Homeکلتورد جاوید امیرخېل« بېلتون» سندره او وطن پسې ژړا هم مهاله رسنیز...

د جاوید امیرخېل« بېلتون» سندره او وطن پسې ژړا هم مهاله رسنیز شول

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  د افغانستان د مشهور ملي هنرمن جاوید امیرخېل « بېلتون» سندره په هېواد پسې د نوموړي له ژړغوني ویډیو سره رسنیزه شوه.

امیرخېل په بېلتون سندره کې هم د نورو زیاتو سندرو په شان د وطن، ملت او خاصتاً لرو برو پښتنو د ویرونو فریاد کړی او په دغه بده ورځ یې د ملایانو په خاموشۍ انتقاد کړی.

په ورته وخت کې، د پښتو ولسي شاعر پرهیز شګیوال چې پاکستان ته تللی او له جلا وطنه امیرخېل سره یې لیدلي وو، له نوموړي سره د مخه ښې د شېبې ویډیو رسنیزه کړې ده.

په ویډیو کې شګیوال وایي، چې امیرخېل ورته پر خپلو هېوادوالو د سلام ویلو غوښتنه کوي.

ویډیو څرګندوي، چې امیرخېل دغه مهال د هېواد په بېلتون اوښکې تویوي او شګیوال یې له اوښکو پاکولو سره ورته وایي: همدا اوښکې به دې هېواد ته ځان سره یوسم.

له بېلتون سندرې سره هم مهاله، د جاوید امیرخېل د ژړا ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې زیاته خپره شوې او زیاتو افغانانو، خاصتاً جلا وطنو له امیرخېل سره په دغه ویر کې ځانونه شریک ګڼلي.

د امیرخېل مینه والو او نورو افغانانو د طالبانو پر رژیم انتقاد کړی، چې د دوی په وینا د افغانستان له دوزخ ګرځولو سره یې امیرخېل غوندې میلیونونه افغانان جلاوطنه کړي او په پردو هېوادونو کې ذلیله کړي دي.

د امیرخېل د بیلتون سندره پر دې لینک لیدلی شئ:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...