چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهامریکا: القاعده او داعش له افغانستان څخه پر لویدیځ د بریدونو پلان...

امریکا: القاعده او داعش له افغانستان څخه پر لویدیځ د بریدونو پلان لري

تاند:( شنبه، د کب ۲۰)  د امریکا د استخباراتي ادارو په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې القاعده او داعش ډله له افغانستان څخه د لویدیز خلاف د بریدونو د ترسره کولو پلان لري.

سرچینه زیاتوي، چې القاعده ډله خو افغانستان د دوی له لوري فتحه شوی بولي، مګر په کابل کې د مشر له وژل کیدو سره یې پلانونه یو څه ګډوډ شوي دي.

په راپور کې د افغانستان دننه د طالبانو او عامو خلکو خلاف د داعش ډلې بریدونه هم د اندیښنې وړ ګڼل شوي.

 طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت او خطر پېښولو ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. وروسته له څو کالوونو هلېځلې ، آخر مې وکولای شو چه په ۱۹۹۴ کال کې له سناتور ګاروین سره د امریکې په پارلمان کې له پنځ تر شپږ نورو کسانو او هم ښاغلی میلر چه د اف بی آی ریس یا وزیر ؤ، ؤوینم، او دغه خبره مې هم ورته وکړه چه د دغې ترور ځالې چه پاکستان نه افغانستان ته تللي دي، که یې اوس چاره ؤنشي بیا به یې تاثیرات په امریکې کې هم ووینئ! هغه سند چه پر بڼسټ یې هلته ؤغږېدم، که څوک یې غواړ په ایمیل کې استولی شم.
    معلوومه ده چه داسې غوښتل کېده!
    مطلب دا ده چه بهانه پیدا شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب