جمعه, مارچ 29, 2024
Home+وهابیان څوک دي| عبدالباري جهاني

وهابیان څوک دي| عبدالباري جهاني

 (شپږمه برخه )

مفسرین:

 په دې کي هیڅ شک نسته چي مفسرین ډېر لوی علماء، ټینګ مسلمانان او د پاکو عقایدو څښتنان ول او کوښښ یې کاوه چي خلک د قرآن شریف له واقعي معنا او مفهوم سره آشنا کړي؛ خو په اسلام کي د عقایدو د اختلاف د رامنځته کېدلو یو اساسي عامل همدغه مفسرین دي؛ چی باید په قرآن شریف د خلکو د ښه ترا پوهولو او د هغوی ترمنځ د اتحاد راوستلو عامل وای. د دې خبري څرګند علت دا دی چي د اسلامي نړۍ په سلو کي ۹۰ انسانان ښايی په عربي ژبه ونه وپوهیږي او که په وپوهیږي نو د تفسیر درک کول به ورته ګران وي او که په یوه تفسیر پوه سي نو له بل تفسیر سره  د مقایسې کولو توان او صلاحیت نه لري او که خبره دریو او څلورو تفسیرونو ته ورسیږي دا نو یوازي د لویو دیني علماوو کار سو؛ او دین یوازي د علماوو لپاره نه بلکه د ټول عالم اسلام لپاره دی.

تر هر څه لومړی باید دا خبره وکړو چي قرآن شریف، د حق متعال د خپل کلام په اساس، په ساده عربي ژبه نازل سوی دی تر څو ټول په وپوهیږي. د سورة بقرة دوهم او دریم آیتونه وايی دا هغه کتاب دی چي هیڅ شک او شبهه پکښی نسته او هغو پرهېزګارانو ته هدایت کوي چی پر غیب یې ایمان راوړی وي، لمونځ کوي، زکات ورکوي او له ورته ټاکل سوي رزق څخه نفقه کوي. د سعودي عربستان په عربي پښتو چاپ کي یې، په ورستي جمله کي، د نفقې له کلمې وروسته، په قوس کي ورته لیکلي دي( د الله تعالی د رضا لپاره) د آیة مبارک پر ترجمه باندي خپله جمله زیاتول د هغه مقدس کتاب سره بې ادبي ده؛ ځکه چی دا وروستی په قوس کي راغلې کلمه  په آیة کي نسته.

حق متعال د آل عمران سورة ۳ په اووم آیة کي راوړي دي: الله هغه ذات دی چي پر تا باندي یې کتاب نازل کړی دی. په هغه کي محکمات دي چي هغه د دې کتاب اصلي برخه ده. او په دې کي متشابهات دي. هغه کسان چي په زړونو کي کوږوالی وي هغه د فتنو د ایجادلو لپاره د دغو آیتونو په معناوو پسي ګرځي او د هغوی په تأویل پرته له الله بل څوک نه پوهیږي.

هُوالَّذی انزل علیک الکتب منهُ ءایتٌ محکمتٌ هُنَّ اُمُّ الکتب و أَخرَ مُتشبهتٌ فامّا الذین فی قلوبهم زیغٍ فیتبعون ما تشابه مینهُ ابتِغآءَ الفتنة وابتغآءَ تأویلیهِ و ما یعلم تأویلیه الالله والراسخون فی العلم یقولون ءامنّا بِهِ کُلٌّ من عند ربِّنا و ما یذکَّرُ الّا اولوالالباب.

( محکمات هغه آیتونه دي چي معنا یې څرګنده او هغه د قرآن شریف اصلي برخه بلله سوې ده او متشابهات هغه آیتونه دي چي معنا یې څرګنده نه ده او منافقان د خپلو فتنو او شومو اهدافو لپاره د هغوی په تأویل پسي ګرځي)

نو کله چي حق متعال پخپله وايی چي د دې کتاب محکمات، یعني هغه برخه چي معنا یې څرګنده ده، د کتاب اصلي برخه ده نو بیا ولي مفسرین په متشابهاتو پسي ګرځي؛ په داسی حال کي چي حق متعال په همدغه آیة مبارک کي وايی چي د متشابهاتو په تأویل پرته له ده نه بل څوک نه پوهیږي.

د همدغه آیة وروستی برخه وايي: څوک چي پر علم باندي ټینګ دي هغوی وايی چی موږ پر ټول کتاب باندي، چي  زموږ د رب له لوري نازل سوی دی، ایمان راوړی دی؛ او دا خبره یوازي د عقل خاوندان کوي.

که چیري بیا هم د قرآن شریف تفسیرولو ته حتمي ضرورت وو نو بیا خو لازمه وه چی د اسلام د ټول قلمرو، د صلاحیت خاوند، علماء او فُضلا سره راغونډ سوي او یو تفسیر یې په ګډه لیکلی وای. مګر هغسی ونه سوه او هر عالم، چي په ځان کي یې د تفسیر لیکلو او تأویل توان درلود نوي تفسیر لیکلو ته ملا وتړله؛ څو تر نورو عالمانوکم رانه سي. په دې کي شک نسته چي تفسیرونه باید یو له بله عمیق او یا سطحي توپیرونه ولری ځکه چي که توپیر سره ونه لری نو بیا خو یې د لیکلو ضرورت نه لیده کیږي. اوس به نو څوک دې لس هاوو تفسیرونو او سل هاوو جلدونو ته مراجعه کوي او څرنګه به په هغوی کي سمه لاره پیدا کوي بلکه ښايی سمه لاره ورڅخه ورکه سي.  سره له هغه چي حق متعال ویلي دي چي د محکماتو په تأویل یوازی هغه ذات پوهیږي؛ مګر مفسیرنو بیا هم خپل کار کړی دی. دلته به د اهل سنت والجماعت د څو تفسیرونو مثالونه راوړو:

۱: جامع البیان فی تفسیرالقرآن ــــــ ابوجعفر محمدبن جریر طبري – ۳۰ جلده

۲: مفاتیح الغیب/ تفسیر الکبیر —- فخرالدین رازی — ۳۲ جلده

۳: تفسیرالقرآن العظیم ــــــــــ اسماعیل بن عمر بن کثیر ــــ  ۹ جلده

۴: الجامع الاحکام القرآن —-   محمد بن احمد قرطبی  —-  ۲۰ جلده

۵: ارشاد العقل السلیم الی مزایا القرآن الکریم ــ  محمدبن محمد ابوالسعود — ۹ جلده

۶: تفسیر روح البیان ـــــ   اسماعیل حقی بروسوی ــــــ  ۱۰ جلده

او په لس هاوو نور تفسیرونه، د سلو او سوونو کلونو په فاصله ولیکل سول چي ټول له یوه بل څخه ډېر زیات یا لږ توپیر لري؛ او پرته له دې چي له سړي څخه د قرآن شریف اصلي معنا ورکه کړي بل کار یې نه دی کړی.

په دې میدان کي باید اهل تشیع، چي په وروسته کي یې مذهب له هري خوا له اهل تسنن څخه توپیر درلود، خپل تفاسیر ولیکل او لا یې هم لیکي:

۱: التبیان فی تفسیرالقرآن ـــ شیخ محمدطوسی — ۱۰ جلده

۲: روض الجنان و روح الجنان — ابولفتوح رازی — ۲۰ جلده

۳: کشف الاسرار وعدت الابرار — ابوالفضل رشیدالدین مبیدی — ۱۰ جلده

۴: الفرقان فی تفسیرالقرآن بالقرآن والسنه – محمدصادق تهرانی —   ۳۰ جلده

۵ :  فرهنګ قرآن —- اکبرهاشمی رفسنجاني — ۳۳ جلده

۶: تفسیرنمونه —  ناصر مکارم شیرازی —  ۲۷ جلده

۷: تفسیرتسنیم —  عبدالله جواد آملي — تر اوسه پوري ۵۴ جلده له ۸۰ جلدو څخه

او په لس هاوو نور تفسیرونه چي له پنځو څخه تر لسو جلدونو پوری دي.

د دې تفسیرونو په اساس، په زرهاوو مذهبي کتابونه هم د اهل تسنن او هم د اهل تشیع د عقایدو په اساس ولیکل سول. اوس به نو سړی دا په زرهاوو کتابونه، چي اکثر یې یو له بله عمیق توپیر سره لري څرنګه مطالعه کوي. او که یو څوک احیاناً دا ټول کتابونه ترلاسه کړي او ویې لولي نو څرنګه به له هغو۷۳ لارو څخه، چي حضرت رسول اکرم ویلي دي یوازي یوه لاره جنت ته تللې ده چي هغه د ده لاره ده، هغه سمه لاره پیدا کوي. البته دا لاره چي تر اوسه پوري چا نه ده پیدا کړې په راتلونکي کي به یې هم په هیڅ توګه پیدا نه کړي او که دغه مفسرین ژوندي او فعال ول لا به نور هم د خلکو د ګمراهی سبب سي؛ ځکه چي هر یو خپله لاره، تفسیر، تعبیر او تأویل بهتر بولي او زما په څېر بېسوادانو او کم سوادانو لپاره غیر ممکنه ده چي د دریو تفسیرونو تر منځ سم قضاوت وکړي. د مثال په توګه به د موسیقۍ په باره کي یو مثال راوړو چي د اهل تسنن او اهل تشیع تقریباً ټولو مفسرینو ناروا بللې ده، او قضاوت به خپلو لوستونکو ته پرېږدو:

یوه ځوان ته مي وویل چي د موسیقی ذکر په قرآن شریف کي نه دی راغلی نو سړی به یې څرنګه ناروا او حرامه وبولي. هغه راته وویل چي د ابن کثیر په تفسیر کي د سورة لقمان شپږم آیة وګوره تاته به قناعت حاصل سي. ما ویل چي د موسیقی کلمه له سره یاده سوې نه وي نو تفسیر به پر څشي بناء وي. زما سره د ابن کثیر تفسیر نسته خو د تفسیرکابلي، تفسیر یوسف علي او د سعودي عربستان ټول تفسیرونه تقریباً یو شان حکمونه لري او د هغوی له احکامو څخه، که څه هم چي د قرآن کریم د مبارک آیة د ترجمې څخه یو څه زیاتی هم پکښی سوی دی، داسي هیڅ نه ښکاري چي موسیقي دي حرامه بلل سوې وي. بلکه د قرآن شریف له څرګند آیة څخه یې پر خپل زړه برابره معنا اخیستې ده. دې مفسرینو ټولو دغه یوه آیة ته اشاره کړې او تفسیر کړی دی:

و من الناس من یشتری لهوالحدیث لِیُضِلُّ عن سبیل الله بغیر علم و یتخذها هُزواً اُولاءِک لهم عذاب مهین. ترجمه:  او هغه کسان چي چټي خبري په بیه اخلي څو نور کسان د حق تعالی له لاري څخه بې لاري کړي او د خدای پر لار باندي ټوکي کوي. دې ډلي ته توهینوونکی عذاب ګوري.

تفسیرکابلي: « دا د هغو بدبختانو ذکر دی چي د جهالت او نادانۍ په وجه یې قرآن کریم ترک وهلی او په رقص او سرود، لهولعب او نورو خرافاتو کي غرق دي او غواړي چي نور کسان هم له لاري واړوي او د دین پر خبرو باندي ریشخندونه وهي.

حضرت حسن رض ویلي دي چي  لهوالحدیث هغه دی چي سړی د خدای له عبادت څخه راګرځوي لکه ټوکي ټکالي او د چا مسخره کول، چټي کارونه کول او ساز و سرود او داسي نور. په روایاتو کي راغلي دي چي نضربن حارث، چي د کفارو له مشرانو څخه وو فارس ته په تجارت تلی او له هغه ځایه به یې له ځان سره د عجم د شاهانو کیسې راوړلې او قریشو ته به یې ویل چي محمدص تاسي ته د عاد او ثمود کیسې کوي راسی چي زه د رستم او اسفندیار کیسې درته بیان کړم. ځینو کسانو به د هغه له کیسو سره علاقه وښودله. دغه راز یې یوه سندرغاړې کنیزه هم درلوده چي هر څوک به یې ولیدی چي زړه یې نرم سوی او اسلام ته مایل سوی دی نو هغه کنیزه به یې ورمخته کړه څو دی په ساز او آواز مشغول کړي او بیا به یې هغه شخص ته وویل چي وګوره دا بهتره ده که د محمدص خبري چي وايی لمونځ وکړی، روژې ونیسی او زحمتونه وګالۍ. ځکه نو دغه آیة نازل سو.

تنبیه: که څه هم چي یو آیة به د یوې خاصي پيښی په اړه نازل سوی وي مګر څرنګه چي الفاظ یې عام دي حکم یې عام دی. هغه لهو چي د هغه په اساس سړی د اسلام له دین څخه ګرځي حرامه بلکه کفر دی. او هغه شیان چي سړی د اسلام د ضروري شرعي احکامو څخه را ګرځوي او یا د ګناه سبب کیږي هغه پخپله ګناه ده. بلې هغه لهو چي د کوم واجب امر د قضا کېدلو سبب ونه ګرځي او یا په هغه کي کوم غرض او شرعي مصلحت موجود نه وي هغه مباح دی؛ مګر څرنګه چي چټي او بیهوده دی نو له هغه څخه لیري والی ښه دی» تفسیرکابلي جلد پنجم ص ۴۷

مفسر وايی هغه لهو چي د هغه په اساس سړی د اسلام له دین څخه ګرځي حرامه بلکه کفر دی. سړی نه پوهیږي چي مفسر د موسیقۍ پر اورېدلو باندي د کفر حکم له کومه ځایه کړی دی. موسیقي ولي سړی د اسلام له دین څخه ګرځوي؟ سړی کولای سي هم موسیقي واوري او هم لمونځ پر خپل وخت وکړي. د هر عمل لپاره چي لمونځ قضا سي ګناه لري خو ګناه د د هغه عمل نه بلکه د لمانځه د قضاکېدلو ده. مفسر نه یوازي، پرته له هیڅ دلیله، موسیقي حرامه بللې بلکه د موسیقۍ اورېدل یې کفر بللی دی. په داسی حال کي چي کفر ډېره درنه کلمه ده. تر هغه وخته پوري چي یو څوک ځان مسلمان بولي، د شهادت کلمه وايی هغه که هر څونه ګناه کاروي. هغه که هر څونه ګناهونو ته دوام ورکړي د هغه لپاره دایمي دوږخ نسته. حق متعال به د قیامت په ورځ د ښو او بدو عملونو حساب ورسره کوي او د حساب او کتاب ورځ د همدغه لپاره ده. له کافر سره حساب نه کیږي بلکه هغه مستقیماً دوږخ ته ځي او بیا له هغه ځایه نه راوزي.

د یوسف علي تفسیر دا موضوع په تقریباً عین شکل خو یو څه په مختصره توګه را اخیستې ده او د سعودي عربستان تفسیر ټکي په ټکي د تفسیرکابلي متن را اخیستی دی.

که څه هم چي په ذکر سوي آیة کي د موسیقي ذکر نسته او په عمومي صورت لهو لعب ته اشاره سوې ده او هغه هم هغه لهو لعب ته چي څوک په قصدي توګه د خپل خدای له لاري را ګرځوي. او هغه لهو لعب هم، لکه چي د تفسیرکابلي د تنبیه په برخه کي یې وینو مطلق حرام نه دی بلل سوی او بې غرضه لهو ولعب مباح بلل سوی دی. دا ایة مبارک، چي د هجرت څخه مخکي، یعني په مکه معظمه کي نازل سوی دی، په مشخصه توګه د نضر بن حارث په حق کي راغلی دی، چي ټوله کیسه یې ذکر سوه. دا چي د نضر بن حارث کیسه به ، په مشخصه توګه د موسیقی په برخه کي، تر کومه ځایه حقیقت ولري؛ د دې خبري معلومول به یو څه ګران وي ځکه چي دا کیسه زیاتره د افسانې شکل لري او موږ لیکلی سند په لاس کي نه لرو.

لومړی خو که موسیقي په مطلقه توګه حرامه وای نو حق متعال به هغې ته په قرآن کریم کي د زنا، شرابو، قمار، سودخورۍ او نورو نواهیو په څېر اشاره کړې وای. او که موسیقی د لهو لعب په کتار کي را ولو بیا خو د معتبرو تفاسیرو په حکم، چی پورته مو یادونه وکړه، ټول لهو لعب حرام نه بلکه مباح دي. ځکه چي که ټول لهولعب حرام وبولو په هغه صورت کي د قنرۍ آواز ته غوږ نیول، د الف لیله و لیله د نکلونو اورېدل، د ملګرو سره لوبي کول او لامبو کول او دغه راز ټول سپورټونه او کارونه ناروا او حرام دي.

او چي تر ټولو خبرو را تېر سو نو په اسلام کي هیڅ عالم او مجتهد د قرآن شریف د اوامرو او نواهیو په خلاف حکم کولو صلاحیت نه لري. اسماعیل بن عمر کثیر خپل تفسیر القرآن العظیم په نهو جلدو کي، په اتمه هجري پېړۍ کي، ترتیب کړی دی. لومړی خو هغه موسیقي حرامه نه ده بللې او که یې حرامه بللې وي نو له هغه سره د بل هیڅ عالم او مجتهد او فقیه په حیث دا صلاحیت نه وو چي هغه څه ته حرام ووايی چي حق تعالی په خپل کتاب کي اشاره قدر هم نه وي ورته کړې.

په دې برخه کي لا د حنبلي مذهبه ابن جوزي نظر ډېر په زړه پوري دی. هغه د خپلو اسلافو او معاصرو دیني علماوو په څېر له موسیقۍ سره ډېر سخت مخالف دی او وايی چي موسیقي په قران کریم کي ناروا بلله سوې ده. په دې کي شک نسته چي ابن جوزي ډېر ستر عالم او په مذهب او تاریخ کي د لس هاوو کتابونو لیکوال وو مګر، د هغه په شمول له هیڅ عالم سره داصلاحیت نسته چي په خپل حکم د ناروا او روا فیصله صادره کړي. این جوزي د موسیقی د تحریم په برخه کي په دریو آیتونو استناد کوي. خو له بده مرغه چي دی هم د آیتونو د ترجمه کولو او پر هغو باندي د نتیجې د بناء کولو پر ځای د مفسرینو په تفسیرونو او استدلال استناد کوي. لومړی آیة:

(و من الناس من یشتری لهو الحدیث) چي معنا یې ځیني هغه کسان چي چټي خبري په بیه اخلي یا چټي خبرو ته غوږ نیسي. خو ابن جوزي وايی«  ابن مسعود ویلي دي په خدای مي دي قسم وي چي له لهو څخه مطلب موسیقي ده. دغه راز ابن عباس، مجاهد، عکرمه، حسن بصري، سعیدجبیر او ابراهیم نخعی هغم په دغه عقیده دي»

د ابن جوزي په څېر یوه عالم ته لازمه وه چي د حکم د صادرولو لپاره یې صریح آیة راوړی وای او د هغه په اساس یې قضاوت کړی وای. سړی حتی فکر نه سي کولای چي د ابن جوزي په څېر یو لوی لیکوال او عالم، د خپلي ادعا د ثبوت لپاره، د ابن مسعود په سوګند استناد کوي. آیا دا د منلو خبره ده؟

دوهم آیة: و انتم سامدن. یعني تاسي په غفلت کي ژوند کوی. ابن جوزي وايی« له ابن عباس څخه روایت سوی دی چي په حُمیري ژبه کي سمدلنا یعني غنا لنا یا موږ ته موسیقي. او مجاهد وايی چي یقول اهل یمن سمد فلا یعني کله چي سندره یې وویله»

اوس به نو سړی د دې لویانو په ترجمه او تفسیر کي څه ووایی؟ قرآن شریف په عربي ژبه نازل سوی دی او په هغه کي د حُمیري او یمني ژبو په اساس تعبیر ته څه ضرورت دی؟ په قرآن شریف کي په صراحت ویل سوي دي چي دا کتاب مو په عربي ژبه نازل کړ چي تاسی له هغه څخه عقل زده کړی. په دې صورت کي سړی د یوه آیة د ترجمه کولو او ځان پوهولو لپاره، چي په عربي ژبه نازل سوی وي څرنګه او د څه لپاره بلي ژبي ته مراجعه کوي.

دریم آیة: و استفرز من استطعت منهم بصوتک. چي مجاهد په دغه آیة مبارک کي د شیطان ږغ په ساز او آواز تعبیر کړی دی» ابن جوزي، تلبیس ابلیس ص ص ۲۴۶-۲۴۷

بشپړآیة: و استفرز من استطعت منهم بصوتک و اجلب علیهم بخیلک و رجلک و شارکهم فی الاموال و اولاد و عِدهم ما یعدهم الشیطان غرورا. سورة ۱۷ آیة ۶۴

ترجمه: هغه کسان چي ته یې کولای سې یا ستا په وس پوره وي په خپل اواز سره را پورته کړه او پر هغوی باندي په خپلو سپرو او پیاده لښکرو حمله وکړه. له خپلو لښکرو سره مال او ماشومان ووېشه. او هغوی ته وعدې ورکړه مګر شیطان هغوی ته پرته له تېر ایستلو د هیڅ شي وعدې نه سي ورکولای. (ترجمه د سعودي عربستان له عربي انګلیسي څخه)

که په دې پورتني آیة مبارک کي او نورو ایتونو کي د حق متعال مطلب موسیقي او یا د موسیقۍ آلات وای نو ولي یې موسیقي په نوم نه یادوله. څرګنده خبره ده چي د حق متعال مطلب موسیقي نه وه او وروستی آیة خو بالکل د شیطان په باره کي نازل سوی دی او حق متعال هغه ته اختیار ورکوي چي  د ده د بنده ګانو د تېر ایستلو لپاره یې هر څه په وس کي وی هغه دي وکړي. ځکه چي حق متعال په قران شریف کي په ډیرو ایتونو کي ویلي دي چي چاته سمه لاره وښيي هغوی څوک نه سي ګمراه کولای او چي څوک ګمراه کړي نو هغوی بیا هیڅوک لاري ته نه سي راوستلای.

 د مفسرینو په ښه نیت او علمي صلاحیتونوکي څوک شک نه لري. خود قرآن شریف په کلماتو او مفاهیمو کي په ښه نیت او بد نیت لاس وهنه او د هغه مفاهیمو او ترجمې ته تغییر ورکول د هر چا لپاره ناروا کار دی. او همدغه لاس وهني او راز راز تفسیرونه او تعبیرونه دي چي جهان اسلام یې پر سل ګونو فرقو وېشلی او هر یو وايی چي زما لاره سمه او پر شریعت برابره ده. په داسي حال کي چي حضرت پیغبرص ویلي دي چي یوازي یوه لاره جنت ته ځي.

مفسرینو نه یوازي ځیني تفسیرونه له ځانه جوړکړي دي بلکه د قرآن شریف په ترجمه کی یې هم لاس وهلی دی. د مثال په توګه د سعودي عربستان عربي په انګلیسي تفسیر کي د څلورم سورة شپاړسم آیة: والَّذانِ یأتِیا نها مِنکم فأُذوهُما الآیة

ترجمه: که په تاسي کی دوه نارینه لواطت وکړي نو تاسي سزا ورکړی. یعني فأُوذوهما په سزا ترجمه سوی دی. په داسي حال کي چي دا کلمه د آزار ورکړی معنا ورکوي.

آزار ورکول یو کیفي مفهوم دی چي حد نه لري. آزار ورکول له ریشخند وهلو، په چا پسي نارې وهلو، په ډبره ویشتلو او هر څه افاده کېدلای سي خو سزا پخپله د حد افاده ده او ځانته د ټاکلي ګناه لپاره  خپله اندازه لري.

په تفسیر یوسف علي کي همدغه کلمه په مجازات ترجمه سوې ده چي سمه نه ده.

په تفسیر کابلي کي هغوی ته ایذا یا آزار ورسوی. چي د کلمې صحیح معنا ده.

د سعودي عربستان په عربي پښتو تفسیر کي هم په ایذا یا آزار رسولو ترجمه سوې ده.

د اُذُوهما کلمه په سزا او مجازات ترجمه کول د قرآن شریف په متن کي لاس وهنه ده چي په هیڅ توګه هیڅ چاته اجازه نسته.

د سعودي عربستان په عربي انګلیسي ترجمه کي د سورة النور ۲۴ آیة ۳۱ کي:

و قُل للمومنات یغضضن من ابصارهِنَّ و یحفُظن فُروجهُنَّ الآیة

فروجهُنَّ په حیا ترجمه سوی دی. او په تفسیر کابلي کي په صحیح معنا شرمګاه ترجمه سوی دی او دا د سعودي عربستان په تفسیر کي د کلمې په ترجمه کولو کي بې احتیاطي ده.

د سعودي عربستان عربي په انګلیسي تفسیر د ۲۴ سورة ۳ آیة د ینکِحُ کلمه چي د نکاح کولو معنی ورکوي په جنسي اړېکو ترجمه کړې ده یعني زناکاره سړی یوازي له زناکاري ښځي سره جنسي اړېکي درلودلادی سي.  چي د آیة مبارک مفهوم او معنا ته تغییر ورکوي.

په تفسیر کابلي کي « زناکاره سړی یوازي له زناکاري ښځي سره نکاح کولای سي» چي صحیح ترجمه ده.

د سعودي عربستان په انګلیسی تفسیر کي د سورة یوسف ۱۲ آیة ۳ کي احسن القصص په تر ټولو ښکلې کیسه ترجمه سوې ده. په عربي پښتو تفسیر کي په صحیح معنا یعني تر ټولو بهتره کیسه راغلې ده.

د سورة البقرة دریم آیة: الذین یومنون بالغیب و یقیمون الصلوة و ممارزقناهم ینفقون:

په تفسیر کابلي کي ترجمه: هغو کسانو چي پر غیب یې ایمان راوړی، او سم لمونځونه کوي او له هغه څخه خرڅ کوي چي موږ ورته عطا کړی دی.

د سعودي عربستان په پښتوتفسیر کي: هغه کسان چي ایمان( باور) لرونکي دي په غیب باندي او قایموي دوی ( سم ادا کوي سره د ټولو حقوق) لمونځ او ځیني له هغو شیانو چي ورکړي موږ دوی ته صرفوي یې( د الله د رضالپاره)

په قوسونو کي راغلي کلمات د مفسر یا مترجم دي چي په آیة مبارک کی نسته. البته د آیة په ترجمه کي د کلماتو د اضافه کولو حق هیڅ چا لره نسته او دغه راز په آیة مبارک کي یوازي لمونځ راغلی دی. د « سم» کلمه په دواړو ترجمو کي، د مترجم علاوه ده.

د سعودي عربستان په عربي پښتو ترجمه کي ۹۳ سورة پنځم آیة:

و لسوف یُعطیکَ ربُّکَ فترضی: او خامخا ژر ده چي دربه کړي رب ستا ( اې محمده لویه برخه په آخرت کښي او اختیار د شفاعت) پس راضي به شې.

دلته په قوس کي کلمات د قرآن شریف د آیة په ترجمه کي نسته نو مفسر له ځانه توري څرنګه اضافه کولای سي؟

د همدغه سورة ۷ آیة: ووجدَکَ ضالاً فهدی. ته یې لار ورکی پیدا کړې او هدایت یې درته وکړ.

د سعودي عربستان په عربي انګلیسي تفسیر کي د ضالاً کلمه په سرګردان ترجمه سوې ده.

د سعودي عربستان په عربي پښتو تفسیر کي: او موندلی یې وې ته چي نه پوهېدې( په شرع او احکامو د شریعت) نو دروښوده ( تاته شرعي احکام او در یې کړ نبوت)

په دواړو قوسونو کي راغلي کلمات د قرآن شریف په متن کي نسته. مترجم یا مفسر له ځانه ورباندي اضافه کړي دي. که څوک له قرآن شریف څخه توری کمولای نه سي دغه راز یې اضافه کولای هم نه سي. او دواړه حالته یې د حق متعال په کلام کي لاس وهنه او ستره ګناه ده. او که څوک قرآن شریف ټکي په ټکي ترجمه کولای نه سي باید چي له سره لاس ورنه وړي.

د فتنة کلمه د سورة البقرة په ۱۹۱ آیة کي راغلې ده. فتنة په قاموس کي په تحریکولو، ښورښ کولو، بغاوت کولو، اختلاف، داخلي جنګ او… اخیستل سوې ده. که د صحیح بخاري« الکتاب الفتن» ته مراجعه وکړو نو ګورو چي هلته هم فتنة په دغه معنا راغلې ده. خو کله چي د قرآن شریف مختلفو ترجمو او تفسیرونو ته مراجعه کوو نو ګورو چي په هر تفسیر او ترجمه کي یې معنا بل ډول اخیستل سوې ده.

په آیة کي راغلي دي: والفتنةُ اشدُّ من القتل الآية.

(فتنة تر قتل سخته یا شدیده ده)

په تفسیرکابلي کي: له دین څخه راګرځول( شرک) تر وژلو سخت تر دی.

د همدغه ایة په تفسیر کي یې راوړي دي: له دین څخه ګرځېدل او یا بل څوک له دین څخه را ګرځول، د حرام په میاشتو کي، تر قتل په څو څو واره شدید تر دی.

د قرآن شریف په انګلیسی تحت اللفظی ترجمه کي فتنة په استبداد او ظلم معنا کړې او په وروسته کي یې همدغه کلمه په فتنة معنا کړې ده.

یوسف علي په خپل تفسیر کي: فتنة اچول( شرک) تر قتل هم لویه ګناه ده.

په داسي حال کي چي فتنة له شرک سره اړه نه لري. او له حضرت رسول ص څخه چي له فتنې څخه د خپل امت د منع کولو په باره کي څه احادیث نقل سوي دي هغه یې هم د امیر په مقابل کي د ښورښ کولو او د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف اچولو څخه د پرهېز په باره کي توصیه کړي دي. د دې خبري علت واضح دی. په ریشتیا هم فتنة ځکه تر قتل سخته ده چي د فتنې په صورت کي ښايی په لس هاوو او کله هم په زرهاوو کسان ووژل سي خو د یوه سړي قتل د هماغه یوه سړي قتل دی. سړی نه پوهیږي چي مفسرینو او مترجمینو ولي فتنه په شرک او یا له دین څخه په ګرځېدلو او له دین څخه په راګرځولو ترجمه کړې ده.

داسي به په سلهاوو کلمات موجود وي چي، په مختلفو تفاسیرو کي، غلط او یا لږترلږه په بې احتیاطی ترجمه سوي وي. اوس به نو هغه کسان چي ژبه یې عربي نه ده؛ څرنګه د هري کلمې لپاره دوه درې یا څلور تفسیرونه ګوري. او سړی ویلای سي چي په هغو تفسیرونو کي به چي د جلدونو شمېر یې دېرش، څلوېښت او حتی اتیا جلده ته رسیږي مفسرینو څه هم نه وي لیکلي او د خلکو د رهنمايی کولو پر ځای به د څومره ګمراهی یا لږترلږه جنجال سبب سوي نه وي.

ځیني وختونه د قرآن شریف د آیتونو معناوي له اصل مطلب سره ښايی ډېر لږ توپیر ولري خو همدغه لږ توپیر وروسته نورو مفسرینو غټ کړی او همدغه ځیني واړه او ځیني لوی او کلی اختلافات دي چي په وروسته کي د سل هاوو تفاسیرو د منځته راتللو سبب سوي دي. دا لا نه ده معلومه چي په راتلونکو سلو او دوو سوو کلونو کي به نور څومره تفاسیر ولیکل سي او د څومره لارو د منځته راتللو سبب به سي. په دې تفاسیرو کي به څوک خپله لاره څرنګه پیدا کوي؟ ماته خو نه یوازي ګرانه بلکه غیر ممکنه ښکاري. څومره به ښه وای چي قران شریف د خپلي هغي معنا سره سم ترجمه سوی وای چي حق تعالی نازل کړی دی او هیڅ ډول لاس وهنه پکښی سوې نه وای. په هغه صورت کي به د سمي او پر اصولی اسلام باندي برابري لاري پیدا کول څومره آسان وای.

په دې اړه علامه اقبال څومره ښه ویلي دي:

زمن بر صوفی و ملا سلام است

که پیغام خدا ګفتند مارا

ولی تأویل ان به حیرت انداخت

خدا و جبرییل و مصطفی را.

هم صوفي او هم ملا ته سلامونه مي لېږلي

چي د جحق یې پیغامونه زموږ تر غوږه رسولي

خو تأیل یې داسي کړی د قرآن د آیتونو

خدای رسول او جبرییل یې په حیرت کي اچولي.

څو ورځي مخکي مي په ټلوېزیون کي د طالبانو له یوه مشهور مُلا رحیم الله حقاني څخه، چي په سل ګونو کسان ورته ناست ول، واورېدل چي شراب ناروا دي خو که څوک د عبادت لپاره د ځان د تقویه کولو په منظور یوه پیاله وچښی نو هغه روا دي. دې مُلا د خپل حکم حواله پر امام ابوحنیفه او امام ابویوسف ورکوله.

په قرآن شریف کي یوازي د خمر کلمه راغلې ده او د قمار او بُت پرستی تر څنګ ناروا او د شیطان عمل بلل سوی دی. هلته اندازه نه ده یاده سوې. له بلي خوا پیاله معلومه نه ده چي څومره اندازه یوه پیاله کیږي.

همدغه د خمر کلمه د قرآن شریف په عربي انګلیسي ترجمه کي په intoxicants یعني نشه کوونکو شیانو ترجمه سوې ده؛ چي د کلمې صحیح معنا نه ده. خکه چي نشه یې شیان پر هر نشه کوونکي شي باندي دلالت کوي؛ او اقسام یې ډېر زیات دي. خو په قرآن شریف کي مشخص د خمر کلمه ذکر سوې ده.

په تفسیر کابلي کي خمر له سره ترجمه سوی نه دی بلکه یوازي خمر یې ورته ویلی دی؛ چي ډېر خلک د خمر ترجمه په مختلفو ډولونو کوي او ځیني خو وايي چي خمر یوازي هغو شرابو ته ویل کیږي چي له خرما څخه جوړیږي.

د سعودي عربستان په تفسیر کي خمر په شرابو ترجمه سوی دی، چي د کلمې صحیح معنا ده. او په عربي انګلیسی قاموس کي هم د خمر کلمې ته واین او شراب لیکل سوي دي.

اوس نو هغه عوام چي قرآن شریف یې یا لوستی نه وي یا یې لوستی وي خو په معنا یې نه پوهیږي د مُلا رحیم الله حقاني خبري واوري؛ هغوی به د شرابو په باره کي څه فکر وکړي؟ او د هغوی د ګمراهی مسوول به څوک وي؟ طبیعي خبره ده چي که مُلایان خلکو ته سمه لاره ښيي دغه ډول یې له لاري ایستلای هم سي او له لاري یې ایستلي هم دي. ما پخپله د مُلاصاحب له خولې دا وینا واورېده او په دې ټول پوهیږو چي شراب په قرآن شریف کي حرام دي او پر حرام باندي د حلال حکم کول یا پر حلال باندي د حرام حکم کول دواړه څرګند کفر دی او بل څه نه ورته ویل کیږي. زه نه پوهېږم چي ملایانو پر دغه مُلا رحیم الله باندي څرنګه د کفرحکم نه دی کړی.

وهابیان څوک دي؟ | عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب