخامخ سو او بالاخره یې خپل سر پکښي کښېښود.
محمد بن عبدالوهاب، چي له یوې مشهوري او د اعتبار څښتني کورنۍ سره یې اړه درلوده. پلار یې قاضي وو او کورنۍ یې د دیني عالمانو د مجلسونو او غونډو مرکز وو او د شته منۍ له مخي بې نیازه وو؛ لومړی د دیني علومو او احادیثو زده کړي ته ملا وتړل او چي علم یې، د ده په اند، تر کماله ورساوه نو د خُرافاتو پر ضد او د توحید په دفاع کي په تبلیغ پیل وکړ. این جوزي، ابن تیمیه او نرو ځکه پرمختګ ونه کړ او ځکه یې غوښتني او تبلیغ تر ځایه ونه رسېدل چي له هغوی سره لښکر او توري ورسره نه وې. داسي ښکاري چي ابن عبدالوهاب دې ټکي ته متوجه سوی وو. هغه دا درک کړې وه چي د خلکو د سلهاوو او حتی زرونو کلونو پر خُرافي عقایدو باندي بری په تش لاس نه ترلاسه کیږي او حتماً به هغو کسانو له مقاومت سره چي د خُرافاتو په دوام کي ګټی لري مخامخ کیږي نو یې د عینیه د ښار، چي د محمدابن عبدالوهاب د زېږېدني ځای وو، له حاکم عثمان بن احمد بن معمر سره تماسونه ټینګ کړل. لومړی یې هغه پخپلو عقایدو قناعت ورکړ او هغه یې په دې قانع کړ چي عربانو او اکثریت مسلمانانو د اسلام دین پرې ایښی او شرک ته یې مخه کړه او وروسته یې ورته وویل چي که د ده سره ملګری سي نو د نجد د سیمي ټول واک به هغه ته وسپاري او پخپله به یوازي مذهبي تبلیغاتو او مذهبي اجرآتو ته مخه کړي. عثمان د ابن عبدالوهاب دا پېشنهاد، چي له هري خوا د هغه په ګټه وو، ردولای نه سو او له هغه سره یې د توحید په قایمولو او د شِرک په ورکولو کي د هر راز ملاتړ ژمنه وکړه.
ابن عبدالوهاب، تر هر څه مخکي، د العینیه په سیمه کي د هغو دریو ونو له منځه وړلو ته مخه کړه چي خلک، له نامعلومي مودې راهیسي، ورته معتقد ول او د خپلو غوښتنو د پوره کېدلو لپاره به یې په دې دریو ونو رنګارنګ شیان جوړول. هغه وني به یې خدای ته شفیع کولې او مرار به یې ورڅخه غوښت. ابن عدالوهاب تر هر څه مخکي دا درې وني ونړولې او له بېخه یې وایستلې. پر خلکو به یې ډېر بد اثر کړی وي خو ابن عبدالوهاب تر دې د لویو اقداماتو او مأمموریتونو نقشه درلوده. د هغه دغه عمل خلک په دې پوه کړل چي ابن عبدالوهاب لکه چي یوازي په جوماتونو او پر منبرونو او لارو کوڅو کي په تبلیغ نه بسیا کیږي بلکه بالآخره، د خپلو عقایدو د عملي کولو لپاره، له زور څخه کار اخلي.
دا خبره هغه وخت ښه ترا څرګنده سوه چي ابن عبدالوهاب د العینیه په سیمه کي د عمربن خطاب د ورور زید بن خطاب د قبر د ورانولو په باب خبري پیل کړې. دا قبر دوونه مقدس وو چي نه یوازي د العینیه خلکو هغه د سوونو کلونو راهیسي نذرونه راړول او ډېره زیاته مځکه او جایدادونه یې په تولیت کي وه بلکه د العینیه څخه له ډیرو لیري لیري ځایونو څخه خلک د هغه زیارت ته راتلل او شپې شپې به یې به غرونو، دښتونو او له خطر څخه ډکو سیمو کي سفرونه کول څو ځانووه د زید بن خطاب زیارت ته ورسوي.
د العینیه اوسېدونکو د ابن عبدالوهاب دا عمل نه سو زغملای او ابن عبدالوهاب هم پو هېدی چي دونه لوی کار په یوازي سر او د خپلو څو شاګردانو په زور نه سي کولای. نو له د العینیه له حاکم ابن معمر څخه یې د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه. ابن عبدالوهاب د ابن معمر له شپږ سوه عسکرو سره د زید بن خطاب زیارت ته ولاړ او لومړی کلنګ یې پخپله ور واچاوه. خلکو ولیدل چي د ابن معمر له شپږ سوه وسله والو عسکرو سره د هیڅ چا زور نه رسیږي نو قسمت ته تسلیم سول او په زړونو کي که هر څونه خواشیني ول له عسکرو سره یې هیڅ ډول مقاومت ونه کړ. د ابن عبدالوهاب د دې وروستي عمل آوازه، چي د خلکو یې په اورېدلو له ویري ورېښته پر بدن شخ درېدل، او فکر یې کاوه چي له اسمان څخه به ډبري را واوري، ډېر ژر تر نیژدې او لیري سیمو پوري ورسېدل او خلک ایله پوه سول چي نه یوازي د ابن عبدالوهاب له هغو تبلیغاتو او خطبو سره مخامخ دي چي د دوی د پلرونو او نیکونو د عقایدو مخالفي دي بلکه په آینده کي به د هغه د پوځي قوت سره، چي ښايی ورځ په ورځ نور هم زور واخلي، مخامخ سي. البته وهابي تحریک، د خپل ټول نظامي زور، بریالیو جنګونو او پوځي قوت، چي په وروسته کي انګرېزانو د خپلو شیطاني هګیو د اچولو لپاره مالي او پوځی مرستي هم ور پیل کړې، د سعودي عربستان تر قلمرو دباندي ونه ووت او حتی، په نیژدې ګاونډ کي یې، په کویټ کي د شیعه مذهب، چي د وهابیانو په نظر، تر ټولو سخت دښمن وو، له نفوذ او قدرت څخه راونه ګرځولای سوای. د دې علت داوو چي وهابیانو د خُرافاتو پرضد، چي له اسلام څخه مخکي یې هم اوږده سابقه درلوده خو له اسلام څخه وروسته یې لاهم ژوري ریښې ځغلولي وې، مبارزه او جنګ پیل کړی وو چي د تبلیغ له لاري خو به یې یو څه امکان درلود خو د توري په زور یې نه پخوا امکان موجود وو او نه به وروسته امکان ولري.
خُرافات:
خرافات د افکارو، اوهامو او معتقداتو مجموعه ده چي د بشر له منځته راتللو سره له هغه سره ملګري دي او چي کله بشر د فکر کولو توان پیدا کړی دی خُرافات هم ورسره زېږېدلي دي. په زرهاوو کلونو یې له بشر سره تېر کړي او له یوې سیمي تر بلي پوري ورسره کوچېدلي او انکشاف یې کړی دی. هر څومره چي په یوه ټولنه کي علم پرمختګ کوي په هغه اندازه خُرافات پرستي هم ورسره کمیږي او هر څومره چي یوه ټولنه وروسته پاته وي په هغه اندازه د خُرافاتو بازار هم تود وي. له خُرافاتو سزه مبارزه ښايی یو له تر ټولو مشکلو کارونو څخه وي؛ ځکه چي کله کله خُرافي عقایدو په یوه ټولنه کي سل ګونه کلونه تېر کړي او د خلکو د فکرکولو او کلتور یوه برخه ګرځېدلي وي.
محمدبن عبدالوهاب خپله مبارزه یا د اصلاحاتو تحریک یا د ده په قول د توحید حرکت د خُرافاتو پر ضد له مبارزې څخه پیل کړ. دا چي په وروسته کي یې څه شکلونه واخیستل هغه د ابن عبدالوهاب له لومړیو اقداماتو او شعارونو سره ډېر توپیر درلود.
همدا اوس، له تونس څخه تر اندونیزیا پوري، په سلو کي ۸۰ لا ښايی زیات مسلمانان هغه خُرافي عقاید لري. زیارتونو، پیرانو، تعویذونو، کوډو او جادو، فال، پیش ګويي، دم، دعا، نظر، پیریان، شاپېری او… ته داسي عقیده لري چي حتی د خپل ملا په قول هم نه کوي؛ علت یې دادی چي دا خُرافي عقاید له مُلا څخه مخکي پکښی موجود ول او په هره سیمه کي یې سل ګونه او حتی زرګونه کلونه عمر درلودلی دی. څوک چي یو ځل یوه شي ته معتقد سي او بیا هغه خپله عقیده راتلونکو نسلونو ته ور انتقال کړي بیا که هغه عقیده او عمل هر څومره له عقل سره نه جوړیږي د خلکو ذهنیت د هغي عقیدې او عمل په خلاف د چا په خبره او استدلال، که هرڅومره معقول هم وي نه قانع کیږي.
د مثال په ډول: د افغانستان د بلخ په ولایت کي د مزار شریف په ښار کي د حضرت علي زیارت چي په شاه اولیاء، سخي جان، شاه مردان او… باندي مشهور دی او هر کال په زرګونو افغانان له ډیرو لیري ځایونو څخه ورته راځی او د هغه جنډۍ پورته کوي. کله کله خو لا ړانده پکښی بینا کیږي، شلان پکښی جوړیږي او…
دې ساده منطق ته، چي زیات فکر کولو ته هم ضرورت نه لري، هیڅ څوک غوږ نه نیسي چي حضرت علی خو د عراق د کوفې په ښار کي شهید کړه سو. هغه په کوفه کي د امام حسن په څېر زوی درلود، چي سمدستي یې ځان خلیفه اعلان کړ او شپږمیاشتي خلیفه وو. هغه د حسین، محمد بن حنفیه، عباس، عبدالله او… په څېر زامن درلودل. هغوی څرنګه د علي جنازه پرېښودله چي پر اوښ باندي واخیستله سي او پر نامعلوم لوري روانه سي. له کوفې څخه تر مزار شریف پوري، د هغه وخت د اوښ په مزل، لږترلږه یوه میاشت فاصله وه. دا جنازه څرنګه راغله، د هغه مړی چا ښخ کړ او سوونه کلونه وروسته، چي د قبر به یې حتماً نښانه هم پاته نه وه څرنګه چا کشف کړ. که څه هم چي دا وروستي سوالونه ښايي بېځایه وي. موږ بیرته هغه لومړنی سوال کوو چي د علي دومره پراخي کورنی او د هغه ځوانانو زامنو د خپل پلار جنازه څرنګه پر اوښ باندي سپره او پر نامعلومي خوا رهی کړه مطلب یې څه وو؟ او آیا دا عمل په سلو کي یو هم امکان لري؟ مګر هغه به څوک وي چي په دومره ساده او روښانه منطق باندي په ټول افغانستان کي پنځه تنه عوام قانع کړي؟
د افغانستان په ځینوځایونو کي په ډبره کي یو غاروي او خلک وايی دا د علي د آس د پله نخښه ده. په بامیان کي په یوه ډبره کي یو غار دی او خلک یې « قدم دلدل» بولي. وايی چي د علی د آس نوم دلدل وو. نه یوازي یې خلک متبرک بولي بلکه زیارت یې ورباندي جوړ کړی دی. داچي علي له عربستان او عراق څخه پرته بل هیڅ ځای ته تللی نه دی او افغانستان یې په سترګو نه وو لیدلی دا خبره خو عوام نه سي منلای. خو دوی دونه فکر نه کوي چي د علي آس خو څلور پښې درلودلې د هغو د نورو پښو نښانې یې څه سوې او د علي آس خو به دلته په لس ګونو زره ګامونه اخیستي وي دا ولي یوازي د یوې پښې نخښه پاته ده. دا خبري عوام ځکه نه سي منلای چي هغوی ته دا کیسه د پلرونو او نیکونو څخه ورپاته ده.
وايي شمس تبرېز د پاچا زوی، چي پاچا یې له غمه لېونتوب ته نیژدې وو، ورته را ژوندی کړ. عوام په دې نه پوهیږي او د چا استدلال ته هم غوږ نه نیسي او یا یې د غوږ نیولو توان نه لري چي دا خبره او ادعا خو د حق متعال له ارادې سره مخالفه ده. د یوه انسان چي اجل رسېدلی وي هغه یو ګړی نه سي ځنډول کېدلای نو چي خدای یې وخت پوره کړی او وژلی یې وي هغه به څرنګه څوک ژوندی کړي؟ عوام دې منطق ته غوږ نه سي نیولای؛ ځکه چي له کلونو راهیسي دا کسیه ورته سوې ده. نسل پر نسل پاته سوې ده او شاعرانو سندري ورباندي جوړي کړي او په محفلونو کي اورول سوي دي. د عوامو وروستی خبره دا ده چي د خدای نازولي دوستان هر کار کولای سي.
اخوند دروېزه، چي په شپاړسمه او د اووه لسمي پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کي د صوات او شاوخوا پښتنو تر ټولو لوی عالم او مُلا تېر سوی او لږترلږه درې کتابونه یې راپاته دي. او تر اوسه پوري د سیمی پښتانه د یوه لوی عالم په سترګه ورته ګوري یو ځای لیکي چي علي یو هلک د کُفر ویلو په ګناه څو ځله مړ کړ او بیرته به یې ژوندی کړ. خو بالاخره یې د هغه هلک مور ته وسپاره ځکه چي هغې خپل زوی په امانت ورته سپارلی وو. تذکرة الابرار و الاشرار ص ۲۰۵
د اخوند دروېزه دغه لیکنه پخپله د قرآن شریف له څرګندو آیتونو څخه یا بېخبري او یا په لوی لاس تېری دی. خکه چي مرګ او ژوند یوازي او یوازي د حق متعال په ارارده کي دی. بنده به څوک وي چي یو هلک څو ځله مړ کړي او بیرته روح ورکړي.
البته اخوند دروېزه، د دغه ډول سل ګونو خُرافي او غیر ممکنو کیسو د راوړلو تر څنګ، چي ټول عوام باور په کوي، پخپله د اسلام په تاریخ کي دومره بېسواده وو چي په یوه ځای لیکي یوه ورځ دوړي سوې او دونه ګرد او غبار پورته سو چي اصحابو فکر وکړ چي د کفارو لښکر راغی او ټولو تورو او وسلو ته لاس کړ. پیغمبرص ورته وویل چي مه وارخطا کیږی. دا د کوم دښمن لښکري نه دي بلکه فرشتې د معاویه زیارت ته راغلي دي. او دا دوړي او ګرد وغبار هغوی جوړ کړی دی. ارشادالطالبین ص ۱۶۳
اخوند دروېزه په دې نه وو خبر چي معاویه د حضرت رسول اکرم له وفات څخه ۴۸ کاله وروسته وفات سوی دی. کله چي د یوه قام لوی مُلا او عالم دومره خُرافي او ضمناً د اسلام په تاریخ کي دومره بېسواده وي هغه قام باید تر مذهب پر خُرافاتو ټینګ وي.
احمد کسروي، چي په ایران کي به د هغه په څېر زړه ور لیکوال چنداني نه وي تېر سوی، او بالاخره د ایران ملایانو، د هغه د سپینو خبرو په ګناه ، په عامه محکمه کي په چړو ټوکر ټوکر کړ، د صوفیانو، بهاییانو او شیعه ګانو د خرافاتو په باره کي جلا جلا کتابونه لیکلي دي او د ټولو پر خُرافاتو باندي ږغېدلی دی. یو ځای لیکي:
« د علي دروازې ته د عمر ورتلل او د دروازې او دېوال ترمنځ د فاطمې بندول او پر هغې باندي فشار راوستل او د هغې په نس کي د زوی وژل چي محسن نومېدی، له سره تر پایه دروغ دي. وايی د پیغمبرص لور خپل زوی چي محسن نومېدی سقط کړ. هیڅ حوک دا پوښتنه نه کوي چي اې بېعقلانو هلک چي زېږېدلی نه وي نامه ته یې څه ضرورت درلود؟ څوک خبر ول چي هغه به زوی وي او که لور چي د محسن نوم ورباندي کښېښودل سي؟» شیعه ګري ص ۴۷
« د شیعه ګانو په کتابونو کي د هغه جهان په باره کي ډيری خبري راغلي دي. دوی له په دې جهان قانع سوي نه دي چي د هغه جهان په باب یې لاپو شاپو ته ملا تړلې ده. دوی وايی د قیامت په ورځ به خدای تعالی قضا ته کښېني. د هغه او دغه لوري به پیغمبران راسي او په صفونو به ودریږي. علی به د الحمد له بیرغ راسي او بیرغ به یې له مشرقه تر مغربه پوري رسیږي او لوړوالی به یې د زرو کالو د لاري په اندازه وي. امامان به د خپلو شیعه ګانو منځ ته ورسي او د هغوی د ګناهونو شفاعت به وکړي. د دوی ټول ګناهونه به سنیانو ته ورکړي او د سنیانو ثوابونه به شیعه ګانو ته وبخښي. سنیان به ټول دوږخ او شیعه ګان به جنت ته روان کړي. علی به د کوثر پر حوض باندي ولاړ وي او پرته له شیعه ګانو څخه به بل هیڅ چاته اوبه نه ورکوي. د سنیانو زړونه به په هغه سوځونکې ګرمي کباب سي او د کوثر د اوبو خوند به ونه ګوري. دا لاپي شاپي یې دونه کړي دي چي یو بشپړ کتاب ورڅخه جوړیږي» کسروي، شیعه ګری ص ۴۴
« هر څوک چي په کربلا کي د حسین زیارت وکړي لکه په عرش کي چي یې د خدای زیارت کړی وي. دا د امامت زوردی چي مځکه او اسمان پر ځای ولاړ دي. او دا د امامت برکت دی چي خلکو ته رزق او روزي رسیږي. هرڅوک چي وژاړي او بل څوک وژړوي جنت یې تضمین دی. اوس باید له دوی څخه پوښتنه وسي چي ژړا، وژل سویو کسانو ته څه ګټه لري چي خدای خپلو بنده ګانو ته دومره لوی انعام ورکوي؟ آيا دغه راز لاپي کول د خدای له مقام سره ښايي؟
هر څوک چي زیارت ته ولاړ سي د هغه ټول ګناهونه بخښل کیږي. سړی باید پوښتنه وکړي چي دین ته څه حاجت دی؟ هغه د ښو او بدو او حرام او حلال خبري څه سوې؟ که د سړي ګناهونه زیارت ته په تللو او ژړېدلو بخښل کیږي او جنت یې تضمینیږي نو بیا به څوک له ګناه څخه مخ اړوي؟ ولی به د ښو او بدو او حلال او حرام خیال ساتي؟» هغه کتاب ص ص ۵۶-۵۷
عوام تر مذهب او عقیدې خُرافاتو او له نیکونو څخه ورپاته خُرافي کیسو ته زیاته او ټینګه عقیده لري؛ ځکه چي هر څوک د خپل ځان د پوهولو لپاره ځکه مذهبي کتابونه لوستلای نه سي چي اکثریت یې د سواد له نعمته مرحوم وي؛ او څوک چي یې د لوستلو توان او صلاحیت لري هغوی د ژوندون د کاروبار او نورو مصروفیتونو له امله د مذهبي کتابونو لوستلو ته فرصت نه لری او که فرصت پیدا هم کړي مذهبي کتابونه ټول پر یوه لار او یوه عقیده لیکل سوي نه دي. هغه څوک چي مذهبي کتابونه لولي په دې به څه پوه سی چي کوم کتابونه پر حق او کوم پر ناحقه او یا لږترلږه مشکوک دي.
که په اسلامي نړۍ کي، له محدود تعلیم یافته او منور قشر څخه را تېر سو نو له ټونس څخه تر اندونیزیا پوري په سوو میلیونه مسلمانان داسي خُرافاتو ته عقیده لري چي د عقل سره هیڅ سر نه خوري. هغوی چي، پلرونو او نیکونو یې، له سوونو کلونو راهیسي، د قلندرانو پر زیارتونو باندي طوافونه کړي وي؛ هغوی چي څه باندي دیارلس سوه کاله د حسین د فاتحې پر کمبله ناست دي او هر کال د هغه په یاد او ویر کي ځانونه په شلاقو او حتی چړو وهي. هغوی چي د حق متعال کلام لوستی نه دی او د ټولو اطلاعاتو او هدایاتو منبع یې د کلي د بېسواده ملا او یا خپل بېخبره سپین ږیري ګاونډي خبري دي څرنګه د توري په زور وهابي عقایدو ته معتقد کړو.
دا به څوک معلوموي چي د وهابیانو لاره د اسلام په ۷۳ فرقو کي هغه لاره ده چي پیروان به یې حتماً جنت ته ځي. ځکه چي حضرت پیغمبرص ویلي وه چي هغه لاره چي پیروان به یې حتماً جنت ته ځی د اکثریت لاره ده او وهابیان له ظهور څخه تر اوس پوري په مطلق اقلیت کي دي.
پاته لري