چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهمزار کې چاودنه؛ یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي

مزار کې چاودنه؛ یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي

تاند:( شنبه، د کب ۲۰) د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې نن د خبریالانو پر یوې غونډې چاودنه شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې دغه چاودنه د ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د تبیان په نوم فرهنګي مرکز کې هغه مهال شوې، چې دغه مرکز د خبریالانو ستاینغونډه نیولې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د یاد شوي مرکز یو ساتونکی وژل شوی او د ۵ خبریالانو ترڅنګ ۸ تنه ټپيان دي.

خو وروستي راپورونه وايي چې په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي. اکثره ټپیان خبریالان دي.

 د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

تبیان فرهنګي مرکز ایران ته له نیږدې شیعه مرکزونو څخه دی، چې له پخوا څخه ایران ته په کار کولو تورن دی.

یو ځل په کابل کې هم پر دغه مرکز برید شوی و، چې ۴۰ تنه پکې وژل شوي او شاوخوا سل تنه نور ټپيان وو.

د یاد شوي برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و. گومان کیږي، چې نننۍ چاودنه هم داعش ډلې کړې وي.

د تبیان مرکز مشران یو ځل په کابل کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ایران ته د جاسوسۍ په تورنیولي وو، خو وروسته یې بیرته خوشې کړل.

طالبان د پاکستان ترڅنګ له ایران سره هم په نیږدې استخباراتي اړیکو تورن دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د ایران پلوو ډلو فعالیتونه زیات شوي. ایران اوس په کابل، کندهار، ننګرهار، مزار او هرات کې هر ځل خپل مناسبي پروګرامونه نمانځي او طالبان ورسره په دې برخه کې همکاري کوي.

په بلخ کې نننۍ چاودنه په داسې مهال شوې، چې څو ورځې مخکې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي محمد داود مزمل هم په خپل دفتر کې د ځانمرګي برید پر مهال له یو شمېر نورو کسانو سره ووژل شو.

بلخ ته تازه، د طالبانو نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده خپل یو نیږدې کس او د کندهار لپاره د خپل رژیم والي یوسف وفا د سرپرست والي په توګه استولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب