پنځمه برخه
د عقایدو اختلاف:
تر هر څه مخکي باید دې خبري ته اشاره وکړو چي عام اولس او بېسواده خلک د سیاسي اختلافاتو او عقیدوي مخالفتونو په منځته راوړلو کي هیڅ اغېزه نه لري، ځکه چي له هغوی سره نه د بې اتفاقی راوستلو توان ورسره دی او نه د اتفاق او اتحاد د ایجادولو لپاره د تبلیغ کولو توان او پوهه لري او نه اختلاف اچوونکي له هغوی سره د اختلاف پر موضوع او د هغې پر ضرورت او اهمیت باندي سلا مشوره کوي. بلکه دا اختلافات هغه کسان منځته راوړي چي د اتفاق او وحدت راوستلو انتظار ورڅخه ایستل کیږي او هغه، علماء، منورین او سیاسي مشران دي. په اسلام کي هم لومړني اختلافات سیاسي مشرانو او جنرالانو او په وروسته کي مذهبي علماوو عقیدوي اختلافات ایجاد کړل.
حضرت رسول اکرم ص خپل اصحاب د احادیثو له لیکلو څخه منع کړی ول. له ده سره دا اندېښنه وه چي هسي نه احادیث او آیات سره ګډ نه سي. ځکه چي دواړه په عربي ژبه وه او څه موده وروسته به یې تمیز ریشتیا هم ګران وای. دې کار دا ګټه ورسوله چي قران شریف ته یې د احادیثو د ننوتلو مخه ونیوله؛ کنه نو بیا به، له احادیثو څخه، د قرآن شریف تصفیه کولو یوه بله ستونزه منځته راوړې او د عقایدو اختلاف به یې منځته راوړی وای. خو د احادیثو د لیکلي متن د نه موجودیت له امله هرچا خپلو خبرو او عقایدو ته د احادیثو رنګ ورکاوه او تر څو پوری چي محدثینو د احادیثو په غونډولو پیل کاوه د احادیثو شمېر یو میلیون ته رسېدلی وو او د اصلي او نقلی احادیثو د بېلولو کار یې ستونزمن کړ.
موږ دې مسلې ته مخکی اشاره وکړه چي علي د خوارجو سره د جنګ تر پیل کولو مخکی هغوی ته بلنه ورکړه چي د مشترک دښمن یعنی معاویه په مقابل کي ورسره ملګري سي مګر خوارجو د ده بلنه ونه منله او دی یې حتی په کفر تورن کړ. علي مجبور سو چي د هغوی سره جنګ پیل کړي او په هغو جنګونو کي چی له خوارجو سره یې وکړل په زرهاوو مسلمانان ووژل سول. علي باید له خوارجو سره خپلو جنګونو ته شرعي لاره جوړه کړې وای ځکه چي خلکو هغه ته یوازی د یوه جنرال او سیاسي مشر په حیث نه بلکه د یوه مذهبي پېشوا په سترګه کتل. علي بالاخره یو حدیث جوړ کړ او خپلو ملګرو ته یې وویل:
«په هغوی کي به یو سړی وي چی یو لاس به یې معیوب او یا یوازي د غوښو څخه عبارت وي. که تاسي صبر وکړی زه به تاسی ته ووایم چي الله هغو کسانو ته کوم انعام ورکوي چي د حضرت محمدص په حکم هغوی قتل کړي. له ده څخه پوښتنه وسوه چي آیا تا پخپله دا خبره له حضرت رسول ص څخه واورېده؟ ده وویل چي بلې د کعبې په خدای می دي قسم وي، بلې د کعبې په خدای مي دی قسم وي، بلې د کعبې په خدای مي دي قسم وي» مسلم، کتاب زکات حدیث ۲۳۳۱
زید بن وهب جوهاني وايی هغه د علي په عسکرو کي شامل وو چي علي وویل« اې خلکو پیغمبرص وویل زما په امت کي به داسی کسان پیدا سی چي قرآن به تر تاسي ښه لولي، تر تاسي به ښه لمونځونه کوي او ترتاسي به ښې روژې نیسي. دوی فکر کوي چي د قران تلاوت به یې په درد وخوري په داسي حال کي چي هغه قرآن به د دوی پر ضد شاهدي ورکوي. د دوی دعا به د دوی تر ستوني هاخواته نه تیریږي….علي د، حضرت پیغمبر په حکم، د خوارجو د وژلو حکم وکړ. وروسته په لښکر کي عابده سلماني ورته ورته پورته سو او ورته وې ویل چي اې علي که په خپل قول کي صادق یې نو درې ځله سوګند یاد کړه. علي درې ځله سوګند یاد کړ. هغه کتاب حدیث ۲۳۳۳
دا حدیث یوازي د علي له خولې نقل سوی دی او که صحابه وو د ده په خبره کي شک نه درلودلای نو علی به یې درې ځله سوګند یادولو ته مجبور کړی نه وای. حقیقت دادی چي د علي له خولې دا نقل سوی حدیث د شریعت سره بشپړ مغایرت لري او هغه دا چي حضرت رسول اکرم ص څرنګه د داسی کسانو د وژلو حکم کاوه چي هغوی د شهادت کلمه وايی، لمونځ کوي، روژه نیسی او تر نورو مسلمانانو د قران شریف ښه تلاوت کوي؟ ځکه چی په دې باره کي په لس هاوو احادیث موجود دي چي وايی هغه څوک چي الله په وحدانیت او رسول ص په رسالت وپېژني د دوږخ له اوره په امان دی. لمونځ، روژه، تلاوت او نور عبادات خو له هلته پرېږده. څرنګه چي دا حدیث یوازي د علي له خولې نقل سوی دی؛ نو په احادیثو کي تر ټولو کمزوری او ضعیف مقام لري یعني« خبرٌواحد» دی چي چنداني د اعتماد وړ نه دی. علي له یوې خوا د مسلمانانو د یو په بل وژلو او قتلولو مسوولیت او له بلي خوا د، د خپل هدف لپاره، د حدیث د جعل کولو مسوولیت لري. جعل یې ځکه بولو چي څو ورځي مخکي علي همدغو خوارجو ته، چی ده وروسته جهاد ورسره اعلان کړی وو، بلنه ورکړې وه چي د معاویه په مقابل کي د ده ملاتړ وکړي. د دې معنا داد ه چي څو ورځي مخکي هغوی مسلمانان ول او لږترلږه تر معاویه او د هغه تر ملګرو بهتر ول او کله چي هغوی د ده ملګرتوب ونه مانه نو جهاد ورسره واجب سو. په ډیرو نورو دیني مسایلو کي، چي له جنګونو سره مستقیم ارتباط به نه لري، د بدعتونو او نویو احکامو د ایجادولو اصلي نقص په دې کي نه دی چي دغه یا هغه مذهبي مشر یا خلیفه یا لوی عالم ولي په دین کي نوي احکام جاري کړي دي او د شریعت مخالف کار یې کړی دی بلکه اصلي تاوان یې دا دی چي بدعتونه د عقایدو د اختلافاتو او د اختلافاتو پر اساس د نویو عقایدو د منځته راتللو سبب کیږي او بالاخره خبره د مختلفو عقایدو د پیروانو ترمنځ د جنګ سبب کیږي. د مثال په ډول به طلاق، چي د ډیرو لویو کورنیو مصیبتونو یو لوی علت دی، را واخلو.
طلاق:
طلاق داسي عمل دی چي د کورنۍ شېرازه نړوي او کله کله د څو کورنیو ترمنځ د کلونوکلونو اړېکو خرابېدلو او حتی دښمنیو سبب کیږي. داسی څوک به چنداني نه وي چي د طلاق عمل ته یې په ښه سترګه کتلي وي. په سنن ابی داوود کي یو حدیث لولو: « عبدالله بن عمر وايي حضرت رسول اکرم ص وویل په ټولو جایزو اعمالو کي د الله په نزد تر ټولو د نفرت وړ عمل طلاق دی» سنن ابی داوود کتاب الطلاق حدیث ۲۱۷۸
سنن ابن ماجه همدغه حدیث د عبداله بن عمر له قوله نقل کړی دی او په جایزو کارونو کي یې طلاق تر ټولو د نفرت وړ اقدام بللی دی. ابن ماجه، کتاب الطلاق حدیث ۲۰۱۸
ویل کیږي چی پر ابن تیمیه باندي، چي اکثر کسان وهابیان د هغه پیروان بولي، د مذهبي علماوو یو تور دا وو چي ګواکي هغه فتوا ورکړې ده چي درې طلاقه یا ثلاثه طلاق پر یوه طلاق شمېرل کیږي. ابن تیمیه، د دغه او ځینو نورو تورونو په اساس، د ژوند تر پایه د زندان شومه سو. Sahrif, A History of Muslim Philosophy P798
دا چي ابن تیمیه به په ریشتیا دا فتوا ورکړې وي کنه، زه معلومات نه لرم؛ خو که یې چیري په ریشتیا هم دا خبره کړې وي نو لږترلږه د احادیثو له مخي تر ډېره ځایه حق په جانب وو. لومړی باید دا خبره معلومه کړو چي احادیث نبوي څونه اهمیت لري او موږ د هغوی پر اساس حکمونه جاري کوو او کنه. د احادیثو اهمیت د هغه آیة مبارک څخه واضح دی چي وايی څه چي پیغمبر امر درته کوي هغه وکړی او له هغه څخه چی مو منع کوي هغه مه کوی. طبیعي خبره ده چي ټول اهل تسنن او اهل تشیع، په مذهبي چارو کي، لومړی د خپلو احادیثو د کتابونو متونو ته مراجعه کوي او بیا وروسته بحث ورباندي کوي. احادیث، له قرآن شریف څخه وروسته، دوهمه باوري او مقدسه منبع ده چي د هغه په اساس فقه او شرعي احکام منځته راغلي او د همدغه معتبري منبع په اساس یې خپلو احکامو ته قانوني رنګ ورکړی دی. نو بهتره به دا وي چي لومړی په احادیثو کي د طلاق او ثلاثه طلاق مسلې ته مراجعه وکړو.
حضرت رسول اکرم ص، د یوه پیغمبر او سترامام په حیث، د طلاق د مسلې حیاتي اهمیت او حساسیت ته تر هر چا ښه متوجه وو؛ ځکه خو یې هغه دالله په نزد په جایزو اعمالو کي تر ټولو د نفرت وړ عمل وباله. هغه وروسته په دې مسله کي له ډېر نرمښت څخه کار واخیست او کوښښ یې کاوه چي طلاق له لویه سره واقع نه سي او که واقع کیږي نو طلاق ورکوونکي ته یوه د خلاصون او بیرته پخلاینی لاره پرانیستې پرېږدي. خو له بده مرغه چي د ده نرمښت تر ډېره وخته دوام ونه کړ او د آنحضرت ص له وفات څخه لږ وروسته، د هغه پیروانو، د ده له خپلي پېش بینی سره سم، د ده په احکامو کي تغییراتو راوستلو ته مخه کړه.
په صحیح مسلم کي لولو: « ابن عباس ویلي دي چي د حضرت محمدص او د ابوبکر په زمانه او د عمرفاروق د خلافت په لومړیو دوو کلونو کي درې طلاقه ثلاثه پر یوه طلاق شمېرل کېدل. مګر عمر ابن خطاب وویل چي خلک په هغه مسله کي له تلوار څخه کار اخلي چي باید احتیاط رعایت کړي نو موږ باید پر هغوی باندي دغه حکم جاري کړو او حکم یې جاري کړ» صحیح مسلم، کتاب الطلاق حدیث ۳۴۹۱
« ابو شهبا ابن عباس ته وویل ایا ته بوهېږې چي د پیغمبرص په زمانه او بیا د ابوبکر په خلافت او د عمربن خطاب د خلافت په دریو لومړیو کلونو کي ثلاثه طلاق پر یوه طلاق شمېرل کېدی؟ ابن عباس وویل هو! هغه کتاب حدیث ۳۴۹۲
دغه راز همدغه ابوشهبا له ابن عباس څخه پوښتنه کوي چي موږ ته د ثلاثه طلاق په برخه کي، چي د پیغمبرص په وخت کي، پر یوه طلاق شمېرل کېدی معلومات راکړه. ابن عباس ورته وايي« په حقیقت کي خبره همداسي وه. مګر د عمر د خلافت په زمانه کي، چي خلکو ډېر زیات ثلاثه طلاقونه کول، نو ده حکم وکړ چي که څوک خپله مېرمن په یوه ځل په دریو طلاقو طلاقه کړي نو هغه طلاق ثلاثه دی» هغه کتاب حدیث ۳۴۹۳
صحیح بخاري لیکي چي لیث د نافع له قوله وايی چي کله له عمر څخه د ثلاثه طلاق په باب پوښتنه وسوه نو هغه وویل چي پیغمبرص ماته هدایت کړی دی چي که مېرمني ته یو یا دوه طلاقه ورکړه سي هغه بیرته ورسره یو ځای کېدلای سي مګر که درې طلاقه ورکړه سي هغه باید له بل چا سره نکاح وتړي او له هغه دوهم مېړه څخه د طلاق تر اخیستلو وروسته له خپل لومړي مېړه سره نکاح تړلای سي. کتاب الطلاق حدیث ۵۲۶۴
البته په صحیح بخاري کي د عمر ادعا د صحیح مسلم له څرګندو احادیثو او د پیغمبرص له احکامو سره ښکاره توپیر لري.
سنن النسايی، چي د اهل تسنن په شپږو صحیح احادیثو( صحاح السة) کي شامل دی، د مخرمه له قوله، چي هغه د خپل پلار له قوله لیکي« پیغمبر ص ته د یوه سړي په باره کي وویل سوه چي خپله مېرمن یې په یوه ځل په دریو طلاقو طلاقه کړې وه. پیغمبر په قهر ولاړ سو او وي ویل چي تاسي د الله له کتاب سره په داسي حال کي لوبي کوی چي زه لا ژوندی یم؟ یو سړی په مجلس کي ولاړ سو ویل یې اې د الله پیغمبره اجازه راکړه چي درته مړیې کړم» سنن النسایی، کتاب الطلاق حدیث ۳۴۰۱
په همدغه کتاب کي بل حدیث وايی« د قیس لور فاطمې وویل زه پیغمبرص ته ورغلم او هغه ته مي وویل چی زه د آل خالد لور یم او زما مېړه ماته احوال را لېږلی او زه یې طلاقه کړې یم. ما د مېړه له کورنۍ څخه د ځای او خوراک غوښتنه کړې ده خو هغوی انکار کړی دی او وايی چي مېړه یې دوی ته احوال رالېږلی او ته یې په دریو طلاقو طلاقه کړې یې. دا وايی پیغمبرص وویل چي دا ښځه اوس هم د سرپناه او خوراکې حق لري ځکه چي مېړه یې بیرته د مېرمني په حیث منلای سي. هغه کتاب حدیث ۳۴۰۳
همدغه کتاب وروسته لیکي« ابن طاووس د خپل پلار له قوله وايی چي اباالصهباء له ابن عباس څخه پوښتنه وکړه چي دا ریشتیا دي چي د پیغمبرص او ابوبکر په وخت او د عمرفاروق د خلافت په لومړیو کلونو کي، پر یوه ځای، درې طلاقه پر یوه طلاق شمېرل کېدل؟ ابن عباس وویل هو! هغه کتاب حدیث ۳۴۰۶
سنن ابی داوود، چي په صحاح السته کي شامل دی، د عایشې له قوله لیکی چي ما له پیغمبرص څخه اورېدلي دي چي د جبر او غضب په وخت کي طلاق نسته. کتاب الطلاق حدیث ۲۱۹۳
سنن ابی داوود وروسته د عبدالله بن عباس له قوله لیکي« طلاقه سوې ښځه باید درې د حیض دورې یعني درې میاشتي انتظار وباسي او دغه راز که په نس کي اولاد ولري باید چي هغه پټ نه کړي. د دې معنا دا ده چي که یو سړی خپله مېرمن په ثلاثه طلاقه کړي هغه کولای سی چي خپله مېرمن بیرته واخلي. همدغه خبره د قرآن مجید په آیة کي راغلې ده چي طلاق یوازی دوه ځله جواز لري. هغه کتاب حدیث ۲۱۹۵
د سورة البقره ۲۳۲ آیة کي راغلي دي:
و اِذا طلَّقتُم النساءَ فبلغن أَجلهُنَّ فلا تعضُلُوهُنَّ أَن ینکِحنَ أَزواجهُنَّ اَذا تراضواْ بینهم بالمعروف ذالک یوعظُ بِهِ من کان منکُم یومن بالله والیوم الآخر ذالکم ازکی لکم و اطهرُ والله یعلم و انتم لاتعلمون.
ترجمه: کله چي تاسي ښځي طلاقي کړی او دوی خپله عده تېره کړي نو هغوی له خپلو هغو مېړنو سره چي دوی ته یې طلاق ورکړی دی، او غواړي چي د منلو وړ شرایطو سره سم نکاح وتړي، له بیرته واده کولو څخه مه راګرځوی. دا هدایت ټولو هغو کسانو ته ورکول کیږي چي پر الله او د قیامت پر ورځي باندي ایمان لري. دا ستاسي لپاره بهتره او صافه لاره ده. الله پوهیږي او تاسي نه پوهیږی.
سنن ابی داوود په وروپسې حدیث کي لیکي چي عبد یزید خپله مېرمن اُمُّ رُکانه طلاقه کړه او بله ښځه یې په نکاح کړه. دوهمې مېرمني یې حضرت پیغمبرص ته وویل چي عبدیزید ماته زما د یوه ورېښته اهمیت نه لري. پیغمبرص عبدِیزید ته وویل چي دا ښځه طلاقه کړه او خپله مېرمن اُمُّ رکانه بیرته په نکاح کړه. عبدیزید وویل چي ما هغه په ثلاثه طلاقه کړې ده او نه یې سم اخیستلای. پیغمبرص ورته وویل چي زه پوهېږم خپله مېرمن دي بیرته واخله. کتاب الطلاق حدیث ۲۱۹۶
جامع الترمذی، چي په صحاح ستّه کي شمېرل کيږي په کتاب الطلاق کي لیکي چي عبدالله بن یزید بن رُکانه د خپل پلار له قوله وايی چي د ده نیکه حضرت پیغمبرص ته وویل چي ما خپله مېرمن په مطلق ډول طلاقه کړې ده. پیغمبرص ورته وویل چي ستا نیت څه وو؟ ده وویل یو طلاق. پیغمبرص ورته وویل چي ته په الله قسم کولای سې چي ستا مطلب یو طلاق وو؟ هغه وویل هو زما دي په الله قسم وي چي زما مطلب یو طلاق وو. پیغمبرص ورته وویل نو خپله مېرمن دي بیرته واخله. کتاب الطلاق حدیث ۱۱۷۷
سُنن ابن ماجه، چي هغه هم په شپږو صحیح احادیثو کي دی لیکي:
« عبدالله وویل چي طلاق، د پیغمبرص له هدایاتو سره سم، دا دی چي سړی خپله مېرمن په یوه طلاق طلاقه کړي او بیا انتطار وباسي چي هغه له حیضه پاکه سي او بیا یې دوهم ځل طلاقه کړي او بیا منتطر سي چي هغه دوهم ځل له حیضه پاکه سي او انتطار وباسي چي هغه دریم ځل له حیضه پاکه سي او دی یې بیا طلاقه کړي» کتاب الطلاق حدیث ۲۰۲۱
سړی نه پوهیږي چي د طلاق ثلاثه په باره کي د پیغمبرص د دومره څرګندو هدایاتو او د هغه له قوله د دومره زیاتو روایاتو د وجود سره سره به علماوو ولي ابن تیمیه په دې ګناه محکوم کړی وي چي طلاق ثلاثه یې پر یوه طلاق شمېرلی وو. او که چیري دا ذکر سوي احادیث ومنو، نو امیرالمونین عمر په کوم صلاحیت په دومره څرګندو احکامو کي تغییر راوستلی وو. حضرت عمر یو تکړه جنرال، عادل، یو نهایت پرهېزګار انسان او د حضرت پیغمبرص ډېر نیژدې یار وو؛ مګر هغه پیغمبر نه وو او د پیغمبرص په هدایاتو کي یې د هیڅ ډول تغییر راوستلو صلاحیت نه درلود. پرته له دې چي دا اقدام د هغه له خوا یو ښکاره بدعة وبولو، چي حضرت رسول ص هغه منع کړی او بدعت کوونکي ته یې، پرته له سوال او جوابه، د دوږخ وعده ورکړې ده، بل څه نه سو بللای.
پاته لري