که يوه سپینه پاڼه او څو رنګونه يوه انځورګر/هنرمن ته په لاس ورشي؛ په لږ وخت کي به داسي څه پرې انځور کړي، چي د ډېرو پر ذوقونو به برابر وي.
ډېر به ئې ستايي.
ډېر به ترې خوند اخلي.
ډېر به ئې هنر او کمال ته حيران پاته وي، چي په کم وخت کي ئې يوه سپينه پاڼه څنګه رنګينه او ښکلې کړه!
که همدا سپينه پاڼه او رنګونه هغه چا ته ورکړو، چي انځورګر نه وي؛ هيڅ به پرې انځور نه کړي، هسي به پاڼه او رنګونه ضايع کړي او قيمتي وخت به ئې هم له لاسه ووزي.
خبره د وخت، پاڼي او رنګ نه ده، کيسه په هنرمن او انځورګر کي ده.
ژوند همداسي سپينه پاڼه ده.
دا په موږ پوري اړه لري، چي
څه پرې انځوروو؟
څنګه رنګونه پکي کاروو؟
يو ښکلی انځور سازوو او که وخت او رنګونه ضايع کوو.
ځانونه هنرمن ثابت کړئ!
د ژوند د رنګينولو او ښکلي کولو لپاره بايد واقعي انځورګران شئ!
ژوند يوه داسي رنګينه تابلو کړئ، چي د هر چا نظر ورواوړي او ووايي: واه، څومره ښکلی!!!
دا په موږ پوري اړه لري، چي
له ژونده جنت جوړوو که دوږخ؟
ښکلی کوو ئې، که بدرنګ؟
خوند ترې اخلو، که ترې بېزاره کېږو؟
ژوند کوو، که فقط تېروو ئې؟
که ژوند ښکلی کړو او جنت ترې جوړ کړو، ګټه دا ده هم به موږ پکي خوشحاله يو؛ هم به نورو ته خوشحالي ورکولای شو.
هم به ئې موږ له نندارو خوند اخلو؛ هم به ئې نور نندارې ته راځي.
که ژوند دوږخ کړو، تاوان ئې دا دی، چي دوږخ ته هيڅوک نه راځي.
يوازي به موږ يو، چي په دې دوږخ کي به سوځو.
نو ژوند دوږخ کوئ مه، جنت ترې جوړ کړئ!
او
جتني ژوند وکړئ!!