تاند:( شنبه، د کب ۲۰) په بغلان کې د یوه کور د چت پریوتو له امله ۵ تنه مړه شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ د چهار قشلاق په فرعان سيمه کې سیمه رامنځته شوې ده.
ویل شوي، چې د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
مخکې له نورو ولایتونو څخه هم د ورته پېښو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي وو.
د داسې پېښو قربانیان تر ډېره بېوزله او فقر ځپلې کورنۍ وي.