Homeخبرونهپه بلخ کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنې مرګ ژوبلې...

په بلخ کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنې مرګ ژوبلې اړولي

تاند(شنبه، د حوت ۲۰ مه) په مزارشریف ښار کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنه شوې او د ځینو راپورونو له مخې لږترلږه ۳ تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۱۶ نور ژوبل دي.

تبیان په شیعه افغانانو پورې اړوند مرکز دی چې د طالبانو ملاتړ کوي.

د دغه مرکز مسوول سیدشبیر محمودي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې چاودنه داسې مهال وشوه چې تبیان کلتوري مرکز په مزارشریف کې د خبریالانو د ستاینې لپاره غونډه جوړه کړې وه.

د ښاغلي محمودي په وینا، په دې غونډه کې تر ۲۵ ډیر خبریالان او د پوهنتون استادان او محصلان راټول شوي وو.

ښاغلی محمودي په چاودنه کې د دوو تنو وژل کېدا او د څه باندې ۱۰ تنو ټپي کېدا تاییدوي.

له چاودنې وروسته د پېښې ځای طالب ځواکونو کلابنده کړې ده.

دا چاودنه دوه ورځې وروسته له دې کېږي چې په یوه انتحاري د بلخ د ولایت په مقام کې د طالبانو والي داوود مزمل وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...