جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل او اسلام اباد د ایران او سعودي د اړیکو د عادي...

کابل او اسلام اباد د ایران او سعودي د اړیکو د عادي کیدو هرکلی وکړ

تاند:( شنبه، د کب ۲۰) د طالبانو د رژيم د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو مثبت او مهم ګام وباله.

سرچینه زیاتوي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ به په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو او همکارۍ په پراختیا کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدل به په سیمه او بهر کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

دغه وزارت د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د منځګړيتوب په برخه کې د چين د رول ستاينه وکړه او زياته يې کړه: موږ د دې مثبت پرمختګ لپاره د سعودي عربستان او ايران د مشرتابه ستاينه کوو.

 ایران او سعودي په سیمه کې د شیعه ییزم او وهابیزم د نظریو ترویجونکي ګڼل کیږي، چې افغانستان یې د دغه نظریاتي تقابل له قربانیانو څخه و.

2 COMMENTS

  1. دا چه طالبانو د دې خبرې هرکلی کړی، صحیح خبره، خو دې ته حیران شوم چه عرب او ایران وروسته له ۱۴۰۰ کلوونو په دې خبره پوه شول! او هیله مې دا ده که سم پوه شوي وي!

  2. احتمالاً یا حتماً به د سعودی او ایران تر منځ د اړیکو ترمیم د تروریزم د شدّت مخه ډب کړای سی ځکه د شرق ( چین او روسئیی او هند ) په محور کی به پراخی اقتصادی پروژی پیل سی چی ګټه به ئی د سیمی ټولو هیوادونو ته ورسیږی. که ددی زرغون او ګټور کمربند د اصالت د اثبات نښی اِحساس سی نو نتیجه به ئی قهراً او یقیناً دا وی چی پاکستان ته فقط دوی لیاری پاتی کیږی :
    ۱ – یا به پر …….سپریږی او ټوله بقاء به ئی محو کیږی
    ۲ – یا به ځان د انګلوساکسون د ناړو او ګړنګو څخه خلاصوی او د نوی ” شرق ” د کاروان پر اوښ به سپریږی او د تروریزم د پاللو د پروژی څخه به ځان ګوښه کوی څو د ” شرق ” د جمعی ګټو څخه برخمن سی چی پدی صورت کی به د ” شرق ” د قدرتونو د فشار له لیاری د افغانستان د مالکیت څخه هم لاس اخلی څو افغانان هم د یو مردمی او منلی او مشروع او مستقل حاکمیت خاوندان سی ( البته د افغانستان باسواد او غرب ګراء قشر باید د ژئوپولټیک اوضاع ښه درک کړی او د ” شرق ” د قدرت په وړاندی د تذبذب او تشکیک څخه کار وانخلی ) ځکه د غرب او امریکا د ابرقدرتی په ماڼی کی ډیر ژور چاکونه تر سترګو کیږی او لیری نه ده چی نړی څو قطبی بڼه ځانته واخلی خصوصاً کله چی د اوکراین جګړه د روس په ګټه تمامه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب