یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهیو کیلي او ښي لاس وسایطو ته درې کلن پلیټونه او جوازونه...

یو کیلي او ښي لاس وسایطو ته درې کلن پلیټونه او جوازونه ورکول کیږي

تاند:( شنبه، د کب ۲۰) د ترافیک پولیسو لپاره د طالبانو د رژیم عمومي رییس وایي، چې یوه کیلي ښي لاس وسایطو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکول کېږي.

دغه خبره مولوي پاسوال حسیب الله مختار، نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړه.

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، مولوي محمد نبي عمري، چې په یاد کنفرانس کې یې ګډون کړی وو، وویل: له ډېر وخت راهیسې د یوې کیلي ښي لاس وسایطو ستونزه موجوده وه؛ خو اوسمهال د ترافیک پولیسو عمومي ریاست د یادې ستونزې د حل لپاره مشخصه طرحه جوړه کړې او د دغې طرحې تطبیق له همدې ورځې په ټول هېواد کې پیلېږي.

  د ترافیک پولیسو عمومي رییس، پاسوال حسیب الله مختار وویل: وروستیو درې لسیزو کې یوه کیلي ښي لاس وسایط په ناقانونه ډول هېواد ته را وارد شوي چې دې چارې په ترافیکي نظام او ښاري نظم کې زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.

د نوموړي په خبره، د ترافیکي نظم ښه والي، جنایي جرمونو کچې کموالي او د هېواد اقتصاد پیاوړتیا په خاطر، د اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، یوه کیلي (ښي لاس) وسایطو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکول کېږي.

د ترافیک پولیسو عمومي رییس زیاته کړه: په مرکز او ولایتونو کې د وسایطو د ثبتولو مرکزونه فعال شوي او د یوه کیلي ښي لاس وسایطو ثبتېدو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

مختار وویل: د روان کال د کب په شلمه، په ټول هېواد کې د یوې کیلي ښي لاس وسایطو د ثبتولو بهیر پیلېږي او له هېوادوالو نه مې غوښتنه داده چې خپل وسایط ثبت کړي.

د ترافیک پولیسو عمومي رییس ټینګار وکړ، چې که متصرفین په راتلونکو درې میاشتو کې خپل نقلیه وسایط ثبت نه کړي، نو وسایط یې ضبطېږي او له متصرفینو سره یې قانوني چلند کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب