جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمولوي خالص له بریتانیې څخه د بشري مرستو غوښتنه وکړه

مولوي خالص له بریتانیې څخه د بشري مرستو غوښتنه وکړه

تاند:( شنبه، د کب ۲۰)   د افغاني سرې میاشتې لپاره د طالبانو د رژیم عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په قطر کې د  افغانستان لپاره د بریتانیې د سفارت سرپرستې نصیره اشرف سره په لیدنه کې له افغانستان سره د دغه هېواد د بشري مرستو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

د سرې میاشتې د خبرپاڼې له مخې، مولوي خالص بریتانوي استازې ته ویلي:(( افغانان له فزیکي، روحي او اقتصادي پلوه سخت ځپل شوي، ټول ناوړه وضعیت کې دي، ډېرې ښځې او ماشومان په رواني ناروغیو اخته دي. باید لا زیات لاسنیوی یې وشي او پر شویو مرستو اکتفا ونه شي)).

د سرې میاشتې طالب واکمن ویلي، چې دغې ادارې شاوخوا ۲۵ زره هغه ماشومان ثبت کړي، چې زړونه یې سوري او درملنه یې په کار ده.

طالبانو ویلي، چې بریتانوي استازې په دغه لیدنه کې ورته ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره ۳۰۰  او د نړیوال فدراسیون له لارې ۶ میلیونه ډالره مرسته کړې او دا مرستې به وغځوي.

1 COMMENT

  1. ترکيې سره مرسته کوي او له انګرېزانو سوال او خيرات غواړي. هغه ۱۵ ميليونه افغانۍ به دې د خپل وطن په غريبانو لګولی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب