جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهکرزي ته غبرګونونه؛ وایي قسیم فهیم سولې ته ژمن او وطندوسته شخصیت...

کرزي ته غبرګونونه؛ وایي قسیم فهیم سولې ته ژمن او وطندوسته شخصیت و

تاند:(شنبه، د کب ۲۰) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپلې واکمنۍ د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په اړه د وروستیو څرګندونو له امله توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

کرزي د فهیم د د مړینې د نهم تلین په مناسبت ویلي:(( یو وطندوسته او سوله غوښتونکی شخصیت و. نوموړی سولې ته په کلکه معتقد او په دې لاره کې ټینگ ملگری و چې هلې ځلې یې د قدر وړ او نه هېرېدونکې دي.))

 په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د کرزي دغو څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانۍ استازې ارین یون کرزي ته په خطاب کې لیکلي:(( شرم دی رییس صیب. د فهیم وطن دوستي به هغه وه، چې کابل یې د واک لومړیو میاشتو کې چور کړ او لس کاله یې بودیجه پخپل اختیار کاروله.دی د سولې تر ټولو سرسخت دښمن و، په امنیت ریاست او هوایي ځواک کې یې نفرو په پښتون‌مېشتو سیمو نه تصور کېدونکي ظلمونه وکړل. هغه تللی، اوس ترې مه یرېږه.))

د قسیم فهیم د مرګ تلین څو ورځې مخکې و، خو د شمال ټلوالې او نورو طالب ضدو څېرو د تلینونو په شان سږ کال هم په خاموشۍ سره تېر شو.

د شمال ټلوالې د مشهور قومندان احمد شاه مسعود، د جمیعت ډلې مشر برهان الدین رباني، د شمال ټلوالې بل مشر قسیم فهیم، د هزاره ګانو د حزب وحدت ډلې مشر علي مزاري او یو شمېر نور هغه کسان وو، چې کابل کې به یې د مرګ ورځې په شاندارو مراسمو یادیدې او پراخ دولتي لګښتونه پري کیدل.

د طالبانو له  واکمنیدو سره دا لړۍ بدله شوې او اوس طالبانو په رسمي کلیزو کې د خپلو مشرانو د مرګ ورځو ته ځانګړي تدابیر اعلان کړي دي.

14 COMMENTS

  1. شهاب
    یاره کرزیه ته خو له فهیمه لا په ګور کې ډاریږي. که یی دوه څپیړې نور وهلی وای باور وکړه چې جمهوری ریاست په څوکۍ به دې کینولی و. او ورته ویل به چې ( اګر بعد از محمد (ص) پیغمبر می بود فهیم می بود/ تاته شرم په کار دی چې په سپینه ږیره لا دهغه لنډغر په صفت نه مړیږي. راشه لږ ګریوان ته سر ټیټ کړه. خاورې کړې هغه ملی وحدت چې په فهیم – یونس قانونی او عبدالله غوندې لنډغرو يي ته جوړوي. نور خو دی خدای مړ کړه.

  2. فکر کووم کرزی د پخوا راهیسی د روحی تکلیفونو تابلیتونه خوری، د دغه تابلیتونو د خوړلو یوه وجه داده چه کله انسان ګډوډ حالت او ګډو وډو خبرو ته وهڅوی لکه کرزی.

    کرزیه هغه ورځ دیی هیره ده چه په لویه خیمه کی درته د فهیم یو لنډغر پاڅیدو او مخامخ یی درته ښکنځل وکړل.
    کرزیه هغه ورځ دیی هیره ده چه په لویه خیمه کی درته لنډغرو لمړی عکس څیری کړو او بیا پری د پاسه وګرځیدل.
    کرزیه تا د افغانستان عزت او وقار د څو لنډغرو د ډار له وجی د تباهی او بی عزتی کندی ته وغورځولو، کاشکی ته هيڅ پیدا شوی نه وای، کاشکی د قندهار او خپلی کورنی عزت او شهامت دیی ساتلی وای.

    • کله چی ایمان ضعیف او وجدان مر شی بیا کرزی ورخخه جور شی. شرم په کار دی ایا هغه وطن دوست وو؟ ایا هغه صلح غوشتل؟ داسی صلحه چی دی پکی نه وای؟ شرم په کار دی کرزیه ولی داسی کوی په دی ملی وحدت نه رازی چی لندغر ستایه خدای تعالی او اولس خوابدی کوی

  3. د چور او تالا فرهنګ همدغو لنډغرو فهیم خیلو کیښود. فهیم خیلو په کارته پروان د هندوانو کورونه په زوره ور څخه واخیستل. زما په یاد راځی چی څنګه د فهیم ورور د خیرخانی چهاراهی خواجه بغرا سره جښت د ملی بس ځمکه غصب کړه بیا یی پری د تیلو ټانګ جوړ کړ. هرچیری چی به سپینه ځمکه وه د شپی له طرفه به هغه ځمکه د کاټینرونو په وسیله احاطه شوه خلک به تر ډیره نه پوهیدل چی حکومت څه پروګرام لری خو وروسته به معلومه شوه چی دا ځکه فهیم خیلو غصب کړې. د کرزی دی رنګ ورک شی. د هغوی مړو هم چور وکړ او د کابل تر ټولو ښی او ښایسته غونډی یی خپلې کړی. د فهیم د قبر څخه پنځه سوه متره لری ساحه هم د فهیم د غونډی برخه شوه او پنجشیریان یی مالیکان شوم ـ

  4. حامد جانه زویه څه درته ووایم. ته چه وایې نو وبه یې منم تا ته به ښه پته وی.
    ستا خو د سر تاج وه.
    الله د په داسې مرض ونیسه چه میرویس جان در نه په تیخته شی.

    • ای جاهله ! مرویس څه ګناه کړې ده هغه خو کوچنی هلک دی ! دتاسو مذهبی لېونیانو د کور ګډ شي !

  5. بلی! د کرزی صیب خبره پخه ده! فهیم سولی ته ډیر ژمن وو او پخپله کرزۍ بیا له فساده پاکی حکومتولۍ ته! د بیلګی په توګه دغه خبره :دزدی کنید ولی بخارج نبرید.یی د ښي حکومتولۍ زرینه وینا ده. که څوک تله د انصاف په لاس کی درکړی…..خپل ټټو او دبل آس به برابر کړی.تو لعنت د پدا هسي منصفۍ شته ….. چی له حق څخه باطلو ته ګذر کړی.

  6. exactly karzai do not have qualification of one leader,
    he speaking like one customer of tea shop.
    one farmer maybe speak. better.
    his father was MINISTER.
    BUT IN CORRUPTION THIS FAMILY WAS IN THE FIRST STEP.
    THEY COLLECT MILLIONS DOLLARS,
    I HOPE PAY SOME ZAKAT TO THE POOR PEOPLES IN KANDAHAR

  7. سلام
    غبرګون څه ته وایی او څه ډول غبر ګون؟
    غبرګون دې ته نه وایی چې یو پټی رشقه وخوری خو ته یې لا خوسکی بولې.
    دخاین تعریف او مجازات څه دی؟
    دافغانستان دعام ولس په ډاګه وژونکی د بن دککړې معاهدې معاهد.
    بده هیله کوونکی.
    دشورای نظار دکلینرو لنډه غرو دسقاوی دورې لوی تاریخی اجنت.
    دلوېدېځ د استخباراتی جګړې یوازینی مسئول او اعتباری.
    په لویه کچه دشیطانانو د عملیاتو دهرډول دسیسو اعتباری مزدور.
    دکاکتوس،آزادی رادیو، آشنا، خصوصی او فرمایشی پروګرامونو ، اجنتانو ، رسوا او مزدورو حلقو تکیه کلام او مصنوعی منفور شخصیت.
    دافغانستان دبېوزلی ولس دبقا اوسوکالی وژونکی وایرس
    دګلم جمو ، تاریخ وهلو شرمنده لنډه غرو دچور اوچپولګرو سازش کوونکی .
    دیو شمیر برحالو غلو د دلته او هلته غونډو غل ملګری
    له غبرګون وتلی ملامت څنګه اسلام عفوه کوی د حقو ق العباد طرحه څه وایی؟ اسلام د ټوکو دین نه دی!
    ګلاب منګل ، شکریه بارکزی، کانونی کاکلی، او یوشمیر دپارلمان پخوانی افه ګانې یی ستایی زاړه القاب اوزاړه نومونه.دجمال افغان به هم همدا غبرګون هدف وی.ملت باید حقیقت ته پاملرنه وکړی
    ۰

  8. لمړی د پورته ورونو سره هم نظری یم.
    ښاغلی حامد کرزی ته: ښاغلیه کرزیه که خفه کیژی راڅخه نه نو اول خو تاسی ډیر سپین ګیری شوی یاست، باید لکه د نورو عادی افغان سپینګیرو په شان او ادب ځان عیار کړی. ته اوس یو عادی افغان یی نه سیاست مدار او مخور سپین ګیری، د ځان څخه پخوانی خیال پلونه اوباسه، ځکه ستا په پخوانی ډوله مداری څیره پښتانه او غیر پښتانه ټول پوه شویدی،
    که ته غواړی په دغو خبرو ځان غیر پښتنو ته نیزدی کړی، بیا هم په خپل مداریتوب کی غلط پوه شوی یاست. فهیم، مسعود او ځینی نور لنډغر چه څومره د اصیلو پنجشیریانو بدی شی، هاغومره د غیر پښتنو بدی نه راځی. ځکه کوم ظلمونه او وحشت چه دغه د یوی سیمی اوباشانو په غیر پښتنو کړیدی، په پښتنو یی نه دي کړی.
    په پنجشیر کی د ښونځی د ښوونکو څخه شروع، بیا د مخور پهلوان احمد جان او ملګری یی او ډیر نور بیچاره پنجشیریان د مسعود او فهیم د تیغه تیر او ووژل شول، بیا مسعود د فهیم لخوا ترور شو، همداسی داکتر عبدالرحمن، قوماندان داود، سیدخیلی او نور د فهیم په دستور ترور شول، حتی خبره د عطامحمد نور په ترور پوری رسیدلی وه، خو هغه هوښیار وه ځان یی وساته. نو کرزیه اول معلومات پیدا کړه بیا ډوزی وله. ته نه د پښتنو یی او نه د غیر پښتنو او اخره خبره داده چه په افغانیت کی دیی هم شک دی.
    اوس ستا (حامد کرزی) حیثیت نه افغانان پیژنی او نه یی نوره نړی پیژنی. بس همدا لاندی متل عملی کړه.
    شیخ فریده پټه خوله دیی بهتری ده.

  9. دا ډول بحثونه باید هیبریډی او ترکیبی محتوا ونلری بلکه فقط له یوی ټاکلی او معینی زاوئی څخه باید مطرح سی ( مثلاً )
    یا
    。 فقط له دینی منظر څخه
    یا
    。 فقط له انسانی منظر څخه
    یا
    。 فقط له وطنی منظر څخه
    یا
    。 فقط له قومی – تباری منظر څخه
    یا
    。 فقط له اخلاقی – اجتماعی منظر څخه
    ډیر بحث ته به اړتیا نه وی، فقط غواړم ووایم چی:
    هم د فهیم قسیم ( په حقیقت کی سقیم ) د نیت او انګیزی څرنګوالی او کیفیت د څیړنی وړ دی او هم د فهیم قسیم د طرفدارانو او مخالفینو د نیت او انګیزی د څرنګوالی توضیح مهمه ده.
    ځکه
    د آسمان پر کِناره په ډاګه لیکل سوی دی:
    ” اعمال د نیتونو په څرنګوالی پوری اړه لری “.
    د پورته ښکلی شعار په رُڼا کی یوه ترخه پوښتنه:
    {♥♥♥♥♥}؟

  10. خوژ غلام حضرت ورور ستاسو په تبصره سم پوه نسوم، که په ساده پشتو راته ترجمعه وکړی صوابونه به وګټی.
    زکه فکر کووم د ۷ ژبو په لغاتونو او کلماتو لیکل سویده.
    لکه ۱ – هیبریډی ( هایبریډی) چه انګریزی ده. زیاتره د جوارو په اصلاح سوو تخمونو کی پکاریژی.
    ۲ – سقیم = اردو زبه
    ۳ – پښتو، فارسی، دری، عربی او بله نامعلومه ({♥♥♥♥♥}؟)ژبو لیکل سوی ده.
    خو په دغه یوه خبره باید موژ او تاسو پوه سو چه په دا ۵ کرت یا، يا، یا، یا، یا (دین، انسان، وطن، قوم او اخلاق) کی کرزی لالا راځی.
    یوه بله معنی ستا د تبصری د اعمالو او نیتونو ده. د دي سخه کیدای سی تعبیر دا وی چه تاسی چپ سی فهیم ته چه سه لیکل سوی وی ځواب به هلته وای؟ خیر ……. سم معنی مو تر لاسه نکړه.
    د پورته ښکلی شعار په رُڼا کی یوه ترخه پوښتنه: ؟؟؟ ترخه پوښتنه: کیدای سی دا برخه په کټ کاپی کی درنه پاتی سوی وی.
    مننه وروره

  11. کرزیه لعنت دې وې پر داسی وجدان وې لکه ستا !
    نور که نه پوهیږې شرم وکړه او دی فهیم بینی هغه صحنه در په یاد کړه چی ارګ کښی یې په سپیړ ووهلی او قرقلی خولی دې دوه متره لری ولویده او در ته وویل اګر بار دیګر این قسم ګپ زده بودې در کونت چوب میزنم من خودم ریس جمهور استم نور څه نوایم بیام لعنت پر تا ویې

  12. سلامونه.
    غیر له لوپر نه د ټول وروڼو مشرانو او کشرانو نظرونو سره موافق یم.؛غ.حضرت مشر خو مساله فلسفي او مغلقه کړه.
    او مسټر راز م. خان ته یوه تصحیح چې د کرزي پلار منسټر نه و، سنیټر و. مګر د ده غوندې بېعقله نه و.۳-۴ شځې ې کړې وې!!!!
    اصلي خبره خو دا وه چې امریکا*نیټو د ټلوالې او خ.زات په منافقانه مشورو دی د سیرت پر ځای وټومبهء. که نه د عمر خطاب خبره د سرکاتب وظیفه ې هم نه شوه سمه تر سره رسولای. همداسې ې ګلمرګان او ګوډ قارونیان او… پر افغانستان وتپل.
    یوه بله خبره ، دوی ټول د فارشیعهستان او پنجابسټین او منځنۍ آسیا —استانیانو په خدمت کې و او دافغان/پښتون په لروبر کې د محو کولو په هلو ځلو او چور وچپاول ول.پس له ۲۰کلونو، الله پرې …(فصب علیهم ربک سوط عذاب)!…س. الفجر؛ تطبیق کړ.
    بایده دي چې د یو دروند سپینژیري کرز والا په شان خپل عاقبت ته فکر وکړي او توبې وباسي. لکه د شړومبو مچ هره مایع کې نه غورځيژي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب